د وروسته پاتې والي لامل؛ شاید یو د خلکو منفي نظرونه وي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم شریفي
ډېر کله زموږ ذهن داسې یوه حالت ته تللی وي، چې له هر څه مو لاس مینځلي وي او له ځان سره وایو، زه نور غرق یم او نه شم کولی په خپلو پښو ودرېږم. دلته یوه په زړه پورې کیسه درته کوم.رابرت یې د ناسکه پلار سره را لوی شو. تل به یې ځوراوه او ظلم به یې ورباندې کاوه. هغه ته په ځلونو دا کلمې کارول کېدې چې: ته ډېر مردارخور یې او د هېڅ کار د تر سره کولو وړتیا نه لرې. «ولې دې د ورور په څېر نه یې؟» رابرت همدې منفي افکارو ته اجازه ورکړې وه چې ان پر ژوند یې منفي اغېز وکړي.
هغه په شرم، ناامنۍ او له هیلو پرته را لوی شو. کله چې له منځني ښوونځي فارغ شو په یوه شرکت کې یې د دروازې د ساتونکي په توګه دنده پیله کړه. مور یې بیا ځلي واده وکړ. خو دا ځل یې نوی ناسکه پلار پخواني ناسکه پلار ته نه و ورته. هغه به رابرت ته همدا ویل چې ته ډېر ذکي یې، ته ډېره وړتیا لرې او هر څه چې غواړې ورته رسېدای شې. دې ناسکه پلار یې د زړه له ته او له اخلاص او ایمان ډکې خبرې ورته کولې. غوښتل یې ذهن یې له سره پروګرام کړي او پوښتنه یې ترې وکړه چې غواړي راتلونکې کې څه شی شي؟
رابرت ورته وویل، زه غواړم په همدې اوسنۍ دنده کې پاتې شم. لا یې هم ذهن نه و را ويښ شوی او هره شپه به له خپلو همدې کوچني فکر سره ویده کېدو او ورځ به یې ور سره تېروله.
ناسکه پلار یې ورته وویل، رابرت! ته تر هر چا ډېره وړتیا لري او ذکي یې. زه ډاډ درکوم او وعده در سره کوم چې که ته کالج ته ولاړ شې، د کالج، کتابونو، یونفورم او نورو ټولو لګښت زه درکوم.
رابرت چې کله دا خبره واورېده په ذهن کې یې یو څه را ويښ شول. په رابرت باندې تر اوسه پورې هېچا پانګونه نه وه کړې. نوموړي ته تر اوسه هېچا نه و ویلې چې په باطن کې یې ډېر ښه زړي دي، چې باید اوبه ورکړل شي او را شنه شي. هغه کالج ته ولاړ او څلور کاله وروسته یې د کارپوه په توګه تحصیلي اسناد تر لاسه کړل. هغه پرېکړه وکړه چې د کارپوه په توګه په دې برخه کې تر دې هم لوړ مدرک واخلي او ان د دوکتورا پر اخیستو هم  بریالی شو. لا یې دا دوره نه وه بشپړه کړې چې پوهنتون ته ولاړ او په یوه بله برخه کې یې هم اسناد تر لاسه کړل. څلور کاله وروسته یې دې ناسکه پلار ورته وویل چې رابرت! زما کار نور پای ته ورسېد، نور ته پوهېږې او کار دې. رابرت نن ډېر لوی لوی کارونه تر سره کوي. بریالی ژوند لري او د خلکو لاس نیوی کوي. که یې ذهن له سره نه وای رغولی، دې ځای ته نه شوای رسېدای. باید له هغه پخواني پروګرام څخه ځان ایستلی وی، چې د تباهۍ لپاره یې پلان شوی و. خو د ذهن بیا روغنه یې ددې لامل شوه، چې هم خپل ژوند بدل کړي او هم له نورو سره مرسته وکړي.