د نړیوال جام غوره لوبډله؛ خو کوم افغان لوبغاړی پکې نشته

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: بهار سمسور
د کریکټ نړیوال جام وړمه ورځ د کوربه انګلستان په بري پای ته ورسیده.
په دې نړیوال جام کې لس لوبډلو ګډون کړی و،چې د هرې لوبډلې له منځه یو، دوه،دری حتآ څلور او پینځه لوبغاړي ښه ولوبیدل او په بېلا بېل وخت کې وځلیدل.
سره له دې چې د افغان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي،محمد نبي راشد خان او هم مجیب د کریکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې مخکې هم و/دي،خو د تمعې خلاف په دغه نړیوال جام کې هغسې چې په کار و او ضرورت یې و، ونه ځلیدل؛له همدې کبله په دغه غوره لوبډله کې هم شتون نه لري.
دا چې ولې؟
پر دې نه غږیږو، لیکن د کریکټ نړیوالې شورا د لویو ټورنمېنټونو لکه کریکټ نړیوال پنځوس اوریز/ شل اوریز جام،ای سي سي چمپینز ټراپي، اسیا جام او نور غټ ایوېنټس ټورنمېنټونه چې کله هم پای ته ورسیږي، کریکټ مبصرین او کریکټ نړیوالې شورا د ټورنمېنټ غوره لوبډله، چې په ټورنمېنټ کې د هرې لوبډلې ځلیدلي لوبغاړي پکې وي اعلانوي.
د دې نړیوال جام غوره یولس کسیزه لوبډله د کریکټ نړیوالې شورا د پینځه کسیزې کومیټې له لوري اعلان شوې،چې په دغه کومیټه کې کومینټیټران این بیشاپ،این سمېت،ایشا ګوها، د کریکټ نړیوالې شورا عمومي مدیر ایلاردیس او خبریال لورینس پکې دي، له دې نړیوال جام دغه لوبغاړي غوره لوبډله کې اعلان کړي دي.
FB_IMG_1563249141910.jpg
دغه لوبغاړي له انګلستان، نیوزلېنډ، اسټرالیا، هندوستان او بنګلادېش څخه غوره شوي، اما د افغانستان په شمول د پاکستان،سریلنکا، جنوبي افریقا او ویسټینډیز پکې کوم لوبغاړی وجود نه لري.
لوبډله:
لوبډلمشر کین ویلیمسن، جیسن رای، روهیت شرما، جي رووټ، شکیب الحسن، بین سټوکس، (ویکټ ساتونکی)الیکس کیري، میچل سټارک، جفرا ارچر، لوکي فیرګسن، جسټ پرېټ بومرا.
سره له دې چې د این مورګن په لوبډلمشرۍ کې انګلستان د دې نړیوال جام اتل شو،خو پینځه کسیزې کومیټې لوبډلمشر کین ویلیمسن ټاکلی دی.