شپږ هغه تېروتنې چې د ځوانۍ پر وخت د زړښت لامل کيږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
  • راټولونه: شپنه سلګۍ

کېدای شي داسې خلک به پېژنئ او ليدلي به مو وي چې  ۸۰ او ۹۰ کاله عمر به لري، خو په جسماني توګه به غښتلی او تکړه وي، خو ډېر داسې کسان به مو هم ليدلي وي چې د ۴۰ يا ۵۰ کالونو عمر به لري، خو په لاره به هم سم نه شي تللی.
دا په حقيقت کې څو داسې عادتونه دي چې سړی د بوډاتوب او کمزروۍ طرف ته ګړندی کوي او دغه اثرات يې په ځوانۍ کې هم څرګندېږي، نو د دې لپاره له دغو عادتونو څخه ځان خبرول او ځان ترې ساتل ضروري دي چې په لاندې توګه دي.
۱ – د خوراک خراب عادتونه
نامنظم او ډول ډول خواړه هغه څه دي چې انسان د بوډاتوب لوري ته ګړندی کوي، د ښارونو نامنظم او ډول ډول خواړه، خواږه او يا زيات وازدې لرونکي او بېلابېلو مسالو لرونکي خواړه د بوډاتوب دغه سفر تېزوي، خو د تازه مېوو، سبزيانو او طبعي خوړو خوړل د دې چارې مخه نيولی شي.
۲ – کم خوب
که چېرې تاسو پوره او مناسب خوب نه لرئ، نو د همدې بې خوبۍ له امله ستاسو د ټول بدن روغتيايي وضعيت اغېزمن کېدلای شي، خوب د روغتيا او خوشاله ژوند لپاره اړين او ضروري دی، د ښه خوب له امله ماغزه ارام کېږي چې په ارامو ماغزو ټولې چارې په ښه توګه ترسره کېږي او د مازغو ارامتيا نور بدن ته هم قوت او انرژي ورکوی، د خوب له کموالي سره د بدن وزن زياتېږي، د سرطان او نورو روغتيايي مشکلاتو انديښنې زياتوي.
۳ – ذهني بوج
هر ذهني بوج انسان نه زیانمنوي او له ذهن څخه کار اخيستل د ذهن د پياوړتيا سبب کېږي، لکه مطالعه او درس ويل، خو ځينې ذهني اندېښنې او بوج لکه اختلاف، جنجال او جګړې، سوچ او فکر چې د انسان د سردرد او ذهني بوج سبب کېږي او د همدغو حالاتو له امله په انسان کې د ځوانۍ په حالت کې بې وخته د د زړښت نښې د ويښتانو د سپينېدو او د بدن د کمزوري کيدو په بڼه راپيدا کېږي.
۴ – د بدني فعاليتونو کموالی
ډېر کېناستل او د ورزش نه کول هم په زړښت او د بدن په زر کمزورۍ کې مهم رول لري، د ډېرو کېناستو او نه فعاليت له امله د بدن نږدې ټول غړی اغېزمن کېږي او د انسان په بدن منفي اغېز کوي چې له امله يې انسان له وخت څخه مخکې زړېږي، دا مهمه نه ده چې د ځوان پاتې کېدلو لپاره بايد سړی سخت او شاقه کارونه وکړي، مګر يوه اندازه ورزش او کار کول، پلی مزل کول هم په بدن مثبت اغېز لري.
۵ – د نشه یي توکو استعمال
که چېرته څوک د نشه يي توکو معتاد وي، نو دا هغه څه دي چې د بدن له زړښت سره سره د زر مړينې خطر هم زياتوي، يو عادي سګريت په ۱۵ دقيقو کې د انسان په ټول بدن باندې منفي اغېز کوي.
۶ – ځينو ناروغيو ته پام نه کول
که چېرته څوک د وينې د لوړ فشار، د وينې د غوړوالي او د شکرې ناروغي ولري، خو پر خپل وخت ورته پاملرنه او تداوي ونه کړي، نو دغه ډول رنځونه د ناڅاپي مړينې، د زړه د حملې او د ګوزڼ سبب ګرځي، نو دغه ډول خطري ناروغيو ته پاملرنه نه کول هم له وخت څخه مخکې د زړښت او مړينې سبب ګرځي.