په اسراییلو کې یوه ډله یهودي مذهبه تراوسه باور لري، چې د ګناهونو د جبران لپاره د چرګ حلالول ضرور دي.
دوی وړمه ورځ هم د کپاروت په نوم مذهبي مراسمو کې چرګان حلال کړل.
د مراسمو بڼه
په دغو مراسمو کې برخه لرونکي یهودان له چرګانو سره خپل روحاني مشر ته ورځي. روحاني مشر په عبادت ځای کې وي، خلک ورځي او چرګ روحاني مشر ته سپاري.
روحاني مشر چرګ له خپل او د وروړونکي کس له سره تاووي، وروسته یې حلالوي او پر بېوزلو خلکو یې ویشي.
دوی باور لري، چې د چرګ وړونکي له سره د چرګ تاوول په دې مانا ده، چې د چرګ وړنکي کس ګناه دغه حیوان ته انتقالیږي.
مخینه او منتقدین
د دغو مراسمو مخینه منځنیو پېړیو ته ورګرځي. دا مراسم د یهودانو په یو شمېر ډلو او فرقو کې فسخه شوي، خو لا هم یوه د پام وړ برخه یهودان ارادت ورته لري او دوام ورکوي.
د یهودیت یو شمېر روحانیون د دغو مراسمو مخالف دي. دوی وایي دا ډول مراسم د غلطو باورونو له مخې کیږي او له حیواناتو سره بې رحمي ده.
دوی وایي دا مراسم تشدد خورونکي هم دي؛ په ځانګړي ډول د ماشومانو په حضور کې باید ترسره نه شي.
د حیواناتو د حقونو سازمانونو او د اسراییلو د کرنې او مالدارۍ وزارت مخکې د دغو مراسمو مخالفت کړی او ویلي و، چې له چرګانو سره داسې چلند د زغملو نه دی.
د اسراییلي حکومت یوه مذهبي مقام شوقي فریدمن ویلي، چې د چرګانو ذبحه کول د یهودو په مذهب کې ځای نه لري.
هغه وایي، د کرنې وزیر په سیاسي دلایلو په دې اړه بحث نه شي کولای؛ ځکه د پارلمان ۱۳ غړي سخت دریځه یهودان او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت ایتلافیان دي.