ژباړه: مریم محمدي
د جلدي ډاکترانو په وینا پوستکی په هر موسم کې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، چې په ژمي کې هم د هوا له بدلون سره سم د پوستکي لږه ساتنه ستاسو د مخ په ښکلا کې زیاتوالی راولي.
دوی وايي چې د مخ ښکلا لپاره دا وړاندیزونه عملي کړئ:
۱- د مخ اضافه ویښتان لرې کړئ
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ نو یو قاشوغه بوره او یوه قاشوغه اوړو په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، له وچیدو وروسته یې له مخ نه لرې کړئ بیا مخ مو ووینځئ، چې دا کار د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته کوي.
۲- د مخ په پوستکي شات وموښئ
د څیړنو په اساس د پوستکي ناروغیو اصلي لامل د پوستکي وچوالی دی، چې د سترګو شاوخوا توروالي لامل هم ګڼل کېږي.
روغتیاپالان وايي چې شات سربېره پر دې چې د انسان پوستکی له مختلفو ناروغیو ژغوري د پوستکي لپاره یو غوره مرطوب کوونکی هم ګڼل کېږي.
د پوستکي د وجوالي لپاره د لسو دقیقو لپاره شات په خپل مخ استعمال کړئ او له هغې وروسته يې په تړمو اوبو ووینځئ.
دغه طریقې سربېره پر دې چې پوستکی صفا کوي د پوستکي له منځه تلليو حجراتو پاکولو کې هم ډېره زیاته مرسته کوي.
۳- شیدې وڅښئ
په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي. څېړنو ثابته کړې ده، چې په شيدو کې شته ويټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکي د خرابېدو او وچېدو مخه نیسي.
ډاکتران وايي چې تر ډېره په هغو کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي، لاکتیک اسید شتون لري چې دغه ماده په زیاته کچه په شېدو کې هم موندل کيږي.
دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي، له وخت مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي.
۴- لیمو استعمال کړئ
په ژمي کې د ویټامین سي کارول ډېر اړین دي چې بدن ته د نور ګټو سربیره د پوستکي لپاره ګټور دي، هغه کسان چې د بدن پوستکی یې نازک وي لږ د لیمو اوبه دې د شپې لخوا پر مخ او لاسو ووهئ له پاڅیدو سره سم دې په صابون ووینځئ په دې طریقه به ستاسو پوستکی له تور والي او وچوالې څخه ژغورلی وي.
همدارنګه که غواړئ چې جلد مو ښکلی، روښانه او شفاف واوسي نو یو دانه لیمو هر سهار پر خپل مخ ووهئ او تر یو څه ځنډ وروسته مو مخ ووینځی. دا کار بیا ستاسو مخ له ګونځو څخه وساتی، دغه راز د مخ لکۍ به مو ختمی شی، جلد به مو روښانه او ښایسته شی.
۵- له شین چای ګټه واخلئ
درې پیالې اوبه جوش کړئ، اوبه په یوه لوښي کې واچوئ، ۲ یا ۳ پوړۍ یا یوه دوه خوراکه شین چای ور واچوئ.
مخ مو له وړاندې پاک کړئ، په خپل سر باندې دست پاک یا کومه بله پاکه ټوټه واچوه، داسې لکه خیمه چې ووهئ، د اوبو او چایو ډک لوښی د دوه لویشتو یا یو فټ په اندازه له مخ نه لرې ونیسئ.
پریږدئ چې د ۱۰ دقیقو لپاره مو د چایو دا دود یا بخا پر مخ ولګیږي. له هعې وروسته مخ په پاکو یخو اوبو پریمنځئ او په نرمۍ سره يې وچ کړئ. دا کار به د تازه پوستکي ترڅنګ د مخ داغونه به مو هم له منځه یوسي.
۶- د شاتو او زیتونو ماسک وکاروئ
په ژمی کې د مخ ګونځې هواروي او مخ مو ښايست لپاره د شاتو او زیتونو ماسک جوړ کړئ.
د دې کار لپاره شات تاوده کړئ، تر څو اوبلن حالت غوره کړي، وروسته د هګۍ ژېړ چې مخکې مو حل کړي وي، پکې واچوئ او څو قطرې زیتون هم پرې وڅڅوئ.
مخکې له دې چې ماسک مو پر مخ ووهئ، باید خپل مخ ومینځئ او بیا یې وچ کړئ.
دغه راز پر زيتونو هره ورځ د پنځو دقيقو لپاره مخ مالش کول له مخ نه ګونځې له منځه وړلی شئ.
۷- داغونه د هوږې په مرسته له منځه یوسئ
په ساړه موسم کې د پوستکي تازه او ښکلي ساتلو لپاره له هوږې کار واخلئ، هوږه د مخ داغونو او دانو ختمولو کې څومره مهم رول لري، د دې لپاره هوږه په منځ کې دوه ځایه کړئ او په داغي ځایونو یا دانو باندې یې سوکه سوکه ومښئ، خو له استعمال وړاندې د دې پر سر داسې کوم مواد واچوئ چې د مښلو پر وخت د هوږې اثرات او ځګ راوځي. بیا مخ مو په تړ مو اوبو ووینځئ، له داغونه به خلاص شئ.
۸- حمام وکړئ
په ژمي کې چې کله هم غسل کوئ نو په نیم ګرمو اوبو کې څو څاڅکي د شارشمو تېل واچوئ تر څو ستاسو پوستکی نرم او تازه وساتي. له غسل کولو وروسته ژر تر ژره ځان وچ کړئ مخ په ساده تېلو غوړ کړئ، همدارنګه روزانه تر خوب مخکې مخ وینځل تر ښو کریمو غوره دي.