د کرندوګرو لاسنیوی؛ لوګر کې ګڼ زیرمتونونه او سړې خونې جوړ شوې

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ددغو پروژو ټولییز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دی، چې وړمه د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي:

«په دغو بشپړ شویو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، د کچالو ۷۹ زېرمتونونه او ۲۸ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.»


سرچینه زیاتوي؛ دغه نوي پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد وزارت زیاته کړې چې په لوګر ولایت کې یادې کرنیزې پروژې پلي کېدل ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي.
دوی وایي، چې یاد کرنیزې برنامې کولای شي، چې د کرنې په میکانیزه کولو او وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.