د ځان په بدلولو سره د ژوند بدلون حتمي دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: جېم رون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخېل

ژوند د تدریجي او دوامداره بدلون په اړه دی. د ژوند د بدلولو یوازیني دوامداره فکتورونه زموږ چلند او احساسات دي. موږ انسانان په خپل چلند کې د بدلون راوستلو توانايي لرو او دغه چلند انتخاب په ډاګه کوي او انتخاب پایلې مشخصوي.
ژوند د بدلېدونکو موسمونو په څېر دی. ته موسمونه نشې بدلولای، خو کولای شې چې په ځان کې بدلون راولې. په همدې اساس، د ژوند لومړنی ستر درس، چې باید زده یې کړو، دا دی چې څنګه کولای شو د ژمي له موسم سره ځان روږدی کړو. هر کال د مني له موسم وروسته بلافاصله د ژمي موسم رارسېږي. د ژمي ځینې موسمونه اوږده، ځینې لنډ، ځینې یې سخت او ځینې یې هم اسانه، خو تل د مني له موسم وروسته سملاسي پیلېږي او هېڅکله هم بدلېدلی نه شي.
د ژمي موسم کولای شي چې موږ نهیلي کړي او موږ هر یوه په یوه ډول نه یو ډول نهیلیتوب په خپل ژوند کې تجربه کړی دی. باید زده کړو چې څرنګه کولای شو ستونزو ته حل‌لارې ومومو. هر ډول وضعیت که هغه ستونزمن وي یا هم اسانه له ځانه سره فرصتونه لري. له فرصت څخه باید ګټه پورته کړو او پر حل‌لارو تمرکز وکړو.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې د ژمي د موسم په اړه څه کولای شو؟ موږ نه شو کولای چې له کلیزې څخه د جنوري د میاشتې په شکولو سره ژمي ته د پای ټکی کېږدو او پسرلي ته ښه راغلاست ووایو. ژوند هم همداسې دی. باید ځان کې بدلون راولو، څو ژوند مو بدل شي. د دغې چارې د عملي کولو لپاره باید ۳ ټکي په پام کې ونیسو.
۱. پیاوړتیا: ځان پیاوړی کړو چې د ژوند له هر راز شرایطو سره په کلک هوډ مبارزه وکړو.
۲. هوښیارتوب: هوښیار واوسو، چې پر ژوند برلاسي شو او هرې ستونزې ته حل‌لار ومومو.
۳ غوره‌والی: ورځ تر بلې باید پر خپل غوره‌والي او بهتروالي تمرکز وکړو، چې خپلې ټولې نیمګړتیاوې پوره کړای شو.
وړاندې له دې چې پر دې مسئله پوه شم، ما به تل ویل کاش د ژمي پر ځای د اوړي موسم وای. کله به چې د یوه کار ترسره کول راته ستونزمن و، نو ما به یې د اسانۍ هیله کوله او ویل به مې چې کاش همدا کار اسانه وای. زه تر هغې نه پوهېدم چې یوه ورځ ښوونکي مې چې اېرل شواف نومېده راته وویل: “داسې مه وایه چې کاش دا کار اسانه وای، ووایه کاش زه غوره او بهتر وای. مه وایه چې کاش ستونزې کمې وای، ووایه کاش زما مهارتونه زیات وای.
په پای کې، د ځان په بدلولو سره خپل ژوند هم بدلولای شو. یوه ونه مخکې له دې چې شاخچې یې د لمر د وړانګو له ښکلا برخمنې شي، ریښې یې د ځمکې تیاره لمسوي. د ژوند تیارو ته نه باید اندېښنه وکړو، ښايي ترې تېر شو. باید د هر راز وضعیت مثبت اړخ په پام کې ونیسو، چې پر ژوند برلاسي شو او یو ستر بدلون رامنځته کړو.