ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
کېدای سي موږ او تاسو ټول د خپل ژوند خاطرات لیکي؛ دا هم کېدای سي چي ځیني کسان یوازي د ژوند مثبت او ګټور اړخونه د ځانو سره ثبتوي او ځیني بیا یوازي منفي خو ځیني کېدای سي دواړه ثبتوي. يوه ارواپوه دې ته په اشاره کولو سره چي د خاطراتو کتابچه د هیجاناتو د ليکلو له خورا رومانتیکو او هیجاني لارو څخه يوه ده، زیاته کړه: په اوسنۍ مجازي نړۍ کي وبلاګونه د مثبتو خاطراتو ليکلو او د معلوماتو د انتقال په برخه کي د نورو سره مرستي کولو له پاره مناسب ځای دئ. ډاکټر سفیدچیان د فرد د سکون پر رامنځ ته کېدو باندي د ليکلو د تاثیر او اغېز په باره کي وويل: د خاطراتو یا غیر خاطراتو ليکل په انسان کي د سکون رامنځ ته کېدو سبب کېږي او کابو د ارواپوهني او ارواپېژندني په برخو کي زیاتو څېړنو ښودلې ده چي مغز د خاطراتو په را په یادولو سره تحریکېږي او دا موضوع مرسته کوي چي فرد سکون حاصل کړي.
نوموړي پسي زیاته کړه: په څېړنو کي له یو شمېر کسانو وغوښتل سول چي د کاغذ پر مخ خپل منفي خاطرات وليکي چي دې کار وښودل چي تر خاطراتو ليکلو وروسته فرد سکون حاصل کړی و. رښتيا دا دي چي د ليکلو یادې پروسې پر فرد باندي رغوونکی اغېز پرېښی دئ. نوموړي ارواپوه دې ته په اشارې سره چي د لیکلو په ارواپوهنیز اړخ کي، نوی مدل حسابېږي څو فرد وکولای سي د هغو کړاوونو سره چي په خاطراتو کې سته و اوسېږي، نوموړي وويل: دا موضوع تاریخي اړخ هم لري هرکله چي د بشر تېر تاریخ ته کتنه کوو ګورو چي بشر هڅه کړې ده په غارونو کي انځورونه رسم او ثبت کړي. سفید چیان پسي زیاته کړه: هر رقم چي د فرد هیجانات څرګندېدای سي، د ارزښت وړ دي او یو له دې ډول روشونو څخه ليکل حسابېږي؛ هرکله چي د کومي موضوع په اړه خپلي تجربې ليکو هغو ته قاطعیت ورکوو او خپل هدف ئې ګرځوو او په دې کار سره د خپلو تجربو په اړه ږغېږو.
په ليکلو او د اضافي مطالبو د لېري کولو له پاره کولای سو چي ځانو ته سکون ورکړو. نوموړي ارواپوه دې ته په اشارې سره چي د ليکلو له لاري لا زیات کولای سو چي خپل افکار او عقاید وپېژنو، اظهار نظر وکړ: په دې ېریقه سره کولای سو چي د افکارو په اړه نظر ورکړو او هغوی ارزیابي کړو؛ هرکله چي مشکلات ليکل کېږي مختلفي حللارې هم زموږ په ذهن کي راګرځي، دا افکار د نوي کېدو وړ ګرځي او په ليکلو کي موږ کولای سو چي کله ناکله پر ځینو ځایونو باندي خط را کش کړو یعني کولای سو چي کوم وخت آزار او زجر ورکوونکې ليکنه تغییر کړو. سفید چیان ددې په بیانولو سره چي په ليکلو کي کولای سو چي منفي اړخ په مثبت هغه واړوو، زیاته کړه: په ليکلو او د اضافي یا آزار ورکوونکو يا ناخوښو مطالبو په لېري کولو سره کولای سو د ځانو سره مرسته وکړي چي سکون رامنځ ته سي. نوموړي په دې اړه چي فرد باید کوم څیزونه وليکي، وويل: ځیني وختونه خاطرې، کیسې، د زړه غوټي یا دروني احساسات نوشته کېږي چي دا موضوعات خپل ځایونه لري او موضوع ته په يوه عمیق نظر کي کولای سو خپل احساسات هم وليکو دا ځکه چي دا کار په فرد کي د هیجاني، روحي او رواني تخلیې سره خورا زیاته مرسته کوي.
د احساساتو په ليکلو او پېژندلو سره په ځان کي مثبت احساس رامنځ ته کوو
سفيدچيان ادامه ورکړه: هرکله چي فرد خپل احساسات ليکي په حقیقت کي د خپل زړه له پاره لیکل کوي او په دې طريقه سره احساسات پېژندل کېږي او کولای سو هغوی له افکارو جلا کړو په داسي حالت کي هغه احساسات چي نابلده دي – هغوی به هم وپېژنو. د مثال په ډول: د غم، خوشحالۍ، یا هک پکتیا په حالت کي يو او له دې لاري مثبت احساسات د هغوی ځایناستي کړو. نوموړي ددې په بیانولو سره چي خیني باور لري چي احساسات د رفتارونو د راڅرګندېددو سبب کېږي، ملاحظه وکړه: هرکله چي خپل احساس وپېژنو او وکولای سو هغه د لیکني په چوکاټ کي بیاځلي ولولو او تغییر ئې کړو په ډاډ سره وایم چي کولای سو خپل یو شمېر رفتارونه هم تغییر کړو. نوموړي ارواپوه دې ته په اشارې سره چي ځیني په دې باور دي چي افکار تر احساسات دمخه دي او که وکولای سو چي خپل افکار وليکو، په حقیقت کي توانېدلي یوو چي خپل احساسات هم تغییر کړو، تاکیداً وويل: هغه کسان چي خپه او پرېشانه کېږي او عصبي او رواني مشکلات لري دوئ یو ډول اتوماتیک او منفي افکار لري که چي یاد افکار وليکل سي او وپېژندل سي او بیا نوي کړل سي، څنګه چي منفي فکر د منفي رفتار سبب کېږي کولای سو هغه په مثبت فکر او رفتار تغییر کړو.
ليکل د ارواپوهني په برخه کي له درملو پرته معیاري درملنه حسابېږي
نوموړي پسي زیاته کړه: ليکل فوق العاده رغوونکي اثرات لري، دې طریقې د ارواپېژندني او د رغوونکو رواني مدلونو په برخو کي د علاج کوونکي رفتار یا شناخت شکل نیولی دئ؛ ليکل د ارواپوهني او ارواپېژندني په برخه کي له درملو پرته علاج دئ چي خورا پر ځای او رواني او عصبي مشکلاتو د حل سبب کېږي. نوموړي ارواپوه يوه یادونه وکړه او وې ويل: هغه کسان چي مشاورینو ته مراجعه کوي او مشاور ته دي ووايي څو هغه رفتار چي د افکارو د پېژندلو سبب کېږي – هغوی ته ور وښيي.
د خاطراتو کتابچې درلودل د هیجاناتو څرګندلو یو له خورا موثرو او پخوانیو روشونو څخه دي
سفيدچيان د ليکلو په باره کي څو سپارښتني بیان کړې او تاکید ئې وکړ: د خاطراتو ليکل د هیجاناتو د ليکلو یو له خورا پخوانیو، رومانتیکو او بهترینو لارو څخه دي، البته موږ د ليکلو سره خورا کم عادت يوو باید پوه سو چي اصولاً د فرد په توسط د ژوند کیسه ليکل په دې برخه کي خورا مرسته کوونکې وي. نوموړي په خپلو خبرو کي وويل: د ورځنیو کارونو او خاطراتو ليکلو ډېره سپارښتنه کېږي دا چي فرد وکولای سي د خپل مور او پلار په نسبت هر یو چي مشر حسابېږي یو خط ولیکي او هغه هیجانات چي پر ژبه ئې تر اوسه د راوړلو جرات نه دئ پیداکړی په دې طریقه بیان کړي. نوموړي ارواپوه زیاته کړه: دا روش د فرد سره خورا کومک کوي او يا دا چي له ادرس پرته د لیک لیکل د هیجاناتو او احساساتو په څرګندولو کي خورا مرسته کوونکي دي. سفیدچیان دې ته په اشاره کولو سره چي د خپلو خوبونو لیکل هم د هیجاناتو او احساساتو څرګندلو يوه لاره ده، نظر ورکړ: موږ معمولاً خوبونو ته ډېر پام نه کوو او ژر هغوی هېروو نو د هیجاناتو په تخلیې کي د خوبونو لیکل ګټور دي.
نوموړي ادامه ورکړه: دې ته په پام سره چي نن ورځ مجازي نړۍ سته په دې عرصه کي فعالیت خورا ارزښت لري نو د وبلاګونو او پاڼو په جوړولو سره کولای سو چي د خپل زړه دردونه وليکو او له دې لارې په مجازي نړۍ کي پرېږدو دا ځکه چي په پرمختللو هیوادونو کي – په مجازي نړۍ کي د احساساتو د بیانولو په زمینه کي د هغوی له ځانګړنو څخه دي او افراد خپل ورځني یاداښتونه په دې ډول لیکي. نوموړي ارواپوه وويل: د مجازي نړۍ له ضررونو څخه پرته چي کېدای سي هغه ئې ولري که په دې لیکنو کي مثبتي نقطې وي کولای سي چي نورو ته د اطلاعاتو د رسولو په برخه کي هم له هغوی سره مرسته وکړي. سفیدچیان وویل: په دې طریقې سره هغه کسان چي په سوونو او زرونو میترونو څخه زموږ لېري دي هم کولای سي چي د تبصرې (Comment) له لاري خپل احساسات ښکاره کړي البته موږ هغه وخت ددې عملیې توصيه کوو چي دا افکار مثبت اړخونه ولري. نوموړي په مثبتو باندي د منفي خاطراتو تغیرولو او يا منفي خاطراتو هېرولو په عمليه کي وویل: که د منفي خاطراتو ليکل د موضوعاتو پر اساس مطرح سوي وي داسي چي فرد خپلي لیکني بیاځلي کتلي وي او له یوه چا سره په دې اړه مشوره وکړي، احساسات او فکار بیان کړي او ددې موضوعاتو تر طی مراحل کولو وروسته مطمئناً یو له بل سره کولای سي چي مثبت افکار د هغوی پر ځای باندي ځای پر ځای کړي. سفیدچیان په ادامې کي وویل: که څه هم یوازي ليکل هم سکون بخښوونکي دي خو که د يوه هدف په خاطر وي باید دا سبک زده کړو چي څه وکړو ترڅو خپل افکار، خاطرات، منفي افکار په مثبتو باندي بدل کړو؟ دا موضوع یو مهارت دئ چي باید فرد ته ور زده کړل سي.
ښځي د نارينه وو په پرتله د لیکلو په عرصه کي بریالۍ دي
نوموړي ارواپوه دې پوښتني ته په جواب کي چي ښځي که نارينه د لیکلو په برخه کي بریالي دي وویل: معمولاً ښځي د نر او ښځي د ارواپوهنیز تفاوت په سبب چي د ادبیاتو او اجتماعي مسایلو په برخه کي خورا مخکښي دي، کېدای سي په دې برخه کي زیاتي بریالۍ وي خو په ټولییز ډول په کوم خاص جنس پوري اړه نه لري. سفیدچیان په ننني ټکنالوژیکي عصر کي د ژوند لوړي د چټک سرعت په باره کي او لیکلو ته د وخت ورکولو په باره کي تاکیداً وويل: موږ چي هرکله الفاظ لیکو په حقیقت کي په خاطره بدلېږي او موږ ئې په لیکلو سره هغه تکرارو یعني د یوه فلم د جریان په شان دي په دې معنا چي کله کتل کېږي یوازي یو فلم دئ خو کله چي ليکل کېږي په حقیقت کي ويل سوي، لوستل سوي او کتل سوي دي نو په دې سبب به اغېز کوونکي وي. البته په دې زمینه کي فرد نه سي کولای چي هرځای خپل رازونه ووايي خو په لیکلو سره د ځان له پاره کولای سي چي یو ذهني تکرار وکړي.