ژبه او له مخې یې د ناروغیو تشخیص

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: حنیفه مومند

ځینې روغتیاپالان پر دې باورې دي، چې د ژبې د کتلو/ مشاهدې له لارې  د بدن ځینې ناروغۍ پېژندلای شو.
Daily Mail نشریه کاږي چې د روغتیاپالانو په باور، که د ناروغ شخص د ژبې رنګ بدل/ تغییر او تر یوې اونۍ خپل اصلي حالت ته رانشي، نو څرګندېږي، چې ناروغ په خطرناکه ناروغۍ اخته وي.
دا نښې پر ژبه د لیکوګلاکی پر وخت په ژبه ظاهرېږي.
کله چې د ناروغ د ژبې رنګ سور او آخذې یې روښانه رنګ ځان ته خپل کړي، د دې ښکاروندويي کوي، چې ممکن د ناروغ په بدن کې آلرژیک او یا هم د فولیک اسید د کمښت عکس‌العمل وي. د ژبې یا ستوني د التهاب یا مېکروبي کېدلو سره باید ژر تر ژره د (غوږ/ ستوني او پوزې) ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه دغه نښې د فارنجیت یا د اسکارال تبې سره څرګندېږي.
د غاښونو ډاکټرانو زیاته کړه:

په ژبه کې د غُدې جوړېدل هم د ناروغۍ د پیدا کېدلو سبب کېدای شي. هغوی ممکن د تڼاکې (تبخال) شتون وښيي او یا د تُند او تروشو خوړو وروسته، ښکاره شي.

images.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.