
د ټسلا موټر جوړونې شرکت مشر اېلن ماسک یو ځل بیا د امازون انټرنېټي پلورنځي له بنسټ اېښودونکي جېف بېزوس څخه وړاندې شو او د نړۍ تر ټولو شتمن کس په توګه وپېژندل شو.
د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، بلومبرګ خپرونې راپور ورکړی دی چې د ټسلا موټر جوړونې شرکت مشر اېلن ماسک، تر لنډ ځنډ وروسته د امازون انټرنېټي پلورنځي له بنسټ اېښودونکي جېف بېزوس څخه وړاندې شو او بیاځلې د نړۍ تر ټولو شتمن کس په توګه وپېژندل شو.
نوموړي څو اونۍ وړاندې خپل دغه مقام جېف بېزوس ته پرېښود، خو د ونډو بازار د ښکته او پورته کېدو له امله یې بېرته خپل پخوانی مقام ترلاسه کړ.
په دغه نوملړ کې، د اېلن ماسک شتمني ۱۹۹,۹ میلیارډ ډالره او د جېف بېزوس شتمني ۱۹۴,۲ میلیارډ ډالره، ثبت شوې ده.
اېلن ماسک په تېرې جنورۍ میاشت او وروسته تر دې چې د ټسلا شرکت ونډو د بېساري لوړېدو له امله یې لومړی مقام خپل کړی و.