ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
وړاندې تر دې چې د ژورې سا اخیستو د ګټو په تړاو وغږېږو لومړۍ باید سا وپېژنو. د اکسیجن اخیستل او له بدن څخه د کاربن ډای اکسایډ ایستل د سا (تنفس) په نامه یادېږي، او یا په دودیزه اصطلاح، له بدن څخه د ککړې هوا ایستل او د پاکې هوا اخیستلو ته سا ویل کېږي.
د نړۍ هر ژوندی موجود سا اخيستلو ته اړتیا لري او پرته له سا اخیستو څخه پر ځمکه هېڅ موجود ژوندی نه شي پاتې کېدلی شي. د یادونې وړ ده چې ټول ژوندي موجودات له خوړو پرته درې اونۍ او پرته له اوبو یوه اونۍ ژوند کولای شي، خو د نړۍ هېڅ ژوندۍ موجود له سا اخیستو پرته څو دقیقې هم ژوندی نه شي پاتې کېدای.
کله چې ژوندي موجودات یادوو نو زمونږ موخه ټول حیوانات، بوټي، ونې، ژوي او خزندې دي، چې ټول له سا پرته ژوندي نه شي پاتې کېدای.
سا اخیستل بېلابېل ډولونه لري، او انسان کولای شي په بېلابېلو ډولونو سا واخلي چې له دغې ډلې څخه یو هم ژوره سا یا ډیافراګمېټيک سا (Diaphragmatic breathing, or Deep Breathing) ده، یادونه کوم چې ژوره سا اخیستل د انسان وجود ته ډېره ګټه رسوي، او انسان ته انرژي ورکوي.
انتظار مو نه اوږدوم، او په دې لیکنه کې د ژورې سا د ګټو په تړاو معلومات درکوو، ملتیا مې مه هېروئ!
۱- هیجان کنټرولوي
ژوره سا د اندروفین هورمون ترشح کوي، او هیجان له منځه وړي چې د انسان بدن ته ارامتیا ور په برخه کوي. روغتیاپالان وایي، هر کله چې له هیجان سره مخ کېږئ، په يوه هوار ځای څملئ، یو لاس مو په خپلې معدې او بل لاس مو د خپلې سینې پر قفس کېږدئ، یوه ارامه او ژوره سا واخلئ، او په دې باوري شئ چې د سا اخيستلو پر مهال ستاسو معده لږه را پورته شي، کله مو چې ژوره سا واخیسته، هڅه وکړئ چې خپله سا ژر خوشې نه کړئ، او د څو شېبو یا ثانیو لپاره یې په خپل سږو کې وساتئ، او بیا سا خوشې کړئ، او پرېږدئ چې معده مو بېرته ښکته لاړه شي.
هغه کسان چې تل له هیجان سره مخ کېږي ارومرو دې له دغې لارې څخه ګټه واخلي.
باید یادونه و کړو چې ژوره سا عصبي هیجان له منځه وړي او غوسه سړوي. کېدای شي تاسو هم دا تجربه کړي وي، کله چې غوسه یاستئ او په لاره روان یئ، ودرېږئ، که ولاړ یئ، کېنئ، که ناست یئ څملئ او وروسته څو ځلې ژوره سا واخلئ نو ډېر ژر به ستاسو غوسه ارامه شي، د ارامتیا احساس به وکړئ او په ارام سوچ سره به پرېکړه و نیسئ.
د انسان بدن هره ورځ له زیان رسوونکو موادو سره مخ کېږي چې کېدای شي د بدن نسجونو ته زیان ورسوي، ژوره سا مرسته کوي چې د انسان بدن په سمه توګه اکسیجن ترلاسه کړي.
۲- د بدن میکروبونه له منځه وړي
سږي د انسان د بدن د سا اخیستنې بنسټیز غړی دی، سږي د بدن اضافي او بې ګټې مواد له منځه وړي. د هر انسان سږی چې په ژر ژر سا اخیستلو روږدي وي، د هغه انسان له بدن څخه مېکروبه نه وځي، او ډېرې ستونزې لکه التهاب، ستړیا، د وزن زیاتوالی، د عضلو کمزوري کېدل او د وینې لوړ فشار رامنځته کوي. ژوره سا نه یوازې د اکسیجن لاسته راوړلو کې مرسته کوي، بلکې د بدن ککړه هوا، مضره مواد او زیان رسوونکي مواد هم له منځه وړي.
۳- د شنډوالي د نښو درملنه کوي
ژوره سا، د عمر د شنډوالي اړوند ناروغیو در درملنې کې مرسته کوي. هغه ښځې چې په ځان کې د شنډتون نښې نښانې ویني، باید هره ورځ په منظم ډول ژوره سا واخلي.
۴- د سرطان د درملو زیانونه له منځه وري
څېړنو ښودلې چې هره ورځ په منظم ډول ژوره سا اخیستل بدن پیاوړی کوي او د سرطان ناروغۍ د درملو منفي اغېزې له منځه وړي. همدارنګه د سرطان ناروغانو په رغېدو، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو په رغېدو کې چې د سږو سرطان لري مرسته کوي.
۵- وزن کموي
که چېرې په منظمه توګه هره ورځ ژوره سا واخیستل شي، د انسان د چاغښت مخه نیسي. کله چې ژوره سا واخیستل شي نو ډېر اکسیجن بدن ته ننوځي او اکسیجن د بدن اضافي غوړي اوبه کوي.
ژوره سا د خېټې عضلې اوبه کوي او ماغزو ته د ویني رسېدلو لپاره لاره پاکوي، او د ماغزو میتابولیزمي فعالیتونه بدلوي.
هغه کسان چې د وزن کموالي لپاره د خپلې خوښې خواړه نه خوري خو زړه یې ور ته کېږي، یعنې پرهېز نه شي کولی نو که د خپلې خوښې خواړه چې وزن ډېرونکي اثرات لري وخوړل، اړینه ده چې ژوره سا واخلي، ژوره سا بدن ته ډېر اکسیجن ورسوي او لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه اکسیجن د خېټې او د بدن د نورو غړو اضافي غوړ او وازدې اوبه کوي.
د دې ترڅنګ ژوره سا د لپټین او ګرلین په نومون دوه مهم هورمونونه تولیدوي، دا هورمونونه د انسان اشتها کموي او ماغزه د لږو خوړو خوړلو ته هڅوي.
۶- درد کموي
کېدای شي ستاسو هم پام شوي وي، کله چې یو انسان ډېر درد ولري، نو خپله سا په خپل بدن کې ساتي او خپله خوله پټه نیسي، دا کړنه د ماغزو له خوا اداره کېږي، او د درد په کمولو کې مرسته کوي.که چېرې تاسو د ارترېټېس، لوپوس، فیبرومیالجیا او دې ته ورته ناروغۍ او دردونه لرئ، نو ښه به وي چې په منظم او دوامدار ډول ژوره سا وا خلئ. ژوره سا د انډروفین هورمون د ترشح لامل کېږی، چې دغه هورمون په بدن کې طبیعي مسکن (درد ارامونکی) هورمون دی.
۷- د سږو د ناروغیو درملنه کوي
ژوره سا او سږی یو بل سره په مستقیمه توګه تړاو لري، او د ژورې سا اخیستل د انسان سږي پاکوي او هر ډول ناروغۍ یې له منځه وړي. هغه کسان چې د سږو ناروغیو سره مخ دي باید هره ورځ په منظم ډول په ورځ کې لس دقيقې ژوره سا واخلي. باید یادونه وکړو چې ژوره سا نه یواځې د سږو ناروغیو بلکې د زړه ناروغیو درملنه هم کوي. ژوره سا د اسم، د سږو او تنفسي لارو د بندښت، برونشيټ ناروغیو او حتا د سینې د قفس د دردونو رغېدلو کې مرسته کوي.
۸- د وينې فشار کموي
ژوره سا د پاراسيمپاټيک سیستم د پیاوړتیا لامل ګرځي، چې دغه سیستم بدن ته ارامتیا ور په برخه کوي او دغه سیستم د بدن مالګې لومړۍ تجزیه او بیا یې دفع کوي. ددې لپاره چې ستاسو د وینې فشار نورماله وي او زړه مو روغ پاتې شي، په ورځ کې درې څلور ځلې د لسو دقیقو لپاره دومره ژوره سا واخلئ چې سږو ګېډې ته مو اکسیجن ورسېږي.
۹- د جنسي اړتیاوو مخنيوی کوي
کله چې جنسي اړتياوې پوره او یا کنټرول نه شي، د انسان عصبي تعادل له منځه ځي او د انسان د ژوندانه پیاوړتیا (قوت) ورڅخهاخلي. ژوره سا اخیستل د بدن غړو ته د اکسیجن په رسولو کې مرسته کوي، او له اړتیا پرته د جنسي اړتیاوو مخنیوی کوي، نو هر کله چې د جنسي اړتیاوو سره مخ کیدلی (که چېرې یوازې وی او ستاسو د جنسي اړتیاوو پوره کولو وخت نه وو) ژوره سا واخلئ، خو د سا اخيستلو ترڅنګ چټک پلی مزل هم د جنسي اړتیاوو د مخنیوي لپاره ډېره ګټه لري.
۱۰- وینه پاکوي
د ژورې سا یوه بله ګټه د وینې په تصفیه کې مرسته ده. هر کله چې تاسو ژوره سا اخلئ نو د بدن ککړه هوا او ټول زیان لرونکي مواد (مېکروبونه) ستاسو له بدن څخه وځي، نو ځکه ژوره سا د وینې هر ډول زیان رسوونکي مواد لکه کاربن ډای اکسایډ، او کاربن مونو اکسایډ له منځه وړي.
۱۱- عضلې پیاوړې کوي
ژوره سا کولای شي عضلې پیاوړې او د بدن د اندامونه تعادل و ساتي. بسنه کوي چې په ورځ کې دوه ځلې په منظم ډول ژوره سا واخلئ تر څو ستاسو عضلې پیاوړي شي.
۱۲- ژوند د اوږدوالي سبب کېږي
نن سبا دا خبره مشهوره ده چې ژوره سا واخله او اوږد ژوند و کړه! همدارنګه د یوې حیرانونکې څېړنې پر بنسټ، ژوره او ورو ورو سا اخیستل د ژوندیو موجوداتو د عمر د زیاتوالي سبب کېږي. که څه هم دغه څېړنه تاييد شوې نه ده خو هغه حیوانات چې په یوه دقیقه کې تر ټولو کمه او ژوره سا اخلي تر ټولو اوږد عمر کوي.
د بېلګې په ډول کیشپان په یوه دقیقه کې تر څلور ځلو سا اخلي، او تر ۱۵۰ کلونو ژوند کوي، په داسې حال کې چې سپی په یو قیقه کې ۲۴ ځلې سا اخلي او یوازې ۱۳ کاله ژوند لري. بلخوا انسانان په منځني ډول په یوه دقیقه کې ۱۵ ځلې سا اخلي او منځنی عمر یې ۷۹ کاله دی.
۱۳- انسان له ذهني کړکېچونو خلاصوي
د ژورې سا اخیستل انسان له هر ډول ذهني کړکېچونو او تړښتونو خلاصوي. ژوره سا د ژور خپګان او زیان لرونکو افکارو مخنیوی کوي او د انسان ذهن او دماغ ته ارامتیا ور کوي.