د ستونزو پر وخت د ځان آرام ساتلو لارې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عمران لمر
د يو انګليسي ليکوال جيمز آلن خبره ده: (( هر څومره چې انسان له ستونزو سره ډېر لاس او ګرېوان وي؛ په هماغه اندازه يې ډېره بريا په برخه کېږي او په نورو ډېر آغېز هم لري؛ مګر په ډې شرط چې د ستونزو په وړاندې له ټولو ښه عکس العمل له ځانه ښکاره کړي.))
په همدې اساس مونږ بايد د ژوند له ستونزو او ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره د لارو پيدا کولو په لټه کې شو.
مشهور ارواپوه علي ترابيان يوځای ليکي: د ډېرو علمي څېړنو پايلې دا ښيي چې د آرام ساتلو او د خلکو د پلټنې تر منځ مستقيمه اړيکه شته دی او دا هغه وخت لاسته راځي چې تاسې د ستونزو پر وخت د آرام ساتلو مؤثرې لارې وپېژنئ.
۱- منظم پلان او مهالوېش جوړ کړئ.
مونږ عموماً د هغو ستونزو او خنډونو نه خبر نه يو چې ممکن زمونږ د ژوند په لاره کې مخې ته راشي؛ مګر د هغو مسايلو چې ممکن ورسره مخ شو؛ يو کُلي تصوير په خپل ذهن کې لرو او کله کله کولای شو په دې برخه کې وړاندوينې وکړو؛ نو په دې اساس هڅه وکړئ چې مخکې له مخکې د ځينو احتمالاتو لپاره چې ممکن رامنځته شي؛ فکر وکړو او د مديريت لپاره يې ځينې لارې وسنجوو.
دا ډول پلان جوړول له تاسې سره لويه مرسته کوي.
۲- له منفي فکرونو ځان لېرې کړئ.
مونږ عموماً د رامنځته شويو شرايطو په هکله او په ځانګړي ډول د ستونزو پر وخت د بدو پايلو وړاندوينه کوو. د خپل قدرت نه د ځان ته د ضرر رسولو پر ځای؛ له هغه نه د ستونزو په حل کې ګټه واخلئ.
۳- د خپل ساه اخېستلو طريقه کنترول کړئ.
کله چې تر فشار لاندې يئ؛ نو تر ډېر لنډه او سطحي ساه اخلئ؛ دا طريقه ستاسې په پرېکړو هم منفي تاثير لري.
په داسې شرايطو کې هڅه وکړئ چې د پزې له لارې ژوره ژوره ساه واخلئ، د څو ثانيو لپاره يې په سينه کې قيد کړئ او وروسته يې د خولې له لارې وباسئ.
۴ـ په ځان باور وکړئ.
کله کله د مخکني ټاکلي پلان د تغيرولو لپاره د پام وړ دلايل موجود وي؛ د مثال په ډول ممکن رامنځته شوي شرايط د اوسني وضعيت په هکله نوي معلومات ستاسې په واک کې درکړي.
د قانع کوونکي دليل د نه شتون په وخت کې په هماغه مخکني پلان عمل وکړئ. ټاکنې او نا سنجول شوي بدلونونه فقط د ستونزو او نامناسبو کارونو د سرته رسولو سبب کېږي.
۵- د قضيې په مثبتو اړخونو تمرکز وکړئ.
د ځينو کارونو په سرته رسولو کې د ناکامېدو په خاطر د ځان ځورول او رټل د شرايطو له ښه کېدو سره هيڅ مرسته نه شي کولای. ښه ده چې د دې کار پر ځای؛ په شته کاميابيو خوشحاله شو. هر څومره چې د مسايلو په مثبتو اړخونو تمرکز وکړو؛ په هماغه اندازه به له کم فشار لاندې يو.
۶ـ په هر وخت کې يواځې په يو کار تمرکز وساتئ.
په ټوله کې په يو وخت کې د څو کارونو تر سره کول د شخص د نا آرامۍ سبب ګرځي؛ هڅه وکړئ چې يواځې يو کار وټاکئ او د هماغې په سرته رسولو تمرکز وکړئ.
۷- تغير منونکي واوسئ.
ممکن ځينې وختونه د سم پلان او پوره کار باوجود هم؛ ځينې پېښې د دې سبب شي چې شرايط تغير وکړي. په داسې شرايطو کې بايد ځان د نويو شرايطو د مديريت لپاره آماده کړئ او هڅه وکړئ چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره مناسبې حل لارې ولټوئ.
۸- په جزوي کارونو خپل وخت مه ضايع کوئ.
ټول کارونه د يو ډول اهميت لرونکي نه دي؛ د کارونو د لومړيتوبونو لېست برابرول له تاسې سره مرسته کوي چې د ستونزو د زياتېدو پر وخت په برياليتوب سره د شرايطو کنترول په لاس کې واخلئ.
۹- تر لسو حساب وکړئ.
کله چې فکر کوئ ټولې دروازې مو پر مخ تړل شوي دي؛ آرام وکړئ او له يو متفاوت ليده شرايطو ته وګورئ او تر لسو حساب وکړئ.
دا کار تاسې ته د دې زمينه برابروي چې خپل فکر تغير کړئ او ممکن له دې کار وروسته متوجه شئ چې هغه موضوع چې تاسې يې نا آرامه کړي يئ؛ دومره لوړ اهميت نه لري.
۱۰- د ځينو کارونو سرته رسول نورو ته وسپارئ.
هيڅکله د نورو څخه د مرستې غوښتلو څخه ونه وېرېږئ؛ کله کله بايد له نورو څخه هم مرسته وغواړئ.
که له خپل ځان سره فکر وکړئ چې د ستونزو د زياتېدو پر وخت ځانته نه پاتې کېږئ؛ نو هيڅکله به نا آرامه نه شئ.