د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټونو کې ویلي چې په افغانستان کې وروستي دوه بریدونه د داعش وسله والو کړي دي.
هغه لیکلي:
« د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.»
ښاغلي خلیلزاد وايي، داعش خنډونه ایجادوي او سوله زیانمنوي. هغه ویلي چې نورې پلمې نشته، باید خواوې سره متحدې شي او د سولې لپاره کار وکړي.
نوموړي لیکلي:
« داعش-خراسان همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر فرقوي جګړه وپاروي، د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي. نورې پلمې نشته. افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحقه دي.»
د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 15, 2020
د امریکايي ډیپلوماټانو ویشلي نظریات او اندیښنې
زلمی خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې حکومت دا ډول بریدونو کې د وسله والو طالبانو لاس بولي او تور لګوي چې ټولو تروریستو ډلو ته طالبانو لار برابره کړې ده.
افغان ولسمشر وړمه شپه ملت ته یوه ویډیوي پيغام کې وویل چې طالبانو ددوی او نړۍ د اوربند وړاندیز رد کړی او بریدونه کوي، نو پر همدې اساس دوی هم ځواکونو ته امر کوي چې له فعاله دفاعي حالت تعرض ته واوړي.
له دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پمپیو له تیر نه په توپير طالبان ملامت نه کړل او غږ یې وکړ چې افغان حکومت او طالبان په ګډه دداسې خلکو ضد مبارزه وکړي.
بل پلو بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د خبریالانو سره په خبرو کې وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی پولیس نه دي چې افغانستان به وساتي، نو افغانان باید نور خپله لاس په کار شي.
له بل لوري په افغانستان کې بیا د امریکا سفارت مرستیالې کرین دیکر د افغان ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په یوه ویډیو کنفرانس کې د خبرو پرمهال ویلي چې دې ډول بریدونو ته طالبانو زمینه برابره کړې ده.
د امریکايي چارواکو او ډیپلوماټانو داسې بیلابیلو دریځونو د خلکو او کارپوهانو اندیښنې پارولي چې ولې د افغانستان په اړه داسې نامعلوم دریځونه لري. ځینو کارپوهانو غوښتنه کړې چې امریکا باید اوس له افغانستان سره مسوولانه چلند وکړي او هر ډول بې ځایه پریکړه یې افغانستان ته سخت زیان لرلی شي.
همداراز له افغان ملت هم غوښتنه شوې چې داسې یوه حساس حالت کې منظم او منسجم اوسي، لاس په کار شي او دواړه غاړه مجبوره کړي چې د جګړې پرځای پر سوله تمرکز وکړي او دا ملت بیا له ډوبیدو وژغوري.