لیکنه: بهار سمسور
د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام کې د لوبډلو تر منځ بهترینې لوبې تر سره شوې،چې زیاتره هغه لوبډلې چې تر نورو یې پلانونه غښتلي او بنیادي ول د نومرو په درجه بندۍ کې پورته خوا ته د ارتقا په حال کې دي.
ستاسو به زیاتره د زیاتو توپ وهونکو د توپ وهنې انداز،رنزونه او یا په خپله لوبغاړي خوښ شوي وي، ولې کریکټ لوبه یوازې د توپ وهنې یا توب نیونې برخه نه؛ بلکې یوه بله ډېره مهمه د توپ اچونې برخه هم لري چې زیات خلک یې خوښوي.
په روان نړیوال جام کې یو شمېر توپ اچونکو ځینې داسې توپونه ګزار کړي دي، چې هم ښه توپ اچونه دهیا هغه بال ښه ثابت شوی، د لوبې بڼه یې بدله کړې ده، توپ وهونکی یې حیران کړی، سوځولی هم دی.
که تاسو د نړیوال جام ټولې لوبې ننداره کړي وي، نو خامخا به دغو توپونو لیدو تاسو ته خوند هم درکړی وي.
موږ دلته درته دا تر سره شوي غوره توپونه،سره له تصویرونو ښیو:
۱: کولدیپ یادوف، بابر اعظم ته
د هند او پاکستان تر منځ په لوبه کې یو وخت پاکستان بیخي ښکلې توپ وهنه روانه کړې وه.
بابر اعظم د هندي توپ اچونکو خلاف نه تسلیمیده.
چینا مېن کولدیپ یادوف په دغه لوبه کې پنځه اورونه ګزار کړل خو د امام الحق او بابر اعظم لپاره یې ستونزه جوړه نه کړه، ولې بیا هم کپتان ویرات کوهلي د توپ اچونې لپاره انتخاب کړ.
کولدیپ د بابر اعظم خلاف یو ډېر ښکلی توپ ګزار کړ، چې له اف سټمپ څخه یې د نوموړي ویکټو ته دغه توپ د ننه کړ او په دې توګه یې بابر اعظم کلین بولډ کړ.
بابر حیران و،چې څنګه ترې دغه توپ ویکټو ته د ننه شو، خو هغه که هر څومره حیران او خفه و ویکټ یې له لاسه ورکړې وه.
تر دې وروسته نو پاکستان ښه ورځ ونه لیده او لوبه یې هند ته بایلوده.
د اي اېن پي اېس کریکن فو له خوا دا د روان ټورنمېنټ لومړی بهترین بال ښودل شوی دی.
۲: میچل سټارک، بین سټوکس ته
د انګلستان او اسټرالیا تر منځ په لوبه کې هم یو ښکلی توپ تر سره شو.
دغه لوبه هم د دوه غښتلو لوبډلو تر منځ،چې زیاتره وخت یې لوبه لکه د هند او پاکستان تر منځ؛ له شور، جذبې او احساساتو ډکه وي تر سره شوه.
په دغه لوبه کې د انګلستان پیاوړی الرونډر بین سټوکس په ویکټ ولاړ و او د انګلستان لپاره یې منډو جوړولو هڅه کوله،لیکن تقدیر بل څه ورته لیکلي و.
سټارک چې په چپ لاس چټکه توپ اچونه کوي، او په یارکر توپونو کې پوره تجربه لري، د یو داسې یارکر په ګزارولو سره یې سټوکس بولډ کړ چې بیا به یې عمري یاد ساتي.
دا په روان نړیوال جام کې دوهم بهترین بال حساب شوی دی.
۳: شاداب خان، کین ویلیمسن ته
د نیوزلېنډ او پاکستان تر منځ هم یوه په زړه پورې لوبه وشوه.
نیوزلېنډ چې په روان نړیوال جام کې ښه روان و، پاکستان راوګرځوه.
په دغه لوبه کې نیوزلینډی لوبډلمشر کین ویلمسن توپ وهنې ته راغی،چې تر ډېره یې لوبډله هم پر ده تکیه ده.
خو د شاداب له خوا یو ډېر ښکلی بال چې په اف سټم کې ګزار شوی و،د نوموړي له سټاپ (ودرولو) سره ترې ویکټ ساتونکي ته کېچ بهر شو.
کین ویلمسن هیڅ نه پوهیده چې د نوموړي د دومره هڅې سره ولې ترې د توقع خلاف داسې اېج اووت.
۴: شاداب خان ،جي رووټ ته
د انګلستان او پاکستان تر منځ په لوبه کې یو بل ډېر ښکلی توپ تر سره شوی دی.
د اي اېن پي اېس ویب پاڼې د خبر پر اساس چې دا د لوبې تغریونکی توپ دی.
شاداب خان په فام کې جي رووټ ته یو چټک توپ په اف سټم کې ګزار کړ،جي رووټ په باک فوټ باندې ترډمېن ته د لېټ کټ شاټ هڅه وکړه؛ لیکن سیدا یې په ګلي کې ولاړ توپ نیونکي ته کېچ ورکړ.
د رووټ هیڅ فکر نه و، خو د یو هوښیار توپ ښکار او انګلستان په ستونزو کې ښکېل شوی و.
۵:لوکي فوریګسن ،فاپ ډوپلیسي ته
دا په روان نړیوال جام کې یو بل تغیرونکی او د فکر خلاف توپ حساب شوی دی.
د جنوبي افریقا او نیوزلېنډ تر منځ د لوبې ښکلې او حیرانونکي صحنه همدا وه.
ډوپلیسي پر ویکټ ولاړ و فوریګسن توپ اچونه کوله،چې په ۱۴۸ سپیډ سره یې فول لېنت بال ګزار کړ.
ډوپلیسي د ټولې تجربې سره بیا هم د دغه چټک توپ په ودرولو بریالی نه شو او د ده لپاره د حیرانتیا او خفګان باعث دا بال په سراعت سره د نوموړي له بېټ تېر او دواړه بیلزونه یې په هوا شول.
۶: مجیب الرحمان، روهیت شرما ته
د افغانستان او هند تر منځ د لوبې هغه شیبه چې هندوستان یې تر پایه په پریشر کې نیولی و.
کله چې هند روهیت شرما ژر له لاسه ورکوي، نو هند زیاتره وخت له ستونزو سره مخ کیږي.
په دغه لوبه کې مجیب روهیت شرما ته په لاین باندې اف سټمپ کې یو ښه توپ ګزار کړ، چې روهیت یې په دفاع کولو کې هم بې وسه و او بولډ شو.
د دې ویکټې په له لاسه ورکولو هندوستان په پرله پسې توګه له فشار سره مخ و.
۷: شیلډن کټرل،مارټین ګاپټل ته
د ویسټینډیز او نیوزلېنډ تر منځ لوبه د یو په زړه پورې یارکر شاهده وه، چې کټرل د لوبې په لومړیو اورونو کې مارټین ګاپټل ته ګزار کړ.
دا توپ له سوېنګ څخه ډک یارکر و،ګاپټیل یې پر بېټ لوبو کې بې وسه و،کټرل د اېل بي ډبلیو غوښتنه کوله،لیکن لوبڅار د نه په مانا سر وخوځو.
ویسټینډیز ریویو وغوښته، بال له بېټ سره نه و لږیدلی،مخامخ ویکټ لږیده او کټریل د مارټین ګاپټیل ویکټ تر لاسه کړه.
دا په روان نړیوال جام کې اووم بهترین بال حساب شوی دی.
۸: میچل سنټنر ،هاشم امله ته
د نیوزلېنډ او جنوبي افریقا تر منځ لوبه د دغه حیرانونکي توپ شاهده وه.
سنټنر د هاشم امله د ویکټ اخیستو لپاره توپ اچونې ته انتخاب شو.
یو ښایسته توپ،چې لږ لیرې پیچ شوی و، امله په سیدا ملا سره د لوبولو هڅه وکړه؛لیکن توپ دومره ټرن واخیست (تاو شو)چې سره له دې،امله سیدا بېټ راوړ،ولې بیا هم د نوموړي اف سټم ولږیده او د سنټنر له خوا بولډ کړل شو.
د همدې ملګرتیا له ماتیدو سره جنوبي افریقا ښه ورځ ونه لیده.
۹: انډري رسل ،فخر زمان ته
د پاکستان او ویسټینډیز تر منځ په دې لوبه کې اندري رسل د فخرزمان خلاف توپ ګزار کړ.
توپ نیمه باونسر و او د فخرزمان د توقع خلاف د نوموړي هیلمټ ته پورته شو،په هیلمټ تر لږیدو وروسته د فخرزمان ویکټو ته راغی او بیلزونه یې ګزار شول.
په دې توګه فخرزمان د یو شکل بدبختۍ ښکار او وسوځیده.
۱۰: اوشان توماس ،ایرن فېنچ ته
ویسټینډیزي چټک توپ اچونکي اوشان توماس د ایرن فېنچ خلاف یو ښکلی توپ په اف سټم کې ګزار کړ.
ایرن فېنچ غوښتل دا بال پوینټ او ګلي ته ولوبوي،خو ویکټ ساتونکي شایي هاپ ته ترې کېچ اووت او نوموړی ژر بېرته ستون کړل شو.
ایرن فېنچ د اسټرالیا لوبډلمشر دی او د نوموړي د غوره توپ وهنې په وجه اسټرالیا د روان نړیوال جام دوهم پړاو ته کوالیفایډ شوې هم ده.
خو ویسټینډیزي ټیم په دغه لوبه کې د نوموړي د سوځولو لپاره ډېر قوي پلان نیولی و او بریالي هم شول.
۱۱:جفرا ارچر ،فاف ډوپلیسي ته
ارچر په ناڅاپي توګه د انګلستان په لوبډله کې انتخاب شو،او په نړیوال جام کې ښه وځلیده.
په دغه لوبه کې ارچر ډوپلیسي ته نیمه شاټ بال ګزار کړ،دغه بال ډوپیلیسي ته د نوموړي د فکر خلاف راغی په بېټ تر لږیدو وروسته فاین لېګ کې معین علی کېچ واخیست،چې دلته د ډوپلیسي ژر سوځیدل د جنوبي افریقا په ماتې تمام شول.
پورته یولس غوره توپونه په روان نړیوال جام کې د لوبډلو د ماتې، د لوبې د بڼې د تغیر باعث شوي، تخنیکي او با تجربه توپونه ښودل شوي دي.
په همدې وجه اي اېن پي اېس کریکنفو په روان نړیوال جام کې د ټورنمېنټ تر اوسه غوره توپونه یاد کړي دي.