د یاماماتو د کار پای؛ ولسمشر د سید جمالدین افغان دولتي نښان ورکړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي یا یوناما مشر تدامیچي یاماماتو کاري دوره پای ته ورسیده او له افغان ولسمشر سره یې د مخه ښې ناسته وکړه.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ته په ارګ کې د مخه ښې کتنې د مراسمو پر مهال د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.
د یاماماتو قدروونه
سرچینه زیاتوي؛ د نښان له ورکړې وروسته، جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د ارزښتمنو هڅو او خدمتونه د قدردانۍ پر مهال وویل، تاسې له افغان ولس او خلکو سره د همکارۍ لپاره خپل مسوولیت ادا کړ او د افغانستان له نظام سره مو یو ځای د پایداره ودې او پرمختګ، د بشري حقونو د لازیات خوندیتوب او د سولې او امنیت د ټینګښت په برخو کې کار او هڅې وکړې.
د یاماماتو هیله
په دې مراسمو کې تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه او د افغانستان نوي حکومت ته یې په بېلابېلو په ځانګړي ډول خلکو ته د خدمت کولو او سولې پروسې د پرمخ بېولو په برخو کې، د بریالیتوب هیله وکړه.
باید وویل شي چې څلور کاله وړاندې یاماماتو په افغانستان کې دملګرو ملتونو استازی ټاکل شوی و. تر اوسه یې پرځای بل کوم کس نه دی ټاکل شوی.