د ژوندي پاتې کېدو او ژوند کولو ترمنځ توپير

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ژوندي پاتې کېدل يانې ساه اخېستل. يانې د اکسيجن اخېستل او بېرته د ډي اکسيدکاربن بيرونول. مطلب دا چې تازه هوا خپل وجود ته داخلول او مسمومه هوا بهر کول. ښايي دا تاسو ته ترټولو اسانه کار ښکاره شي. دومره ساده او اسانه کار چې ډېری خلک د عمر تر وروستيو شېبو په همدې عمل بسنه کوي، يانې ساه اخلي.
هغه ځای ته رسېدل چې کورنۍ مو هیله لري، ساه اخېستل. د کار پيدا کول، ساه اخېستل. له کور څخه تر دفتره قدم وهل، ساه اخېستل…
ژوندي پاتې کېدل، برياليتوب نه دی. ساه اخېستل، په لاره تلل، منډې وهل، د خوراک خوړل او لومړني کارونه چې د بدن د سلامتيا لپاره مو بسنه کوي، ستونزمن کارونه نه دي. په واقعيت سره چې د ځان ژوندي پاتې کېدل کوم ځانګړی کار نه دی، موږ ټول دا کار کوو.
رښتينی برياليتوب، هغه اشخاص چې ټول خلک يې په اړه خبرې کوي؛ هغه اشخاص چې واقعا يې دا زده کړي چې څنګه ژوند وکړي. هغه کسان چې د ساه اخيستلو سربېره يې نور ډېر څه هم ترسره کړي دي.
ژوندي پاتې کېدل او ژوند کول توپير لري. ژوندي پاتې کېدل يانې ساه اخېستل او د بدن د غړو حرکت او کار کول…
ژوند کول بيا فرق کوي. ژوند کول يانې اصلا کله مو دا له ياده ووځي چې ساه واخلئ او د ژوندي پاتې کېدو سره متضاد ده، ځکه ژوند کول تل مرګ ته نږدې وي.
ژوند کول يانې دا چې اجازه ورنکړو چې د ژوندانه ستونزې مو تسليم کړي. ژوند کول يانې هېڅ يوه شېبه له لاسه مه ورکوئ. ژوند کول يانې چې کله ناکله بايد وژاړئ او ډېری وخت بايد وخاندئ او په شونډو مو موسکا وي. يانې د هرڅه لپاره بايد چمتووالی ولرئ، د سختو شېبو، د ژوندانه د لوړو او ژورو او د ژوندانه خوښيو … لپاره.
ژوند کول يوازې دا نه دي چې تاسو مو د ساه اخېستلو شمېر ونيسئ او ورته متوجه واوسئ. يانې دا مو بايد هېر شي چې نفس وکاږئ. يوازې فرصتونو ته مه ګورئ، کله ناکله د مسير خلاف هم حرکت وکړئ، په ځان ستونزې ومنئ او مخکې لاړ شئ.
ژوند کول يانې د اولادونو او ماشومانو سره مينه کول، د نورو لپاره د خپلې خوښۍ څخه تېرېدل، د خپل د ژوند شریک سره مينه کول، چاته ډالۍ ورکول…
هېڅکله په اوسني حال کې مه ورک کېږئ، هېڅ وخت له نويو څيزونو څخه مه غافل کېږئ او له نه کېدونکو او ناممکنو څخه مه وارخطا کېږئ. يوازې په نفس اخېستلو بوخت مه پاتې کېږئ، خوځنده واوسئ او تل د کار سره مل پاتې شئ.
ژوندي پاتې کېدل يو وضعيت دی او ژوند کول د ټولو وضعيتونو څخه تېرېدل.
ژوندي پاتې کېدل اسانه دي او ژوند کول ستونزمن.
ژوندي پاتې کېدل يوه ډالۍ ده او ژوند کول يانې پاتې کېدل او موجوديت.
ژوندي پاتې کېدل يانې د پلټونکو او محتاطو سترګو لرل او ژوند کول يانې هېڅکله د سترګو نه تړل.
ژوندي پاتې کېدل د ورځو تېرول او ژوند کول يانې د لمرخاته او لمرغورځېدو څخه خوند اخېستل.
ژوندي پاتې کېدل يانې راحتي او ژوند کول يانې د خپل امن مرز څخه اوښتل.
ژوندي پاتې کېدل وړيا دي او ژوند کول يانې د هرې شېبې لګول او مصرفول.
ژوندي پاتې کېدل د درک وړ ده او ژوند کول يانې تل د پوښتنو په ځوابونو پسې ګرځېدل.