ظاهره وسیم بیګ باس کې ګډون کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندي سینما د فلم ستورې ظاهره وسیم د رواني جولای د میاشتې په لومړۍ نېټه په ټولنیزه رسنیو کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د فلم نړۍ سره خدای پاماني وکړي.
دې کم عمره ستورې ویلي وه چې په کم عمرۍ کې یې زیات شهرت موندلی، په خبره یې چې د فلم د نړۍ له خلکو ډېر مینه هم لېدلې او ښه درجه یې هم تر لاسه کړې ده. خو زیاته کړې یې ده چې اوس داسې احساس کوي نوموړې د دې کار لپاره نه ده پيدا شوې.
دا زیاتوي؛ فلمونو کې کار کولو له امله یې عقیده خرابیږي او ایمان یې زیانمیږي، نو د دې له امله غواړي چې د فلم له نړۍ ځان څنګ ته کړي.
ظاهره وسیم مسلمانې فلم ستورې ۵ کاله وړاندې د عامر خان په فلم (دنګل) کې کار وکړ او په ۱۳ کلنۍ کې په فلمي نړۍ کې خپل لوبیز ژوند پيل کړ خو په دې کم عمرۍ کې د شهرت تر وروستیو پوړیو ورسېده.
ظاهره وسیم تر اوسه یوازې په دوه فلمونو (دنګل او سیکریټ سپر اسټار) کې کار کړی او ډېر ژر به یې دریم فلم (اسکائ از پنک) هم نندارې ته وړاندې شي.
داسې خبرونه هم خپاره شوي چې نوموړې مسلمانه پېښمانه شوې فلم ستورې به د دغه فلم په اعلاناتو یا مارکیټ پيدا کولو کې هم کار ونه کړي.
خو اوس دا ځل یو بل حیرانوونکی خبر خپور شوی چې ممکن ظاهره وسیم به بګ باس ټلویزیوني پروګرام کې ګډون وکړي.
داسې خبرونه خپاره شوي چې بالیوډ پرېښودونکې ظاهره وسیم ته د هند د مشهور او ډېر انتقاد لرونکي ټلویزیوني پروګرام (بګ باس) کې د ګډون بلنه ورکړل شوې تر څو په ۱۳ پړاو کې یې ګډون وکړي.
انډیا ټوډی په خپل رپوټ کې د یوې بلې نشریاتي خپرونې په حواله خبر ورکړی او ویلي دي چې (کلرز ټلویزیون) باندې خپرېدونکي د سلمان خان پروګرام بیګ باس ټيم د ظاهره وسیم سره خبرې کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې بیګ باس ټیم ظاهره وسیم ته د روان کال ۲۹ سپټمبر کې پيلېدونکې پروګرام بیګ باس ۱۳ پړاو کې د ګډون بلنه ورکړې خو په رپوټ کې ویل شوي چې تر اوسه پښېمانه شوې اداکارې کوم ځواب نه دی ورکړی.
سرچینو داسې ویلي که چېرته ظاهره وسیم په دغه ریلیټي شو (واقعي بڼه لرونکي ټلویزیوني پروګرام) کې ګډون وکړي نو د فلم نړۍ د پرېښودو اصلي لامل به یې هم معلوم شي خو تر اوسه په رسمي ډول د دې تائید نه دی شوی چې ظاهره به په دغه پروګرام کې ګډون وکړي او کنه؟
بل پلو:
د کلرز ټلویزیون تنظیموونکې ډلې په پروګرام کې د ظاهره وسیم د ګډون یا نه ګډون یا نوموړې ته د بلنې ورکولو په تړاو د خبرو کولو څخه معذرت غوښتی.
په رپوټ کې د هندي رسنیو په قول ویل شوي چې ظاهرې ته د یو قسط د ګډون لپاره یو کروړ هندۍ روپۍ منل شوي.
د بیګ باس پروګرام په تړاو داسې خبرونه هم خپاره شوي چې د ۱۳ پړاو کوربتوب به هم دا ځل سلمان خان په غاړه ولري.
دغه پروګرام به په څو اوونیو کې پیل شي او په کې زیاتره فلم لوبغاړي او لوبغاړې وغږول شي.
دا ځل د ظاهره وسیم په شمول ډېر نورو فلم ستورو ته په دغه پروګرام کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو تر اوسه وسیم په خپله په دغه پروګرام کې د ګډون او نه ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.
ځینې داسې راپورونه هم خپاره شوي وه چې اغلې وسیم په دغه پروګرام کې هم د لوبېدلو څخه سوچه انکار کړی دی، خو دا خبر لا تائید شوی نه دی.