ځای پر ځای کېناستل مو پر کومو ستونزو اړوي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: نسیمه محمدي

یوې څېړنې خبر ورکړی، هغه ماشومان چې د ورځې په ساعتونو بې خوځښته او ناست وي، د نوې ځوانۍ پړاو کې په ژور خپګان اخته کېږي.
د ډيلې مېل په حواله د یوې نوې څېړنې پایلې ښايي نوي ځوانان چې په ساعتونو بې حرکته یو ځای کېني، امکان لري په ځوانۍ کې په ژور خپګان اخته شي.
څېړونکو د څو زره ځوانانو تر ارزونې وروسته ومونده، هر یو ساعت کېناستل د پام وړ ژور خپګان زیاتوي او روح او سلامتیا ته نه جبرانېدونکي زیانونه لري.
څېړونکو د ۱۲ او ۱۶ کلونو تر منځ ۴۲۰۰ ځوانان تر څار لاندې ونیول او وروسته په پوخ عمر کې یې د هغوی رواني حالت وپوښته او په پایله کې یې څرګنده شوه، ژور خپګان او د روان اختلال د هغو په  برخه دی، چې له فزیکي فعالیت لرې وو.
د برېسټول پوهنتون د دې څېړنې کارپوهان ټینګار کوي د ژور خفګان سربېره ډېر کیناستل، د ۳۵ جدي او خطرناکو ناروغیو ګواښ زیاتوي، ځکه خوځښت او پلی تګ، د پروتینونو جینونو او نورو سیټمونو د بنظیم او سمون راز دی، چې د ناروغیو احتمال ټيټوي.
لیکوال جوزف هایز، له UCL, Camden, او Islington NHS foundation trust مؤسسو څخه زیاته کړه؛ زیات نوښتونه په ځوانانو کې د ورزش کولو لامل ګرځي، مګر زمونږ موندنې ښايي، چې سپکو فعالیتونو ته هم باید پاملرنه وشي.
سرچینه: مشرق نیوز