د کار کولو پر وړاندې به بهانې څنګه لرې کوو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: ډاکټر ټراویس براډبیري
ژباړه: غازي عابد
نن او سبا کول، بې پروايي یا وخت ضایع کول په هر چا تاثیر لرلی شي. ځیني خلک چې ستړي او ستومانه وي، بیا ځان تیرباسي او وايي چې ستړی یم، هیڅ به هم نه کوم، اما دا ځان تیریستل او دا ویل چې نن یا سبا به یې وکړم او یا ستومانه یم، عادت ګرځي.
داسې خلک که دندې ولري، ټوله ورځ مکمل کار نه کوي. کور ته په ژر تګ هڅه کوي، لږه خواري کوي، خو کله چې اخر شي، بیا د لیوني په شان وارخطا وي او ځانه سره وايي چې د ورځې ټول کارونه راپاتې دي، نو اوس به کوم کار وکړم.
چارلیس ډیکینس وايي؛ ځنډ او نن و سبا کول د وخت غل دی، غاړه ورکړئ او ځنډ ته مه تسلمیږئ.
کولی شو د رخصیتو پر مهال موږ دمه وکړو، چکر ووهو او ارام وکړو. نو هغه وخت چې تاسې رخصتي لرئ که سمه ګټه ورځنې واخلې، له ملګرو او کورنۍ سره مو کیښنئ او پاڅئ، نو ښه ده، کنه له دفتري کارونو سره بیا سخته وي چې څه وغواړئ او ویې کړئ.
څیړنو ښودلې که چیرته دا د (ځنډ) احساس ژر غلی نه کړئ، نو ممکنه ده چې ستاسې کاري وړتیا کمه کړي، فشار درباندې زیات کړي او روغتیا مو زیانمنه کړي.
که غواړئ چې له ځنډ او بې پروايي ځان خلاص کړئ او یو ګټور او متحرک شخص اوسئ، نو دا لاندې څو ټکي په نظر کې ونیسئ:

((زه نه پوهیږم، له کوم ځایه یې شروع کړم))
که یو کار درغاړي، بیا به یې خامخا کوئ، ولې یې په نه کولو کې قیمتي وخت ضایع شي. غوره ده چې هغه کار هر اړخیز وسنجوئ، بیا یې په کوچنیو برخو وویشئ. مثلاً یو کار زه په دوه برخو ویشم او بیا یې ترسره کوم، لکه له ځان سره وایم چې په ۶۰ مینټو کې باید دا کار وکړم او په ۶۰ نورو کې دا.
یعنې دغه مهال اساسي لار همدا ده چې ویرې ته تسلیم نه شې، بلکې لاس په کار شې او ټول وخت په دې مه تیروئ چې باید کار له کومه ځایه پيل کړې، بلکې عمل هم کوئ، ژر تر ژره یې د پيل پریکړه وکړئ.
((خنډونه او موانع زیاتې دي))
موږ چې اکثره وخت له ځینو کارونو سره مخ کیږو، نو بیا له ځانه سره وایو چې ځه دا خو ډیر مشکل کار دی، ډیر خنډونه لري، خو دا نه وایو چې که دا کار شروع کړو، نو څه به وشي، کیدای شي، دومره بده پایله ونه لري یا هیڅ هم ونه شي.
که له دې امله چې والله خنډونه دي، کار ونه کړو، نو دغه بې پروايي او ځنډ به ددې لامل شي چې کار درباندې څو چنده بوج شي، بیا یې کول سخت دي. غوره ده له ځانه سره ووایو، هر څه ممکن دي، یا د یو کار نه کیدل له واقعیت لرې خبره ده، بلکې کیدای شي.
((دا ډیر اسانه دی))
که چیرته هیڅ چمتوالی ونه لرې، کار دې نه وي ارزولی، خو وایي چې اسانه دی، دا خپله هم بې غوري ده. لومړی باید پوه اوسې چې کار څومره دی، څومره وخت کې کیدای شي او څومره چمتوالی باید ورته ونیسم. هغوی چې چمتوالی نه نیسي، د کار ټول اړخونه نه سنجوي او بیا له ځانه سره په بې پروایي وايي چې کار اسانه دی، دا هم زیان رسوونکی دی، ځکه ممکن ته د اسانه کار په سترګه ورته ګورې، خو هغه سخت وي او نه چمتوالي له امله نورې ستونزې راپیدا شي.

((زه دا نه خوښوم))
ځنډول یا تعلیقول؛ ځینې وخت د یوه کار په سخت او اسانه کې نه وي، بلکې په لوی لاس ځینې وخت یو انسان نه غواړي یو کار وکړي. کله چې یو څوک خپله ووایه زه دا کار نه کوم یا نه خوښوم، نو له دې سره بیا یې د (نه کولو) انګیزه پیاوړي کیږي او نه شي توانیدلی څو هغه کار وکړي.
له بدمرغه دا ژوند داسې نه دی چې ستاسې لپاره مشخص وي، چې څه غواړې هغه وشي او څه نه غواړي ونه شي، بلکې ځینې وخت به ځینې کارونه د خپلې علاقې خلاف هم کوې.
نو که چیرته ته وايي چې دا کار نه کوم یا مې نه خوښېږي او ویې نه کړې، دا دې هم ملا ته پيټی کیږي او نور کارونه هم، چې دغه مهال بیا سخته وي، څو ټول کارونه په یوځایي وکړې.
دا داسې مانا لري چې یو څوک درته وایه دا سبزي له مینځلو او لیدلو مخکې وخوره، که هر څه په کې وي بیا به یې خوري. نو په ډیرو کارونو کې هم بیا دا سخته وي چې لومړی باید کوم کار وکړې، که ګډوډ وي هم یا به یې کوې یا به یې پریږدې.
.
(زه فکر نه کوم چې دا کار وکړم)
که چیرته موږ موټر چلوو او له ځانه سره همدا وایو چې څوک ونه وهم، دا ونه شي او هغه… نو دغلته د انسان ذهن دومره د بې باورۍ خواته لاړ شي، چې په لوی لاس یوه پيښه رامنځه کړي، ځکه ذهناً وارخطا شي.
که چیرته ته خپل ذهنیت په لوی لاس دې ته تبدیلوې چې زه به دا کار ونه شم کولی، دا په خپله په کارونو کې ځنډ او خنډ رامنځته کول دي، بیا معلومه خبره ده چې وبه یې نه شي کړای، اما که چیرته له ځانه سره مثبت ذهنیت تقویه کړئ او ووایئ چې دا کار کولی شم او امکان لري او زه به برلاسی یم، نو بیا دې ذهني تمرکز په کیدو ور تاویږي، کولی شې یو کار اجرا او سرته ورسوې.