کارابین لیګ کې پر اخیستل کېدو د شفیق‌الله غفاري او ابراهیم ځدران خوښۍ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 

د ویسټ انډیز لیګ، لوبډلې یې او ترسره شوې بولي یې

 

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې پوري به دوام وکړي.

نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.

ددې لیګ لپاره د لوبغاړو د پیر «بولي» مراسم وړمه ورځ جمعه سهار ۹ بجې پيل شوه او د ماښام تر ۶:۳۰ بجو ېې دوام وکړ، چې پکې شپږ واړه لوبډلو خپلې لوبډلې بشپړې کړې.

 

شپږ اخیستل شوي افغان لوبغاړي

 

د جمعې د ورځې په بولي کي ددې لیګ لپاره پنځه افغان لوبغاړي، وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز واخیستل شول، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.

۱ـ وقار سلامخېل: ګیانا امازون وایررز لوبډلې واخیست،

۲ـ نوین الحق: ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره تړون کړی و،

۳ـ ابراهیم ځدران: جمیکا تلاواس لوبډل واخیست،

۴ـ قیس احمد: جمیکا تلاواس لوبډلې واخیست،

۵ـ شفیق‌الله غفاري: بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست،

۶ـ رحمن‌الله ګربز: نویس پاتروتس لوبډلې واخیست.

 

 

۱ـ شفیق‌الله غفاري

 

شفیق‌الله غفاري، چې بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست، په دې تړاو یې ویلي، خوښ یم، چي د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ په نړیوالو لیګونو مي قدم کېښود.

شفیق‌الله غفاري پر خپلې رسمې فیسوک‌پاڼې لیکلي:

«خوښ شوم چې د نورو اتلانو تر څنګ مې په نړیوالو لیګونو قدم ور کېښود او ویسټ اندیز ستر تجارتي لیګ (CPL) ته واخیستل شوم، ماته او زما د کورنۍ تر څنګ ټولو افغانانو ته دی مبارک وي.»

 

۲ـ ابراهیم ځدران

 

ابراهیم ځدران چي جمیکا تلاواس لوبډلې واخیست په اړه یې پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې:

«دا زما لپاره یو خوب وو، چي د ویسټ انډیز په لیګ کې لوبې وکړم، په ډېرې بې صبرۍ سره جمیکا تلاواس لوبډلې او د تکړه لوبغاړو سره د لوبېدو په موخه انتظار کوم، له هغو مننه، چي ماته یې په دې لیک کې د لوبېدو زمینه برابره کړه.»