ژباړه او زیاتونه: مهر تاج
که غواړئ چې په ژمي کې ځوان او تازه پاتې شئ، نو په دې دریو خبرو عمل وکړئ
دا چې ژمي په ټول هېواد د خولې لګولو لپاره چمتوالی نیولی دی، او د ژمي د خولې لګولو مقصد؛ په سړو سیمو کې ګرم څښاک، یخ بادونه او د ژمنيو رخصتیو معنا لري.
په سړه هوا کې د تودوخې درجه راښکته/ ټیټېدل په مخ باندې د وچوالي او د اضافي حساسیت لامل کېدای شي، چې دا تاسو د خپل عمر څخه زوړ/ زاړه ښکاره کوي.
په اوسني دور کې، د ښځو سره سره دا د نارینهوو لپاره هم بېخي د منلو وړ نه ده، چې زاړه یا د خپل عمر څخه دې پاخه ښکاره شي.
نو راځئ، چې نن ورځ په ځینو مهمو لارښوونو ځانونه پوه کړو، چې دا به زموږ سره په دې ژمي کې د ښکلي او همدارنګه ځوان و تازه پاتې کېدو کې مرسته وکړي.
۱ – څرنګه د بدن او پوټکي هایډریډ وساتو؟
ډاکټر «سټین ګولډ» یو نړیوال تیمورولوژیست دی وايي، چې د ځان/ مخ مینځلو وروسته د پوټکي رطوبت ساتل کولی شي په صحي پوټکي ساتلو کې مرسته وکړي، نو ځکه، په ژمي کې، د پوټکي سره مناسب د لوشن پرځای موئسچرائزر کریم استعمال کړئ.
په خشکه/ وچه هوا کې، د ګرمو څښاکو څخه ډېرې اوبه وکاروئ. په سړه هوا کې د “ډیهایډریشن” څخه مخنیوي لپاره؛ باید په دفتر، بهر لیدنه او حتا په بازار کې د پیرود پرمهال هم له ځانه سره د اوبو بوتل وګرځوو.
د سړو اوبو پرځای، ګرمې اوبه، هوم میډ اسمودیز، او صحي مشروبات لکه شین چای او ګرم چاکلیټ غوره کړئ.
د خپل پوټکي هایډریټ ساتلو لپاره، د سړو اوبو پر ځای، نسبت تړمي/ ګرمو اوبو استعمال، هوم میډ اسمودیز، او ګرم څښاک، لکه شین چای، نارنج، سټرابیري او داسې نور.
مهمه ده چې، په بدن کې د اوبو اندازه لوړه شي ترڅو خوله وساتي، نو هغه خلک چې کار / ورزش کوي باید د دا عادت وګرځوي، چې د تمرین/ کار په جریان کې هر پنځلس دقیقې وروسته یو ګلاس اوبه وڅښئ.
۲. د سنسکرین کارول: لازم و ملزوم دی.
په سړه هوا کې د سنسکرین څخه په هوښیارۍ کار واخلئ.
حتی په ساړه کې ، د لمر زیان رسونکي “الټراوایلټ” (UV) شعاع کولی شي چې ستاسو د خونې د کړکۍ یا بهر سیمو له لارې د بادونو په ذریعه ستاسو جلد ته دوه چنده زیان ورسوي.
نو په سړه هوا کې ، د 30 SPF سره یو اغیزمن او خوندي سنسکرین وکاروئ، د دې ترڅنګ د طبیعي انټي اکسیډنټس، الټرایکټ ښه ټایټانیم ډای اکسایډ ، کاروب به ستاسو پوټکي د لمر UVA او UVB شعاعو څخه خوندي وساتي.
۳. د حمام موده محدود کړئ.
د طبي کارپوهانو په وینا، په وچه یا خشکه هوا کې ، د حمام موده باید اعظمي له ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې وي. ډیرې موده مو د پوټکي د وچیدو لامل کیدی شي. همدارنګه، د دې سره د لاس مینځلو لپاره د ډېرو ګرمو اوبو کارولو څخه مخنیوی یا ډډه وکړئ.
د سي ډي سي (CDC) په حواله، یخې اوبه لاسونه هماغومره له میکروبونو څخه ساتي په کومه اندازه چې یې ګرمې اوبه ساتي.