ضیا مسعود: اوسنی حکومت به سقوط او دوستم او محقق به ووژل شي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د شمال ټلوالې د مشهور قومندان احمد شاه مسعود ورور او د جمیعت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د یو شمېر مشهورو سیاستوالو د وژل کیدو خبرداری ورکړی.
ضیا مسعود دا خبرداری په یوه مقاله کې ورکړی، چې یاران وېب پاڼه یې دلته مهم ټکي او شننه خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي.
اوږده لاره، تیاره راتلونکی
احمد ضیا مسعود د کابل هشت صبح ورځپاڼې ته په لیکلې دغه مقاله کې د هېواد د سولې لاره اوږده او سیاسي راتلونکی تیاره ګڼي.
د ده په وینا د خلیلزاد په محوریت د سولې روانې هڅې تر ډېره پر دې څرخي، چې څنګه امریکا او طالبان خپلمنځۍ ستونزې حل کړي.
د ضیا مسعود په وینا په دغو خبرو کې د افغانستان د حکومت او خلکو په اړه د امریکا پاملرنه نه لیدل کیږي.
طالبان مدني کیږي!
ضیا مسعود دا هم لیکلي، چې امریکا د وسله والو طالبانو د مدني کولو په هڅه کې ده.
د ده په وینا د دغو هڅو هدف دا دی، چې یاده ډله د سپتمبر د یوولسمې په شان پېښو سره د همکارۍ له لارې د امریکا ګټې ونه ګواښي او ورته پېښې بیا تکرار نه شي.
ضیا مسعود زیاتوي، چې امریکا ته د افغانستان ګټې دویمه درجه او خپلې اوله درجه ارزښت لري.
د خپل خسر کیسه
ښاغلی مسعود پخپله دغه لیکنه کې له مجاهدینو سره د روسانو معاملې ته اشاره کوي، چې د مجاهدینو د اړخ مشري د ده خسر برهان الدین رباني پکې کړې وه.
دی د خسر له نوم یادونې سره وایي، چې روسانو د هغه په مشرۍ مجاهدینو ته د ماسکو د سفر بلنه ورکړه او په سفر کې یې د اړیکو د عادي کیدو ترڅنګ ډاډ ورکړل شو، چې روسان به د ډاکټر نجیب د حکومت له ملاتړه لاس په سر او په دې ډول یې د سقوط زمینه سازي کوي.
ضیا مسعود وایي، چې له طالبانو سره د خلیلزاد له مذاکراتو هماغه ډول حالت ورته تکراریدونکی ښکاري.
د ده په وینا امریکا یوازې طالبانو نه د دغه هېواد د ګټو د نه زیانمنولو تضمین ته په تمه دي.
امریکا له غربي مشربو مفسدینو ستړې ده!
احمد ضیا مسعود، چې د ولسمشر غني د درېیم مرستیال په کچه له واک و اختیاره برخمن او نیږدې ملګری یې و، په دغه لیکنه کې د هغه پر حکومت هم توند ګوزارونه لري.
دی وایي امریکا ته په افغانستان کې د یوه دودیز محافظه کار او مذهبي رژیم موجودیت اړین دی.
دی اوسنی حکومت لویدیځ مشربه، بې کفایته او مفسد ګڼي.
د راتلونکي په اړه وړاندوینې

ضیا مسعود وړاندوینه کړې، چې که د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تفاهم وشي، امریکایان به پر اوسني حکومت له مرستو کمولو سره د دغه حکومت د سقوط زمینه سازي وکړي.
د ده په وینا د اوسني حکومت رهبري به د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته له هېواده وتښتي او واک به طالبانو ته وسپاري.
ضیا مسعود وایي طالبان به په سیمه او افغانستان کې د امریکا د ګټو مدافعین شي او تر هغه وخته به یو شمېر سیاسي مشران هم د طالبانو له لورې ووژل شي.
دغه افغان سیاستوال زیاتوي، چې حامد کرزی به د یوازیني مطرح سیاستوال په توګه طالبانو سره په راتلونکي کې جوړ راشي.
هغه وړاندوینه کوي، چې د جنرال دوستم، محمد محقق، د جمیعت مشرانو او ملي سیاستوال به یا ووژل شي او یا به د هېواد پریښودو ته مجبوره شي.
مسعود پر دوی نیوکه کړې، چې اوس له غني سره د معاملو په فکر او مستۍ کې دي او راتلونکي ته یې پاملرنه نشته.
د ضیا مسعود وړاندیزونه
ضیا مسعود له یادو سیاسي څېرو غواړي، چې د ده په خبره له غني سره د سیاسي معاملو پرځای پر راتلونکي فکر وکړي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د راتلونکو ټاکنو لپاره یو لاس شي.
د ده په وینا که اوس دوی په خود رانه شي، سبا به ناوخته شوی وي او ملت به بد حالت سره مخ وي.
د ضیا مسعود په اړه
احمد ضیا مسعود په پنجشیر کې زیږیدلی او د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته په هندوستان کې د افغانستان سفیر و.
هغه تر ډېره د خپل وژل شوي ورور احمد شاه مسعود په نوم پېژندل کیږي.
ښاغلی مسعود د حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت یوه دوره د هغه لومړی مرستیال او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ډاکټر غني د ټیم مهم ملاتړی و.
اشرف غني د یوه تړون په لاسلیکولو سره ضیا مسعود ته د اجرایه ریاست څوکۍ او بیا د اساسي قانون د تعدیل له لارې د ولسمشرۍ درېیمه مرستیالي منلې وه.
تر هغه وروسته، چې غني له عبدالله سره ګډ حکومت او هغه ته د اجرایه ریاست په ورکولو مجبوره شو، ضیا مسعود یې د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشرۍ د درېیمې مرستیالۍ له امتیازاتو او صلاحیتونو سره خپل فوق العاده استازی وټاکه.
نوموړي د غني د حکومت په لومړیو کلونو کې مهم سړی و، خو پر حکومت له توندو نیوکو وروسته ګوښه او د غني سرسخت منتقد شو.
د ضیا مسعود وروستیو څرګندونو  ته تراوسه چا غبرګون نه دی ښودلی.