د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي حضرتالله ځاځي تر پرونۍ لوبې مخکې په خپلو خبرو کي ویلې، ډېر د خوښۍ احساس کوي، چې د یوه پښتون په لوبډله کې، چې جاوید افریدي دی، لوبیږي.
ځاځي ددې ترڅنګ د جاوید افریدي څخه مننه کړې، چې ورباندي باور یې وکړ او په خپله لوبډله کې یې واخیست.
هغه ویلې:
د جاوید افریدي څخه مننه، چې زه یې لوبډله کې واخیستلم او راباندي باور یې وکړ، د پاکستان پي ایس ایل لیګ یو لوی لیګ دی، هر لوبغاړی په دې لیګ کې د لوبېدو ارمان لري او دلته ښه ـ ښه لوبغاړي لوبیږي، دلته په پېښور زلمي لوبډله کې ښه تجربه درلودونکي لوبغاړي دي او ددې ترڅنګ نامتو روزونکي دلته لوبغاړو ته روزنه ورکوي، چي زه به له دوی څخه زدهکړي څه له نورو افغان لوبغاړو سره بیا شریک کړم، ډېر د خوشحالۍ احساس لرم چې پېښور زلمي لوبډله د یوه پښتون ده او زه د یوه پښتون په لوبډله کې چې جاوید افریدي دی لوبېږم.»
Exclusive: Afghan Sensation @zazai_3 1st Interview as a Zalmi Player | PSL 6
Follow Zalmi TV: https://t.co/cF7Ywi8I6S#Zalmi #YellowStorm #ZKingdom #HBLPSL6 pic.twitter.com/VuVZ9YVonR
— PeshawarZalmi (@PeshawarZalmi) June 18, 2021
حضرتالله ځاځی پر داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې پرون یې خپله لوبډله «پېښور زلمي» په لومړنۍ ایلمنېټر لوبه کې بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ځاځي په پرونۍ لوبه کې په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې وکړې، چې پکې ۱۰ څلوریزې او ۵ بیا شپږیزې شاملې وې.
ددې ترڅنګ هغه ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې هم ۶۳ منډې کړې وې، چې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.
د پرونۍ لوبې ترڅنګ په لومړنۍ لوبه کې هم د پېښور زلمي لوبډلې پښتون مالک «جاوید افریدي» د حضرتالله ځاځي څخه مننه وکړه، چې لوبډله یې بریا ته ورسوله.