زده‌کړې؛ د نجونو اسلامي او مشروع حق دی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه او راټولونه صديقه پوپلزۍ

داسې ډېري کورنۍ شته چې فکر کوي یوازې هلکان زده‌کړه وکړي نجونې نه، ځکه دوی په همدې غلطو باورونو عادت  شوي دي.
دوی فکر کوي ښځه یا د کور ده یا دګور! یانې ښځه باید یوازې د کور کارونه وکړي د زده‌کړې حق نه لري، خو داسې نده. څومره حق چې هلک لري انجونې یې هم لري، نو دا حق باید ترې وانخیستل شي.
داسې ډېر کورنۍ شته په ځانګړي توګه په کلیو کې، چې د نجونو لپاره زده‌کړه ننګ بولي په خور، لور یا مېرمنو زده‌کړه وکړي، دوی به بې غېرته ښکاره شي، خو برعکس راتلونکې کې به دوی ته د ویاړ سبب شي.
د نجونو زده‌کړه نه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره ښه ده بلکې خپله د نجلۍ د راتلونکې لپاره هم په درد خوري؛ ځکه نجلۍ هم یوه ورځ مور کېدونکې ده، نو باید هر کار کې ماهره وي چې راتلونکې کې د خپلو ماشومانو سره په هره برخه کې مرسته وکړي.
موږ باید یوازې هلکانو ته ارزښت ور نه کړو باید نجونو ته هم ارزښت ورکړو دوی ته ارزښت ورکول یانې ځانته درناوی.د هرې کورنۍ مسوولیت دی چې دواړو ته په یو ډول او یوه سترګه وګوري.
کومې نجونې چې بېسواده وي زده‌کړه ونه لري خپل کارونه او مسولیتونه په سم ډول مخته نشي وړلای او هغه چې لوړ تحصیل لري همداسې څوک نشي کولای دوکه یې کړي/ چل ورکړي یا وزته نورې پېښې.
که نجونې زده‌کړه ولري په خپلو پښو درېدلای شي خپلې ستونزې په اسانه حلولای او دا کار کورنۍ ته هم یوه لويه ګټه رسوي.
د زده‌کړې په وسیله ناسم دودونه هم له منځه تللی شي، ځکه هغه وخت نجونې پوهېږي چې څه سم دي او څه ناسم.
د نجونو زده‌کړې تاوتریخوالی کموي ځکه هغه وخت نجونې دېته نه مجبوریږي، چې هر ډول غم او ظلم په ځان ومني ځکه پوهېږې چې دوی څه وکړي.
کومې نجونې چې زده کړه وکړي راتلونکې کې د خپل خاوند په کور کې هم کولای شي خپل ژوند په ښه ډول مخته یوسي او له خاوند سره هم ښه جوړجاړی کوي.
هره کورنۍ باید پوه شي چې د ښځو وده د ټولنې وده ده، ځکه زده‌کړه په نارینه او ښځینخ‌وو فرض ده. نو باید ټوله هڅه وکړي چې خپله لور، خور او مېرمن له زده‌کړې منع نه کړي.