سهار په نهاره يو ګیلاس اوبه څښل د وزن په کموالي کې مرسته کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: نسيمه محمدي

د جاپاني څېړونکو په باور، موږ روزانه د څو ګيلاسه اوبو څښلو ته اړتيا لرو، چې وکولاى شو په سمه توګه خپل وزن کم کړو.
د مډيکال رو په حواله، د جاپاني څېړونکو په اند، د خوب څخه تر ويښېدلو سمدستي وروسته بايد، چاى، قهوه يا يو ګيلاس اوبه وڅښو. وروسته خپل مخ، خوله او لاسونه ووينځو.
WhatsApp Image 2020 06 24 at 3.58.35 PM سهار په نهاره يو ګیلاس اوبه څښل د وزن په کموالي کې مرسته کوي
د جاپاني څېړونکى د لارښوونو سره سم، د يوه ګيلاس اوبو څښلو څخه، پنځه څلوېښت دقيقې وروسته بايد سهارنۍ وخوړل شي او تر سهارنۍ وروسته، تر دوو ساعتونو پورې بايد خواړه ونه خوړل شي.
په خالي معده د يوه ګیلاس اوبو څښلو او يو متعادل خوړنيز رژيم په مرسته، د شخص بدن په تدريجي ډول د اضافي وزن په کمېدلو پيل کوي. د دغو قوانينو په پام کې نيولو سره، يوه مياشت وروسته، د بدن د وينې فشار او د شکر اندازه عادي حالت ته راګرځي.
سربېره پر دې، د جاپان د طبي ټولنې(JMA)، له اعلان سره سم، په نهاره اوبه څښل د بدن څخه زهر دفع کوي، د زړه سوزش آراموي او د بدن د ميتابولېزم چاره ګړندۍ کوي.
د يادونې وړ ده، ارت د پلانکا، سويسى پوه وايي، چې متخصصينو د (200) ډوله حجرو فعاليت وڅېړه او تصادفي يې معمولي بنيادي حجرې وليدلې، چې آديوسيتونو، د وازدو بالغو حجره ته ورته وي، خو جلا دندې ترسره کوي.
څېړنو وښودله، چې دا ډول حجرې په وازده/ چربي نه بدلېږي، بلکې په مستقيم ډول د هغوى وده/ رشد اداره او کنټرولي.
دا حجرې کولاى شي څو ډوله ماليکولونه تشخيص او بنيادي حجرې په آديوسيت، قهوه يي ډوله وازدو او په غوړ جلد، بدلېدلو ته اړ باسي.