هیرټ ریف ټاپو
دغه جزیره په اسټرالیا کې موقعیت لري او د (Heart Reef) په نوم یادیږي، چې په (1975) زیږدیز کال کې د یوه پیلوټ له خوا کشف شوې.
له بده مرغه چې په دغې جزیره کې لامبو وهل منعه دي. د دغې جزیرې د لیدلو یوازینۍ لار د الوتکې په وسیله ده، چې نندارچیان کولای شي له هوا څخه یې وګوري.
ګالیسنجک یا د مینانو ټاپو
دغه ټاپو چې په (Croatia) کې موقعیت لري د ګالیسنجک (Galesnjak) په نوم یادیږي او ډیری خلک یې د “مینانو ټاپو” او یاهم “د مینې ټاپو” په نوم هم یادوي.
دغه ټاپو په لومړي ځل د ناپلیون نقشه کښونکي په واسطه په نولسمه (۱۹) پیړۍ کې کشف شو. دغه یو ګوښه ټاپو دی او هغو خلکو ته ارامتیا او عاشقانه فضا بښي، چې د چوپتیا او د نورو خلکو نه د لیریوالي په لټه کې اوسي.
په دغه ټاپو کې انسانانو لا تر اوسه ونې او بوټي نه دي کرلي او نه یې هم پکې ودانۍ جوړې کړي دي. په دغه ټاپو کې یوازې طبیعي بوټي او ونې موجودې دي.
اولیر جهیل
د اولر جهیل (Lake Ouler) د ایرلنډ هیواد اړوند د ویکلو غرونو ملي پارک (Wicklow Mountains National Park) کې موقیعت لري، چې په واقعیت سره د لیدو وړ ده. دا جهیل هم زړه ته ورته بڼه لري او له همدې کبله مشهور دی.
د سینټ پاول خلیج
دغه زړه ته ورته خلیج په یونان کې موقعیت لري او په شاوخوا سیمه کې یې لامبو وهونکو او ګرځندویانو ته مناسب ځایونه برابر شوي دي. دا سیمه د یونان یوه له ښکلو سیمو څخه ده چې هر کال په ګڼ شمیر کې سیلانیان لیدو ته ورځي.
د کلواریس جهیل
د کلواریس جهیل (Lake Calvaresc) چې مانا یې د “زړه جهیل” دی، د سویس الپ غرونو د کلانسا (Calanca) او میسولسینیا (Mesolcina) کلیو ترمنځ پروت دی.
د دغه جهیل د لیدنې لپاره سفر سیلانیان د کلانسا (Calanca) غره له لارې درې ورځې په پښو مزل کوي او په لاره کې د غرونو په سوریو (غارونو) کې شپې کوي ترڅو دغه جهیل ته ورسیږي.
د ترنواچکو جهیل
دغه زړه ته ورته جهیل چې د پخوانۍ یوګسلاویا یوګوسلاویا په مونټینګرو کې موقعیت لري، د دنګو غرونو په منځ کې پروت دی. د دغه زړه راښکونکي جهیل اوږدوالی (۲۳۰۰) فوټه او پراخولی یې (۱۳۰۰) فوټه دی. دا هم د سیلانیانو لپاره یوه په زړه پورې سیمه ده.
ایسلا کارازون ټاپو
دغه ایسلا کارازون ( Isla Corazon) ټاپو چې مانا یې د “زړه ټاپو” ده، د ارجنټاین هیواد په پاټاګونيا (Patagonia) سیمه کې موقعیت لري. دغه ارام او له شور ماشور نه خالي ټاپو کښتۍ چلوونکي او کب نیوونکي دې ته اړ باسي، چې له دغه ښکلي ټاپو څخه لیدنه وکړي او خپل ذهن ته ارامتیا وبښي. دغه ټاپو ته شنو ونو او راچاپیره غرونو خورا زیاته ښکلا بښلې.
د ریو زړه ، جهیل
دغه ښکلې او زړه راښکونکې جهیل د برازیل هیواد په شمالي سیمه کې پروت دی، چې د اتلانتیک بحر سره د یوه کانال په واسطه نښلول شوی. ډیر کله دې جهیل ته ”د ریو د زړه“ ویل کیږي، چې اوبه یې لامبو وهلو ته مناسبې نه دي.
د چکر وهلو لپاره هیلیو ته ورته کوچنۍ کښتۍ ګانې او موټر سایکلونه پکې موجود دي، چې خلک ترې د چکر وهلو لپاره استفاده کوي.
سوله بښونکی ( Makepeace ) ټاپو
دا مشهور زړه ته ورته ښایسته ټاپو چې (۲۵) هکتاره مساحت لري په اسټرالیا موقعیت لري. په دغه ټاپو کې د ټینیس لوبغالی، حوض، سینما، نندارتون، د اوبو چینه، پلورنځی او نورې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوي او د سیلانیانو لپاره یوه د پام وړ سیمه ده .