ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري
د ژبې بندښت هغه ستونزه ده چې ماشومانو او غټانو ته هم پیدا کېدلی شي؛ خو ماشومانو کې ډېر لیدل کېږي. په ماشومانو کې له ۲-۴ کلنۍ پورې عادي دی. هلکان بیا تر نجونو ډېر ورسره مخ کېږي. له ۱۸-۲۴میاشتنۍ پیلېږي او تر ۵ کلنۍ دوام کوي. په ۶-۷ کلنۍ کې د ښوونځیو له پیل سره د سټرېس او وارخطایۍ له امله کېدی شي دا بندښت لا هم ډېر شي.
خو مهمه خبره دا ده چې په لویانو کې هم د ژبې بندښت پیدا کېږي او ځانګړي لاملونه لري. په غټانو کې کوم ځانګړی جنس/ سن نه لري. په دوی کې د ژبې بندښت داسې پیلېږي چې ځینې کلیمې په سختۍ او خوارۍ تلفظوي. ډېری غټان چې دې ستونزې سره مخ شي، هڅه کوي چې د کلمې بدیل ومومي، ځان تېر کړي یا لږ لارغه/مکث وکړي، څو ځان داسې وښيي چې ګڼې هېڅ ستونزه هم نه لري. ځينې کسان آن په دې پسې ګرځي چې بېخي خبرې ونه کړي.
لاملونه یې
په لویانو کې ستر لاملونه عصبي فشارونه، پر نفس د باور کموالی، شرمېدل/ خېرجه کېدل، نه تمرکز، د اړیکو نه ټینګول او داسې نور. همدارنګه د چاېبریالي وېرو شتون یا دا چې یو کس وډار شي؛ نو د ژبې بندښت هم ورته پیدا کېږي.
که ماشوم مو د ژبې بندښت لري، هڅه وکړئ چې ورته ونه وایاست: (ولې داسې خبرې کوې؟!) ورته غوسه کېږئ مه او کله چې هغه هم غوسه و، ژبه یې بندېږي؛ نو تاسو یې د بندښت پوښتنه مه کوئ. سپکاوی، وېرول، د ماشوم رټل د هغه/ې ستونزه لا ډېروي. که تر ۵ کلنۍ یې دا ستونزه حل نه شوه، اروايي روغتیاپال ته یې بوځئ. که پر خپل وخت یې درملنه ونه شي، کېدی شي دایمي شي.
بله لاره یې دا ده چې انځورونه پرلهپسې واړوې او له هغه/ې وغواړئ چې درمعرفي یې کړي. دا چاره تاسو سره مرسته کوي ستونزه یې ورکه یا کمه کړئ.
هغوی ته ووايئ چې ایینې ته مخامخ ودرېږي او خبرې وکړي، څو پر ځان باور یې ډېر شپي، پوه شي چې کوم توری څه ډول تلفظوي.
په غټانو کې یې درملنه هم اروايي ده هم دارويي. هغه فشارونه چې تاسو خپله یې درک کولی شئ، هغه راکم کړئ. ورځنۍ چارې مو منظمې کړئ، څو عصبي فشارونه کم شي او د ژبې د بندښت لاملونه مو کابو کړئ.