د پېړۍ معامله؛ نتنیاهو وايي، د فلسطین په اړه د ټرمپ تګلاره لومړی ښه ګام دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسرائیل لومړي وزیر د منځني ختیځ په اړه د امریکې د ولسمشر طرحه د ریښتينې سولې په اړه لومړنی مثبت ګام وباله.
د نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې بنیامین نتنیاهو په دې باور دی چې د امریکې د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د فلسطين او اسرایل ترمنځ د شخړې د هوارۍ لپاره وړاندېز شوې طرحه د رښتینې سولې پر لور لومړني مثبت ګام دی.
د لومړي وزير د دفتر په وینا د ډونالډ ټرامپ طرحه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې لپاره تر ټولو ښه ابتکار دی چې له مخې یې اسرایلیان او فلسطینیان اړ نه دي چې خپل میشت ځایونه او استوګنځۍ خوشې کړي.

Palestinian children throw stones at Israeli tanks in the West Bank town of Jenin 24 September 2003. Sharon said today any prisoner exchange with the Lebanese Shiite Muslim Hezbollah militia would need cabinet approval and ruled out West Bank Fatah leader Marwan Barghuti’s release. AFP PHOTO/SAIF DAHLAH (Photo credit should read SAIF DAHLAH/AFP/Getty Images)

د یادونې وړ ده چې د روان زېږديز کال د جنوري په ۲۸مه د امریکې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اسرایلو لومړي وزیر نتنیاهو په واشنګټن کې د اسرایل او فلسطین ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د طرحې اصلي بندونه (د پېړۍ معامله بلل کېږي) وړاندې کړل چې د دواړو هېوادونو د متقابل پېژندګلوي پر بنسټ ولاړ دي، د دغې طرحې پر بنسټ واشنګټن وړاندېز کوي چې د فلسطين قلمرو دې د غزې تړانګه او د اردون د سیند لویدیځه غاړه وي چې د لېږد را لېږدل د لارو پر مټ به له یو بل سره نښلېدلې وي او د ختیځ بیت المقدس یوه برخه دې د فلسطین د پلازمینې په توګه و ټاکل شي (د نتنیاهو په وینا چې کله په ختیځ بیت المقدس کې د فلسطین د پلازمینې په اړه غږېږو نو موخه مو د یورشلیم د ښار څنډه، ابودیس دي).
هغه مهال د سپینې ماڼۍ مشر ډونالډ ټرمپ، یورشلیم د اسرایلو نه وېشل کېدونکې پلازمېنه وبلله او د اسرایلو د قلمرو په توګه یې د یهودي ښارګوټو د رسمیت پېژندنې په اړه د امریکې د متحده ایالتونو اراده څرګنده کړ.
بل بلو پرون دوشنبه د لومړي ځل لپاره د اسرائیل الوتکه د سعودي عربستان له فضا تیره او متحده عربي اماراتو ته ولاړه. دا الوتنه د اماراتو او سعودي له وروستۍ موافقې وروسته کیږي.