د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
هندوستاني کريکټر يوزويندرا چاهال د عاشقۍ تر دوران وروسته د دانا شري ورما په نوم نجلۍ سره واده وکړ.
هندۍ کريکټ لوبډله اوسمهال په اسټراليا کې ده او نن يې دويمه ټيسټ لوبه وه،چاهال تر شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو وروسته بيرته هندوستان ته ولاړی او د خپل نوي ژوند پيل يې وکړ.
20201226 1247208840072357008377739 د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه
چاهال په تنه ټيټ دی او ښايسته هم ندی، بلخوا بيا د ژوند جوړه یې ورسره په قد جوړه او تر ده ډېره ښايسته ده خو چاهال بيا يو پياوړی کريکټر دی.
yuzi chahal23 chfe9jtbwb3 7656531450895424149 د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه
کريکټران د لوبو ور ها خوا زموږ او ستاسو په څېر ژوند لري، دوی هم هماغه څه چې طبیعتاً موږ يې خوښوو دوی يې هم په لټه کې وي،مطلب داچې خپل ژوند يې يوازې دندې ته ندی وقف کړی.
20201226 1141572458614353214854744 د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه
د چاهال او ورما د ميني او اړيکو کيسه له ډېر مخکې پيل سوې، دوی په روان کال اګسټ مياشت کې کوزده وکړه پداسې حال کې چې له ډېر پخوا يې پيژندلي وه.
yuzi chahal23 2 cdob05ybf7k 5968245248907439240 د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه
د ۲۰۲۰ز هندوستان پريمرليګ پرمهال چاهال خپله معشوقه له ځانه سره عربي اماراتو ته هم بېولې وه او د دبۍ پر منظرو يې ګرځوله.
20201226 1330586038002799842050478 د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه
دوی د پنجشنبې په ورځ ډهلي کې واده وکړ،خو کرونا وېروس له کبله يې د واده مراسم ځانګړي وه او ډېريو کسانو لپاره پکښې د ګډون کولو اجازه نه وه.
20201226 1143137542060848283346753 د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه
دانا شري ورما ډاکتره ده،يوټيوب کې په ميليونونو مينوال لري او د ډانس يا رقص استاده ده همدارنګه يوه کمپنۍ هم لري.