ژباړه: مریم محمدي
هر موسم له خپل څان سره یو عکس العمل لري، لکه څنګه چې په اوړي کې انسان جل یا ګرمي وهي همداسې په ژمې کې هم انسان یخ وهي.
د یخ وهلو نښې نښانې دا دي:
– په لومړيو کې کېداى شي خارښت او خوږ رامنځته شي.
– پوستکى په سپين او ژېړو رنګونو اوړي او بې حسه کېږي.
– که چيرې ډېره يخني او کنګلتيا دوام ومومي، ښايي پوستکى کلک شي او ټناکې وکړي.
– ژور يخ وهل کېداى شي د ارغواني رنګه ټناکو سبب شي چې بيا ځانته تور رنګ غوره کوي او وروسته په بشپړه توګه د وينې ډک وي.
– د يخ وهلو له امله زيانمن شوى پوستکى په بشپړه توګه تور رنګه شوى وي او داسې ښکاري لکه سوځېدلی.
د یخ وهلو مخنیوي لپاره دا کارونه وکړئ
– ګرمې جامې واغوندئ:
د ژمي په موسم کې د یخ د مخنیوي لپاره، د تودو جامو اغوستل ډېر مهم دي.
د ژمي په موسم کې تل ډيرې جامې واغوندئ، ځکه په دې کار سره د ساړو پر وړاندي پوښښ رامنځته کيږي او دا کار د انسان په وجود کې د تودوخې د درجې د ټيټېدو څخه مخنيوى کوي.
– پښې مو ګرمې وساتئ:
د تودو جامو په اغوستلو سره ځان ډاډه کړئ چې د پښو(د لينګيو او ورنونو) څخه مو هم په سمه ساتنه کړېده .
تاسو کولاى شئ د ژمي په ساړه موسم کې د خپلو پښو د تودو ساتلو لپاره د اوړۍ لرونکو او يا نيلوني برزو ګانو څخه ګټه واخلئ.
وړۍ لرونکې جرابې واغوندۍ او د اوبو ضد بوټونه او يا موزې په پښو کړئ. همدا شان په پښو باندې د پلاستيکي کڅوړو په تړلو سره کولاى شئ د هغوى د لندېدو څخه مخنيوى وکړئ.
څرنګه کولاى شو د يخ وهلو درملنه وکړو؟
داکټران وايي که چيرې د یخ وهلو په وخت درملنه ونشي، د لاسونو او پښو د ګوتو د غوڅيدو یا قعطه کېدو لامل کیږي. دوی سپارښتنه کوي چې له یخ وهونکي انسان سره باید دا لارښوني عملي شي:
– ناروغ بايد نسبتاً تودې خونې ته يوړل شي، ورته وچې جامې واغوندئ او تودې اوبه ورکړئ.
– يخ وهلى ځاى په تودو اوبو کې دننه کړئ.
– که چيرى تودو اوبو ته لاسرسى نه وي، په آرامه توګه ناروغ په کمپله کې ونغاړئ، د لاسونو او د پښو ګوټې يې تودي وساتې.
– يخ وهل شوى ځاى په سيخه توګه مه تودوئ او همداشان د وينې د بهير د چټکېدو لپاره پر پوستکي فشار مه راوړئ.
– که چيرې د بيا يخ وهلو خطر وي، د يخ وهلو ځاى مه تودوئ، کېداى شي دا کار د پوستکي د سخت زيانمن کېدو سبب شي.
– دوهم ځل تودول کېداى شي سوى هم ولري. کيداى شي پوستکى ټناکې او پاړسوب وکړي او ځانته سور، شين او يا ارغواني رنګونه غوره کړي.
– کله چې پوستکى سور رنګه شو او بې حسه نه وي، نوموړې سيمه توده شوې ده.
– زيانمن شوې سيمه په تعقيم شوي ټوکر وتړئ او هغه برخې چې د لاسونو او پښو د ګوټو ترمنځ زيانمن شوې پرې وپيچئ.
– هڅه وکړئ څو کومې ټناکې ته زيان پېښ نه کړئ.
– ناروغ کس يوه ډاکټر او يا روغتون ته يوسئ.