دوه‌ویشت ځانګړتیاوې، چې له تاسو څخه یو بریالی او پیاوړی رهبر جوړوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: عطا محمد میاخېل

د رهبر اوسېدلو لپاره باید په خپل ځان کې ځانګړي خصوصیات رامنځته یا پیاوړي کړئ. که غواړئ د یوه سازمان مدیریت او رهبري په بریالۍ توګه ترسره کړئ او د کارمندانو د اعتماد وړ شئ یا په بل هر موقعیت کې هم ځانګړتیاوې ولرئ، چې له تاسو نه یو یو فوق العاده رهبر جوړوي، نو لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

۱ ـــ لوړ تمرکز

د دې لپاره، چې یو بریالی او فعال رهبر واوسئ، باید تر شوني بریده خپل تمرکز زیات کړئ. د بې ارزښته مواردو لپاره د انرژي او وخت په پام کې نیول او په جزئیاتو کې ډوبېدل، تاسو له مهمو تصمیمونو څخه غافله کوي. ستر رهبران لوړ تمرکز لري او دې تمرکز ته د خپلو سیالانو او رقیبانو په نسبت لا لوړتیا ورکوي، ترڅو وکولای شي پر وخت او سم تصمیمونه ونیسي، نو د یوه پیاوړي او فوق العاده رهبر په توګه، باید وکولای شئ په بشپړې هوښیارۍ سره، له جزئیاتو خلاص او نا اړین موارد پرېږدئ.

۲ ـــ په نفس باندې اعتماد

ستر رهبران د روښانه لید په لرلو سره، کارمندانو او خپلو شاوخوا خلکو ته په نفس باندې اعتماد لېږدوي. هغوی ځواکمن، زړه خوږي او مهربان رهبران دي او په ښه توګه پوهېږي، چې څنګه نور له خپل ځان سره مل کړي. توپیر نه کوي، ښځینه یا نارینه یاست، که رهبري په مهربانۍ او بښنې سره ترسره کړئ، نو له فوق العاده مثبتې اغېزې څخه به یې برخمن شئ. البته باید په رهبرۍ کې پرېکنده او صریح هم واوسئ.

۳ ـــ وضاحت او روڼتیا

که غواړئ بریالی او په کار پوه رهبر واوسئ، د خپلې څېرې له بدلولو څخه ډډه وکړئ، تل خپل واقعي واوسئ، هر څوک تېروتنه کوي، له تېروتنه کولو څخه مه وېرېږئ، هماغه واوسئ، چې په خپل ذهن کې یاست، که خپله رښتینې او واقعي څېره پټه کړئ او چلند مو له نورو سره په کافي اندازه روڼ او شفاف نه وي، نو شاوخوا خلک به مو له موقعیت څخه سم درک پیدا نه کړي. ابهام او حیرانول د هغوی د سمو کړنو مخنیوی کوي او په پای کې هېڅ بریا نه ترلاسه کېږي.

۴ ـــ رښتینولي او صداقت  

هغه چلندونه، چې یو رهبر یې خپلو شاوخوا خلکو ته ور زده کوي، د هغوی په چلندونو کې به ښکاره شي. که رهبر وچ چلند ولري او مخکې تر دې، چې په سمې کړنې باندې تکیه وکړي، د بېځایه اصولو او خبرو په لټه کې وي، د خپلو افرادو له وړتیاوو څخه کار نه شي اخیستلی، په بېلابېلو چارو کې د رښتینولۍ، صداقت او رونټیا لرل، د کارمندانو په کړنو باندې ډېره زیاته مثبته اغېزه ولري.

۵ ـــ الهام بښل

هېڅ رهبر له هماغه پیله یو ځواکمن فرد نه و او په یوازې توګه یې په خپل ځان کې، د پیاوړو ځانګړتیاوو د ښکاره کولو شونتیا نه لرله. حقیقت دا دی، چې هر څوک له خپل چاپېریال څخه اغېزمن کېږي، دا مسئله د دې سبب ګرځي، چې د نورو له نصیحتونو او مشورو څخه الهام واخلو، د شخصي انګېزو ترڅنګ دا نصیحتونه او مرستې د دې سبب ګرځي، چې د ودې او غوړېدا په لاره کې ګام پورته کړو.
هېڅکله نورو ته د الهام بښلو ځواک کم مه ګڼئ. بریالي او پیاوړي رهبران تل د خپلو شاوخوا خلکو په ذهن کې مثبته جرقه رامنځته کوي او هغوی ته د مهمو کارونو د ترسره کولو په لور لارښوونه کوي.

۶ ـــ شور او لېوالتیا

که غواړئ په کوم کار کې بریا ته ورسېږئ، نو باید په بشپړه توګه له هغه سره لېوالتیا ولرئ. کله چې د کوم کار په ترسره کولو کې کافي شور او لېوالتیا ونه لرئ، که په خپل ژوند کې هر څومره مهمې لاسته راوړنې هم ولرئ، نو د خوښۍ او رضایت سبب به مو نه شي، نو لېوالتیا به تاسو په یوه بریالي او خوشاله رهبر باندې بدل کړي.

۷ ـــ خلاقیت

په هر کاروبار کې چې یاست، خپلو محدودو سرچینو، رقیبانو او دغه راز خپلو شاوخوا خلکو ته ډېر زیات پام وکړئ، د پایښت او بریا لپاره باید خلاقانه کړنې ترسره کړئ. خلاق کسان ډېر ښه رهبران دي. په کاروبارونو او سازمانونو کې، نن له بېلابېلو ننګونو سره د مقابلې یوازینۍ لاره، د خلاقیت له ځواک څخه ګټه اخیستنه ده.

۸ ـــ صبر او زغم

د صبر لرل، د هغه کاره په اړه چې ترسره کوئ یې، ستاسو د ژمنتیا او وفادارۍ کچه څرګندوي. په هره لاره کې سختۍ شتون لري، چې یوازې په حوصلې او تدبیر سره کولای شو، ترې تېر شو. د یوه په کار پوه او وړ رهبر په توګه، باید په دې باندې پوه شئ، چې په کومو څیزونو باندې تمرکز وکړئ او له کومو مواردو څخه تېر شئ.
باید مشخص لید ولرئ او په پرانیستي لید سره خپل تګلوری تر نظر لاندې ونیسئ. د بېلګې په توګه: د کاروبار په برخه کې، بېلابېلو بازارونو، رقیبانو، مالي چارو، د پېرېدونکو غوښتنو او….. ته توجه وکړئ. بریا ته په رسېدو کې چانس هم بې اغېزې نه دی.

۹ ـــ د ستونزو وړاند وینه

رواقي توب یو بله ځانګړتیا ده، چې ستر او وړ رهبران ترې برخمن دي، حقیقت دا دی، موږ هېڅکله له تېروتنو، دښمنانو او سختیو څخه خوندي نه یو. رواقي توب یوه فکري فلسفه ده، چې وایي: «باید د ننګونو او خنډونو په اړه وړاندوینه وکړئ، ترڅو د هغوی د رامنځته کېدو پرمهال حیران نه شئ.» ستر رهبران په ښه توګه کولای شي د ستونزو په اړه وړاند وینه وکړي، ترڅو د رامنځته کېدو پرمهال یې، له ځانه احساسي او بېړنی غبرګون ښکاره نه کړي.

۱۰ ـــ د غیر عادي مواردو تشخیص

پیاوړی او اغېزناک رهبر کولای شي، په سمه توګه غیر عادي موارد تشخیص کړي او پټ مفاهیم وپېژني او مانا یې کړي. باید وکولای شئ، په ډېر دقت په هغو شواهدو سره، چې په واک کې یې لرئ، د غیر عادي مواردو وړاند وینه وکړئ او د هغو د حل لپاره د یوې لارې په لټه کې شئ.

۱۱ ـــ په فرد پورې منحصر اوسېدل

د نورو له کارونو څخه عبرت اخیستل یوه ډېره ښه آیډیا ده، خو که غواړئ یو اغېز ښندونکی او فوق العاده رهبر واوسئ، باید په فرد پورې منحصر واوسئ. سپارښتنه کېږي، چې د نورو ټولې ځانګړتیاوې، چلندونه او بریاوې تر نظر لاندې ونیسئ او له هغو څخه درس او الهام واخلئ. په حقیقت کې تقلید کول سم کار نه دی، نو هڅه وکړئ، هغه درسونه، چې له نورو څخه یې اخلئ، په خپله ژبه یې وژباړئ او په فرد پورې منحصر واوسئ.

۱۲ ـــ د پرانیستي ذهن لرل

ځینې ناسم تفکرات شتون لري، چې وایي: یو ښه رهبر، یو پرېکنده فرد دی، چې هېڅکله له خپلو نظریاتو او باورونو څخه لاس نه اخلي، دا تفکر په بشپړه توګه ناسم دی. پیاوړي او وړ رهبران، په نرمښت او انعطاف منلو او لرې فکر کولو سره، خپل لید ته له هغو شرایطو سره، چې پکې دي، سمون ورکوي.

۱۳ ـــ د تصمیم نیونې ځواک

داسې تصور وکړئ، چې د یوې ورزشي لوبې ریفريتوب در په غاړه دی، په دې شرایطو کې باید وکولای شئ، چې ژر تر ژره سم تصمیمونه ونیسئ او په حساسو شېبو کې شک او ګمان پرېږدئ. د یوه ستر رهبر په توګه، په هغو معلوماتو باندې په تکیه کولو سره، چې په لاس کې یې لرئ، پرېکنده کړنې ترسره کړئ او تصمیم ونیسئ، نو له شک او ګمان پرته تصمیمونه ونیسئ او په زغرده او واضحه توګه یې بیان کړئ.

۱۴ ـــ له مینه ناک او جذاب شخصیت څخه برخمن اوسېدل

هر څوک په فرد پورې منحصرې ځانګړتیاوې لري او شتون یې د دې نړۍ بشپړونکی دی، نو هڅه وکړئ، چې خپله خپل واقعي واوسئ، اړتیا نه شته، چې دروغ ووایئ او تمثیل وکړئ.
د یوه رهبر په توګه، له نورو سره رښتینې او واقعي اړیکې ولرئ، ترڅو د ښه شخصیت لرونکی او مینه ناک فرد تر سترګو شئ. ستر او مینه ناک رهبران، له نورو سره رښتینې اړیکه ټینګوي او دا اړیکه یې د ټیم په کړنو باندې هم اغېز ښندونکې ده.

۱۵ ـــ مثبت فکر کول

ښو او حیرانوونکو پایلو ته د رسېدو لپاره، په خپل چلند او خبرو کې مثبت فکر کول او خوش بیني پلي کړئ. تل موخو ته د رسېدو په لاره کې  لوړې او ژورې شتون لري، چې یوازې د مثبتې انرژۍ په لرلو سره کولای شو، ترې تېر شو. البته د مثبت لیدل لرل، له بېلابېلو ننګونو سره د مخامخ کېدو، په وېرو باندې د غلبې او موخو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره هم اړین دي.

۱۶ ـــ بښونکی اوسېدل

یو وړ او پیاوړی رهبر تل د غوره څیزونو د وړاندې کولو په لټه کې دی. که بښونکی واوسئ او له نورو سره پرته له کومې تمې مرسته وکړئ، په خپله هم په چټکه توګه د ودې او پرمختګ لاره وهئ او بریا ته به ورسېږئ.

۱۷ ـــ پشتکار

بریا ته د رسېدو لپاره هڅې او پشتکار ته اړتیا ده، ښایي دا جمله تکراري وي، خو واقعي او سمه ده، په حقیقت کې د سترو او پیاوړو رهبرانو اصلي توپیر په همدې ځانګړتیا کې دی. ستر رهبران هېڅکله له کار څخه لاس نه اخلي او ټولې سختۍ د لارې تر پایه تر شا پرېږدي، نو اړینه ده، چې بریا ته د رسېدو لپاره، پشتکار یوه له اړینو ځانګړتیاوو څخه وګڼو.

۱۸ ـــ د سم لیدل لري

باید په خپلو تصمیمونو او کارونو کې روڼ اندي وڅارو، البته دا ځانګړتیاوې شخصي دي، خو په تمرین سره کولای شو، چې رامنځته یې کړو. باید وکولای شئ د خپل ژوند کارونه او مهم مسایل په روڼ اندۍ سره لومړیتوب بندي کړئ. ستاسو لید د دې سبب ګرځي، چې پر وړاندې لاره مو مشخصه شي.

۱۹ ـــ پیاوړي کول

نباید داسې تصور وکړئ، چې هغه ډلې بریا ته رسېږي، چې غوره او استعداد لرونکي غړي لري، بلکې دا د رهبر وړتیا ده، چې وکولای شي، خپله ډله د هغوی استعدادونو او وړتیاوو ته په پام سره، مخ پر وړاندې حرکت وکړي. ښه او وړ رهبر باید د خپلو غړو پیاوړي کولو ته پام وکړي. د افرادو د واکونو په اړه د مسؤولیت منلو او ځواب وینې احساس رامنځته کول، ډېر مهم دی.
ښایي فکر وکړي افرادو ته د مسؤولیتونو سپارل یو آسانه او ساده کار دی، خو په حقیقت کې دا ډول نه دی، یوازې پیاوړي او وړ رهبران د دې مسئلې د مدیریت کولو وړتیا لري. ستر رهبران په دې باندې پوهېږي، چې څنګه نورو ته مسؤولیت ورکړي او استعدادونه او وړتیاوې یې وغوړوي.

۲۰ ـــ اړیکې  

که د یوه رهبر په توګه تمې او هیلې مو په ښه توګه نه پوره کېږي، نو په احتمالي توګه د خپلې ډلې له غړو سره، سمه اړیکه نه لرئ، باید وکولای شئ خپلې تمې له نورو سره په سمه اړیکه ټینګولو سره، ولېږدوئ. په دې باندې باید پوه شئ، چې اړیکه دوه اړخیزه ده؛ یانې هم تاسو باید خپل نطریات او تمې مقابل لوري ته ور ولېږدوئ او هم هغه د دې مواردو د لېږد وړتیا ولري، په همدې خاطر د مسؤولې او هوښیارې ډلې لرل، په رهبري کې ستاسو د سازمان د بریا لپاره به ډېره زیاته مرسته وکړي.

۲۱ ـــ ځواب ویینه

بریا او د اعتبار د تر لاسه کولو لپاره باید ځواب ویونکی واوسئ او د هغو تېروتنو پر وړاندې، چې کوئ یې، اوږه تشه نه کړئ. تل بهانې کول او د مسؤولیتونو له پېټي څخه تښتېدل، ځواب ویینې څخه آسانه کار دی، خو حقیقت بل څه دی. که وکولای شئ خپلې تېروتنې ومنئ، نو بریالی او فوق العاده رهبر به وئ او په ښه توګه کولای شئ، چې خپلې ستونزې حل کړئ.

۲۲ ـــ ځیرکتیا

د یوه وړ رهبر په توګه باید وکولای شئ، د خپل ډلې د غړو وړتیاوې او پیاوړي ټکي وپېژنئ. ښایي لږ وخت ونیسي، خو له ځانه سره ښې پایلې لري، باید په دې باندې پوه شئ، چې ډله مو له ټولو وړتیاوو څخه برخمنه نه ده، که فکر وکړئ، چې هر څه ستاسو د ډلې په ولکه کې دي او اړتیا نه شته، چې له ځیرکۍ څخه کار واخلئ او پټې وړتیاوې او فرصتونه وپېژنئ، هېڅکله به بریا ته ونه رسېږئ.