بشر دروېش
عبدالظاهر قدیر د افغانستان له مشهورو او جنجالي سیاستوالو څخه دی، چې ډېرځله د همدغو جنجالونو له کبله د رسنیو سرټکی وي.
ښاغلی قدیر د افغانستان په ختیځ کې د یوې مقتدرې سیاسي کورنۍ( د امان الله خان د وزیر ارسلاخان) د کورنۍ څخه دی. پلار یې حاجي عبدالقدیر په ختیځ کې مقتدر جهادي قومندان، د ننګرهار د جهادي شورا مشر، او د مجاهدینو په واکمنۍ کې د ننګرهار والي و چې وروسته د کرزي په انتقالي دوره کې د ولسمشر مرستیال و.
ظاهر قدیر متنازع سړی دی، مخالفین او پلویان دواړه لري.
دی د ختیځ او شمالي ولایتونو د سرحدي ځواکونو قومندان، په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی، څه موده د جرګې لومړی مرستیال او دغه راز د سولې کاروان او له قانون څخه د ملاتړ سیاسي جریانونو مشر پاتې شوی.
ظاهر قدیر د تېرو پارلماني ټاکنو په لومړني نوملړ کې له ننګرهاره نه دی کامیاب، خو هیله من دی چې وروستي نوملړ ته به لاره پيدا کړي.
هغه په لومړي ځل تېره اونۍ د یک تلویزون په ککتوس تفریحي خپرونه کې د خپل ژوند ناویلې کیسې وکړې، چې دلته به یې مهمې برخې درسره شریکې کړو.
شخصي ژوند
ظاهر قدیر ۴۳ کاله پخوا د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ په سیدانو کلي کې زیږیدلی.
دوی اصلاً د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ جبارخېل دي، خو سرخرود ته کوچیدلي او اوس یې تذکرې د دې سیمې دي.
ظاهر قدیر لومړنۍ زده کړې په پېښور کې کړي او د لسانس سند یې د کرزي د واکمنۍ په اولو وختونو او د خپلې سرحدي قومندانۍ پروخت د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي له پښتو څانګې اخیستی.
هغه د خپلو ودونو په اړه څه نه وایي، خو وایي درې زامن او څلور لوڼې لري.
ظاهر د پېښور ترڅنګ څو کاله په سعودي کې تېرکړي او په وینا یې د نړۍ ۶۵ هېوادونو ته تللی.
دی سویس د دغو هېوادونو تر ټولو ښکلی هېواد ګڼي.
ظاهر وایي له ماشومتوبه شوخ و، خو په خبره یې مضره شوخي یې نه لرله او په خلکو ګران و.
ظاهر قدیر وایي د پښتو او دري ترڅنګ پر اردو، عربي او انګلیسي ژبو غږیدای شي.
د اردو ژبې په اړه دی وایي، چې په روانه بڼه پکې لیکل او وینا کولای شي.
ظاهر قدیر او زندانونه
ظاهر قدیر په یاده خپرونه کې وایي نېم عمر یې په زندان کې تېرشوی.
د ده په وینا ۶ میاشتې په سعودي، ۷ میاشتې په پېښور او ۳۲ میاشتې په کندهار کې له طالبانو سره بندي و.
د کندهار د بند مسئله سیاسي ګڼي، د پېښور بند یې د قتل له وجې و، خو د سعودي د بند په اړه یې څه و نه ویل.
د باړې د بدماش قاتل
ظاهر قدیر په پېښور کې د خپل بند کیسه په تفصیل سره وکړه او ویې ویل:
۱۸ کلن وم، چې د پېښور په نوې اډه کې مې د موټرو له یوه کلینر سره د خولې خوند خراب شو، کنځل یې وکړل، ما منع کړ، خو له درېیمې کنځلې سره مې پخپل تومانچې دوه ډزه وویشت او ووژل شو.
ظاهر وایي د نوې اډې دغه کلینر د باړې او د بدماشانو د کورنۍ و.
د هغه په وینا له قتل وروسته یې د تیښتې هڅه ناکامه او نیږدې یونیم زر کسانو تر سختو ګوزارونو لاندې بې سده کړ.
ظاهر زیاتوي، چې د وژل شوي ورور غوښتل باړې ته یې د وژلو لپاره یوسي، خو نورو تر لوی موټر لاندې د ده د وژلو مشوره ورکړه.
وایي موټر لاندې وهم غورځول شو، خو پولیس ورسیدل او تاڼې ته یې بوته.
په تاڼه کې تر سختو ډبولو وروسته ظاهر د پېښور سنټر جیل ته لېږدول کیږي، هلته یې په اشپزخانه کې ګماري، چې بندیانو ته د اوړو لمدولو، چای دمولو او ور رسولو چارې ترسره کړي.
ظاهر قدیر وایي په زندان کې د پلار یو ملګری یې، چې سید عمران نومیده او د ننګرهار د کامې و، دا پېژني او له شاقه کارۍ نه یې د قاتلینو برخې ته بیایي.
د ده په وینا د پېښور محکمه پرې د اعدام حکم کوي، خو یو خوشې کیدونکی بندي یې پلار خبروي او پلار یې له اعدام څخه څو ساعته مخکې په نېمه شپه کې دی له زندانه خوشې کوي.
له پلار سره خپه ظاهر قدیر
ظاهر قدیر وایي پلار یې توند خویه سړی و، دوی یې نازولي نه دي عادت کړي او حتا د هغه سهار په ملا اذان، چې له اعدامه ژغورل کیږي او کور ته ځي، پلار یې د غېږ ورکولو پرځای د دوه ګوتو ستړي مه شي ورسره کوي، چې په مقابل کې دی هم همدا ډول لاس ورکوي.
د ظاهر قدیر په وینا په پېښور کې تر قتل مخکې دی کور نه خوابدی راوتی وي او پلار ته یې د بیرته نه ستنیدو ویلي وي.
ظاهر وایي په دې ورځو کې یې پلار جرمني ته تلی او تر ستنیدو وروسته یې هم ګومان کاوه، چې کور نه خپه ظاهر به چېرته بل ځای اوسي.
د قرآنکریم حافظ حاجي ظاهر
حاجي ظاهر وایي د قرآنکریم حافظ هم دی او د اعدام د ټاکل شوې ورځې په شپه یې د یاسین شریف او نور سورتونه پرځان ویل.
ظاهر قدیر وایي د کرزي د حکومت په اولو کلونو کې د (اسلام په امریکا کې) په نوم یوه سفر ته امریکا متحده ایالاتو د یوې اووه کسیزې ډلې په منځ کې بللی و.
دی هغه سفر ته په ښه سترګه نه ویني او وایي له دې کبله، چې یوازې پښتانه پکې وو، ده ته غرضي ښکاره شو.
ظاهر وایي هلته یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د ننوتو پروخت د مېلمه په توګه له تالاشۍ ورکولو سره مخالفت وکړ، چې له ناندریو وروسته امریکایانو د ده اعتراض ومانه او بې تالاشۍ یې له بهرنیو چارو وزیر کولن پاول سره لیدو ته یوړه.
هغه ادعا کوي، چې هلته یې د وزیر په دفتر کې د افغانستان هغه نقشه لیدلې، کومه چې په سرخرود کې د دوی له کلي پکې سره كرښه تاوه شوې وه.
ظاهر قدیر دا ادعا هم لري، چې وروسته یوه افغان ژباړن د دې سرې کرښې دلیل پردوی د امریکایانو بې اعتباري ورته ګڼلې او ویلي، چې د امریکایانو له نظره د دوی کورنۍ له هرڅومره خپلیدو باوجود له افغانیت څخه نه تېریدونکي ګڼل شوي.
د ظاهر قدیر تروشه ټنډه
ظاهر قدیر وایي دی سیاسي او نظامي سړی دی، په دې برخو کې خورا جدیت کوي او دا یې اصول دي.
دی د خپلې ټنډې او طبیعت په اړه مني، چې تل یې پر تندي شپاړس لیکل شوي وي، خو وایي دا یې ظاهري جوړښت دی او په واقعي ډول تریخ مزاجه سړی نه دی.
د ظاهر په وینا په شخصي ژوند کې ارام او انډیوال پاله سړی دی او ملګرو ته کله هم غوسه شوی نه دی.
ظاهر قدیر او کورنۍ
په دغه مرکه کې ظاهر قدیر د خپل تره او د سولې شورا د مرستیال حاجي دین محمد په اړه وپوښتل شو، چې هغه ولې حکومت پلوی او دی حکومت ضدی دی؟
ظاهر قدیر دا د دین محمد حق وباله او ویې ویل، هغه سره خورا مینه لري، ښې اړیکې یې سره شته او مطمین دی، چې تره یې هیڅکله د افغانستان خلاف کوم کار نه کوي.
د خپل بل تره حاجي عبدالحق( عبدالحق ته په بېړنۍ لویه جرګه کې حامد کرزي او جرګې د ملت د شهید لقب ورکړ) په اړه وویل، چې هغه د افغانستان نه؛ بلکې د نړۍ په سطحه سیاستوال و.
د ظاهر په وینا که عبدالحق د طالبانو په واکمنۍ کې وژل شوی نه وای، وروسته به هغه د كرزي پرځای ولسمشر و.
دی عبدالحق هم جدي سړی یادوي.
ظاهر قدیر او مشهورې څېرې
د کرزي په اړه ظاهر قدیر وایي، چې ښه رهبر، خوش ذوقه، مهربانه خو له فکري ثبات څخه بې برخې سړی دی.
دی له دې سره بیا هم په افغانستان کې ډېر بدلونونه او لاسته راوړنې د هغه برکت ګني.
د جنرال عبدالرازق په اړه ظاهر قدیر وایي، چې هغه په تاریخ کې نه تکراریدونکی شخصیت و.
د ظاهر په وینا رازق په قول او تعهد ولاړ سړی او جانانه ملګری و.
دی په مرکه کې هم رازق ته د جنتونو د سردار کیدو دعا کوي.
د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه ظاهر قدیر وایي، چې قوي رهبر او ولسمشر دی.
د ده په خبره پوتین له یوه لویدلي حالت څخه د روسیې اقتصاد او پوځ د یوه نړیوال زبرځواک تر حده ورسول.
د افغان سندرغاړې مژده جمالزاده د عکس په لیدو ظاهر قدیر وایي، چې سندرې یې اوري، خو له شخصیت سره یې کار نه لري.
د ماليې د پخواني وزیر عمر زاخېلوال ( زاخېلوال او ظاهر سره سخت وران وو) په اړه ظاهر قدیر وایي، چې هغه شخص ته ښه مامور کیدای شي، خو ملت ته نه!
د ولسي جرګې د ریس عبدالروف ابراهیمي د عکس په لیدو ظاهر قدیر وایي، چې هغه ضعیف او ناکام مدیر دی.
د ظاهر قدیر نورې جالبې
ظاهر قدیر وایي په ژوند کې یې ماتې نه ده خوړلې او د ژوند تر ټولو لوی ویاړ یې د داعش ډلې پر وړاندې په ننګرهار کې د ده جګړه او دغې ډلې ته ماتې ورکول دي.
د بریښنایي تذکرو په اړه دی وایي، چې تراوسه یې نه ده اخیستې، خو وابه یې خلي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د بودنې کباب چېرته خوند کوي؟ ظاهر قدیر وویل: د بهسودو پله کې.
په لوبو کې ظاهر قدیر فري فایډ خوښوي. په سیاست کې د ښه دوست په اړه یې وایي: سیاست کې دوستي نه کیږي.
په دې اړه، چې د پارلمان ترټولو زیات غیرحاضر وکیل ته یې؟ ظاهر قدیروایي: نه، زه نه یم، فریدون مومند دی.
په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې وایي تراوسه د چا ملاتړی نه دی، خو د غني په ګډون که هرڅوک ورته د افغانستان په خیر ښکاره شو، ملاتړ به یې وکړي.
د ظاهر قدیر د خوښې سندره د سردارعلي ټکر په غږ د غني خان د (عجبه فلسفه) ویل شوی شعر دی.
د نړۍ په بانکونو کې د پیسو لرلو په اړه یې وویل، چې هیڅ بانک کې پیسې نه لري او پیسې په جیب کې ساتي.
په دې اړه، چې قرضدارانو نه ټلیفون بندوي، کنه؟ ظاهر قدیر وایي داسې نه کوي.
هغه وخت په وخت پر فیسبوک چټ هم کوي، خو د رشوت اخیستو پوښتنه ردوي.
دی د ګوډي پران او توشلو دواړو شوقي و، کمپیوټري پروګرامونه یې نه دي زده او دلیل یې دا ګڼي، چې بیا سیاست ترې پاتې کیږي.
وایي د سفیر کیدو لېواله نه دی او په موبایل کې ګیم هم نه کوي.
په فوټبال او کرکټ کې وایي دواړه یې زده دي، خو په کرکټ کې تر فوټبال تکړه دی.
په دې اړه، چې كه سیاستوال نه وای، څه به یې کول؟ ظاهر قدیر وایي: زما له ټیپ نه خپله ښه پوهیږئ!
د شتمنۍ په اړه ادعا
ظاهر قدیر، چې یو وخت یې په پارلمان کې له مالیې وزیر عمر زاخېلوال سره تر ناندرۍ وروسته د څه باندې درې نیم سوه میلیونه ډالره شتمنۍ ادعا کړې وه، په یاده مرکه کې خبریال ته قول ورکوي او قسم خوري، چې والله که تراوسه د خپلې شتمنۍ په حساب پوهیږي.
د ده په وینا ډېر سوداګر لا نه پوهیږي، چې د چا په پیسو کاروبار مخته وړي.
د ظاهر له ادعا ښکاري، چې ګواکې ډېره برخه سوداګر د ده په پیسو کاروبار کوي.
دی په دې اړه، چې دومره شتمني یې له کومه کړې؟ وویل: دا یو راز دی، غیر له ما نه هیڅوک نه ورباندې پوهیږي، حتا له مرګ وروسته به مې اولادونه هم ورباندې پوه نه شي.