دا ۴ لوبغاړي IPL کې ونه ځلیدل، خو نړیوال جام کې ښه روان دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه:بهار سمسور

کریکټ د زغم، حوصلې، فکر لوبه خو ده، ولې مهمه یې دا ده، چې د تخنیک لوبه هم ده.

زیاتره کریکټ په نړیواله کچه شل اوریز فارمټ کې کیږي او علت یې نړیوال تجارتي لیګونه هم دي.

تر نړیوال جام مخکې هند غوره لیګ(IPL) تر سره شو،چې نیږدې د هر هېواد د ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړي پکې مصروف ول او لوبیدل.

په دغه لیګ کې څلور هغه لوبغاړي،چې د هند غوره لیګ اړوند لوبډلې پرې تکیه وې، پر دوی یې حساب کاوه، خو تر ډېره یې ښه پړاو نه درلوده.

ولې په نړیوال جام کې په ګډون سره یې بیا ښه بېرته راتګ وکړ او روان نړیوال جام کې بیخي ښه لوبیږي او ځلیږي.

۱: هندی پیلیز توپ وهونکی روهیت شرما

شرما چې په هند غوره لیګ کې د ممبۍ اینډینز لوبډلې لوبډلمشر و هلته ښه ونه لوبیده.

روهیت په هند غوره لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره په ۱۵ لوبو کې یوازې ۴۰۵ مجموعي منډې جوړې کړې، لیکن په روان نړیوال جام کې د زیاتو منډو جوړونکو په لېست کې لومړی مقام لري، چې د څلور سلیزو پر مټ یې ۵۴۴ مجموعي منډې تر لاسه کړي دي.

د نوموړي د بهترینه لوبې له کبله هند دا وخت دوهم پړاو ته کوالیفایډ شوی دی.

۲: بین سټوکس

سټوکس چې د انګلستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الرونډر دی، په توپ وهنه او توپ اچونه کې مهم رول لوبوي، د ۲۰۱۹ کال هند غوره لیګ کې ښه ونه ځلیده.

سټوکس په دغه پړاو کې یوازې ۱۲۳ منډې درلودلې او ۶ ویکټې یې د راجستان رایلز لپاره تر لاسه کړې.

اوس په خپل کوربه توب د کریکټ په نړیوال جام کې د انګلستانۍ لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی.

په روان نړیوال جام کې سټوکس د ۳۸۱ منډو پر مټ د زیاتو منډو جوړونکو په قطار کې نهم ځای لري او په توپ اچونه کې هم ښه ځلیدلی دی.

د سټوکس د دوه اړخیزې غوره لوبې له وجهې انګلستان هم د نړیوال جام دوهم پړاو ته رسیدلی دی.

۳: شکیب الحسن

بنګلادېش هېواد یو بهترین الرونډر لوبغاړی دی، چې زیات کریکټ الرونډران یې سیالي کوي؛ خو ځای ترې نه شي نیولی.

شکیب په هند غوره لیګ کې د سنرایزرز حیدراباد په لوبډله کې ولوبیده.

ده دغه پړاو کې کمې لوبې وکړې او په هغه کچه ونه ځلیده څومره چې ترې تمه وه.

شکیب په هند غوره لیګ کې ۹ منډې جوړې کړې او یوه ویکټ یې واخیسته.

خو له ملي لوبډلې سره په یو ځای کیدو، انګلستان ته په تلو سره یې په روان نړیوال جام کې بهترینه لوبې وکړې.

د ۵۴۲ منډو پر مټ د روان نړیوال جام دوهم زیاتې منډې جوړونکی دی، تر څنګ یې په توپ اچونه کې هم ښه لوبه کړې، خو په لس غوره توپ اچونکو کې نشته.

شکیب د افغانستان خلاف هم بهترینه لوبه وکړه.

د نیمه سلیزې تر څنګ یې پنځه افغان توپ وهونکي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

۴: مجیب الرحمان

د افغانستان اف بریکر ځوان توپ اچونکی.

ده هم هند غوره لیګ کې د پریټي زینټا لپاره ښه لوبه ونه شوه کولی.

اما په روان نړیوال جام کې بیا ښه وځلیده.

مجیب په ۲۰۱۸ کال هند غوره لیګ کې په ۱۱ لوبو کې ۱۴ لوبغاړي وسوځول،خو په ۲۰۱۹ کال یولسم پړاو کې د نوموړي لوبه ښه نه وه.

مجیب په ۵ لوبو کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

ده نیږدې په هر اور کې کم و زیات لس منډې هم ورکړې.

په روان نړیوال جام کې مجیب بیا د افغانستان لپاره اووه ویکټې په شپږ لوبو کې واخیستې او هم یې اقتصادي توپ اچونه وکړه.

د راشد او نبي په شتون کې د مجیب دا لوبه د ستایلو وړ ده.