امل حسین هغه یمني نجلۍ چې د یمني ماشومانو د فقر او مظلومیت سمبول ګڼل کیده، د خوارځواکۍ له وجې مړه شوه.
دا څوک وه؟
امل حسین ۷ کلنۍ نجلۍ وه. د هغې د خوارځواکۍ ځپلي وجود تصویرونو هغه د یمن د فقر او مظلومیت په سمبول بدله کړې وه.
نوموړې د نومبر په لومړۍ نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې له مرګه څو ورځې مخکې(د اکتوبر په ۲۶ مه) د نوموړې څو عکسونو ته خپل لومړی مخ ځانګړی کړی و.
د کورنۍ خبرې یې
د امل کورنۍ د خپلې لور د مړینې خبر تایید کړی.
د امل مور ویلي، چې لور یې پلازمېنې صنعا ته نیږدې د کډوالو په یوه پنډغالي کې له ژوند سره مخه ښه کړې ده.
د امل مور مریم علي ویلي: ( د هغې مرګ مې زړه مات کړی، هفه به تل خندانه وه، اوس مې نورو ماشومانو ته اندیښمنه یم).
د نیویارک ټایمز راپور
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امل حسین د مرګ خبر له دې سرلیک سره خپور کړی:( هغه نجلۍ چې د نړۍ پام یې د یمنیانو لوږې ته واړوه مړه شوه).
د نیویارک ټایمز خبریال له امل سره د خپلې لومړنۍ لیدنې په اړه لیکلي وو: « ایمل مې یمن ته د سفر پر مهال د صنعا ښار په ۹۰ کیلومټرۍ کې ولیده. هغه د کډوالو یوه روغتیایي مرکز ته د درملنې لپاره راوړل شوې وه. دا خوارځواکۍ ځپلې چې هرڅومره شیدې ورکول کیدې، بیرته یې را ګرځولې او اسهالیده…»
د نورو یمنیانو حال
د برتانیې یو خیریه سازمان چې د یمن په اړه یې څېړنې او له ماشومانو سره یې د مرستو کمپاینونه کړي، وایي ۵ میلیونه یمنیان د امل په شان له لوږې رنځیږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د منځني ختیځ مدیر وایي:( په هرو ۱۰ دقیقو کې یو یمني ماشوم مړ کیږي).
هېرشوی ناورین
د یمن جګړه تر څو میاشتې مخکې پورې د یو شمېر اروپایي او امریکایي هېوادونو لپاره هېرشوی ناورین و.
د یمن جګړه تر ډېره د ایران او سعودي جګړه ده. ایران د یمن له شیعه مذهبو ملاتړ کوي او د خپل نفوذ قلمرو یې ګڼي.
خو سعودي د مذهبه حکومت په نسکورولو کې د ایران تر مرستې وروسته هلته د سني پلوو د حکومت جوړیدو هڅې کوي.
دا جګړه له څو کلونو راهیسې شدیده شوې، چې یو شمېر نور عربي او اسلامي هېوادونه هم پکې د سعودي ملاتړ کوي.
د سعودي د ملاتړ لړۍ د مکې معظمې پر لور د یمن د یاغي ډلو لخوا تر ناکامو توغندیزو بریدونو وروسته پیل شوه.
نړیوال غبرګونونه
امریکا متحده ایالات، فرانسه او برتانیه د یمن جګړې بېړنی پای غواړی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، چې د یمن جګړې له پیله تراوسه یوازې ۱۲۴۸ ماشومان د سعودي پلوو په بریدونو کې وژل شوي.
سربېره پردې میلیونونه کسان د جګړې له کبله په کوردننه او بهر کډوالۍ ته مجبور شوي، چې اوس په بده ورځ ژوند تېروي.