د افغانستان د زعفرانو بابا ومړ؛ غني یې مړینه ستره ضایعه بللې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: نسیمه محمدي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت سه شنبه د سپټمبر ۱۵مه تايید کړه، چې محمد اکبر مشهور په «د زعفرانو بابا» د مغزي سکتې ناروغۍ له امله ومړ، ولسمشر محمد اشرف غني یې مړینه ستره ضایعه بللې ده.
محمد اکبر له لومړنیو کسانو څخه و، چې په هرات ولایت کې یې د زعفرانو کښت رواج کړ. نوموړی د افغانستان د مخکښو بزګرانو څخه ګڼل کېږي، چې د زعفرانو بوټي په تولید او کښت کې ګام پورته کړ.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او د هرات ولایت د کرنې ادارې، د حاجي محمد اکبر مړینه یوه «ضایعه وګڼله.» نوموړی تېره شپه (دوشنبه د سنبلې ۲۴) په هرات کې ومړ.
اوسمهال د زعفرانو په تولید کې د هرات ولایت، لومړی مقام لري او د دغه ولایت تولید شوي زعفران ښه نړیوال پېرېدونکي لري.
ارګ د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي، چې حاجي محمد اکبر د خپل عمر ۲۵ کاله د زعفرانو په کښت او ترویج کې تېر کړل او ویې کولای شول، د افغانستان زعفران په ملي او نړیواله سطحه مشهور او وځلوي.”
په پیغام پاڼه کې راغلي چې هغه د افغانستان د زعفرانو کارکوونکو لپاره بېساري خدمتونه ترسره کړل او په دې برخه کې یې د دوی د ملاتړ څخه هېڅ ډول مرستې ونه سپمولې.
عبدالصبور رحماني د هران ولایت د کرنې رییس بي.بي.سي ته وویل، چې حاجي محمد اکبر هغه وخت د زعفرانو کښت ته مخ کړه، چې دا بوټی د افغانستان بزګرانو ته نا آشنا او د خرڅلاو بازار نه درلود.
هغه وویل، که څه هم نورو بزګرانو د زعفرانو په ترویج کې رول درلود، خو د “حاجي محمد اکبر” ونډه، د دغه محصول په پراختیا کې د پام وړ وه.
د ښاغلي رحماني په وینا د نوموړي هڅې لامل شوې، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، دغه بزګر ته د وزیر محمد اکبر خان مډال او د «زعفرانو د بابا» لقب ورکړ.
ښاغلي صبور وویل تېر کال هرات ولایت د زعفرانو ۱۷ ټُنه تولید سره، په هېواد کې لومړی مقام درلود او د ارزونو پر اساس، تمه کېږي چې په روان کال کې هم، د ۲۰ټُنه شاوخوا زعفران تولید شي.
د زعفرانو بابا د دغه بوټي کښت په ۱۳۷۲ ه.ل کال د هرات ولایت په پشتون زرغون کې پیل کړ.
17266581_304.jpg