د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
پخوا به ښځو د ژوند په څلورمه او پینځمه لسیزه کې سیاسي منصبونه او محبوبیت ګاټه؛ خو اوس په ځوانۍ او لږ عمر کې هم د ځلیدو او محبوبیت فرصت لري.
دوی اوس د نورو خواصو ترڅنګ پخپل ښایست هم د لوړ محبوبیت مقام ګټلی شي.
دلته د نړۍ په کچه د زیاتو ښکلو او محبوبو ښځینه سیاستوالو په اړه معلومات درکوو.
دا معلومات د نوي نسل پر ښځینه سیاستوالو زیات را څرخي.
کنه هیلري کلینټن، ایندراګاندي، مارگارت تاچر، آنگلا مرکل، یولیا تیموشنکو، گولیندا گرابار کیتاروویچ، ایوانکا ټرمپ او ورته نور هم د یادونې وړ وې.
۱۰- مریم نواز- پاکستان
182104 9418197 updates د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
د پاکستان د مخکیني صدراعظم نواز شریف لور د نړۍ په کچه د ښایست له پلوه تر ټولو غوره سیاستواله ګڼل شوې.
مریم په ۲۰۱۲ کې سیاست ته راوتې؛ هغه په ۲۰۱۳ کې د پلار لخوا یې د ځوانانو په چارو کې د صدراعظم مشاوره وټاکل شوه.
مریم په ۱۹۹۲ کې د محمد صفدر په نوم له یوه متقاعد پوځي سره واده وکړ.
۹- وانیا هادزوویچ- صربستان
Vanja Hadzovic w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
وانیا هادزوویچ د نړۍ یوه بله تر ټولو ښایسته سیاستواله ده.
هغه په صربستان کې دنیا ته راغلې او په سیاست کې د مناسب اندام او جذبونکي ښایست له کبله یې زیاته مشهوره شوې ده.
نوموړې د ښایست له کبله یې د هېواد په کابینه او رسنیو کې د ډېر پام وړ وه.
دا سیاستواله د تلویزوني خپرونو چلوونکې هم پاتې شوې. له دې سره یې دا کمال نور هم پیاوړی دی، چې څنګه خپل جذابیت لا زیات او د خلکو پام ور واړوي.
وانیا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه هم دنده سرته رسولې ده.
هغه زیاته ازاد خیاله هم ده، له وزارته یې ترهغې وروسته استعفا وکړه چې ځینې خصوصي عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې زیات جنجالي شول.
۸- آلینا کابوا- روسیه
آلینا ماراتوونا کابواو یوه مشهوره موډله، سینماګره او سیاستواله ده.
alina kabaeva in the duma w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
کابوا په ۱۹۸۳ کې هغه مهال د ازبکستان په تاشکند ښار کې دې نړۍ ته راغله، چې شوروي اتحاد پر دغه هېواد واکمن و.
هغه د یوې مشهورې ورزشکارې په توګه ګڼ مډالونه هم لري.
کابوا په ۲۰۰۷ کې سیاست ته راغله او د روسیې د پارلمان غړیتوب یې ترلاسه کړ.
هغه په مسلسل ډول د رسنیو د پام وړ وه.
څه موده مخکې له ولسمشر پوتین سره د نوموړې د واده اوازه وه، خو بیا رد شوه.
۷- لوسیانا لئون- پیرو
luciana leon 660x330 w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
لوسیانا لئون د پیرو د مشهور سیاستوال روملو لئون آلگریا لور ده. هغه غواړي د خپل پلار ځای ناستې شي.
لوسیانا په ۱۹۷۸ کال کې زیږیدلې. خلک هغه یوه صادقه سیاستواله ګڼي.
نوموړې له سن مارتین دی پورس پوهنتون څخه د سیاست او حکومتولۍ په برخه کې د زده کړو تر ټولو لوړ سند ترلاسه کړی.
دا ۱۴ کلنه وه، چې د آپریستا ګوند د ځوانانو څانګې مشري ورپه غاړه شوه.
لوسیانا د زیرکتیا ترڅنګ په ښایست او جذابیت کې هم نوم لري.
نوموړې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د خپل هېواد د کنگرې غړې وه..
۶- ستریدا گیگي- لبنان
Sethrida Geagea 33 w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
اصلي نوم یې ستریدا تاوک دی او په ۱۹۶۷ کال کې د ګانیا په کوماسي کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
هغې لومړی په خپل هېواد او جنوبي آفریقا کې سوداګري کوله.
وروسته د لبنان په امریکایي پوهنتون کې شامله او د سیاست علاقه منده شوه.
په کال ۱۹۹۱ کې یې د لبنان له مشهور سیاستوال سمیر جعجع سره واده وکړ.
ستریدا جعجع د ښایسته څېرې لپاره یې د ډېرو خوښیږي او له جذابو ښځینه سیاستوالو ګڼل کیږي.
۵- یوري فوجیکاوا- جاپان
Yuri Fujikawa w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
دا جذابه جاپانۍ سیاستواله د ښایسته څېرې ترڅنګ جذاب شخصیت هم لري؛ هغه د پارلمان د پخواني او په صداقت د مشهور سیاستوال هاچینو لور ده.
فوجیکاوا اوس په پارلمان کې د محافظه کار ګوند استازې ده.
جالبه دا ده، چې نوموړې د خپلې ودې لپاره د پلار له ملاتړ او قدرته استفاده نه ده کړې.
۴- ایوا کایلي
Eva Kaili224uy w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
ایوا کایلي د تلویزیوني خپرونو پخوانۍ چلوونکې او د اروپایي ټولنې د پارلمان غړې ده.
نوموړې له سیاسی Pasok سیاسي ګوند سره، چې د یونان اړوند ده، تعلق لري.
کایلي د ماشومانو د حقونو د دفاع سابقه لري. هغه په ۱۹۷۸ د یونان په تسالونیکي کې نړۍ ته راغلې او زده کړې یې د انجینرۍ په برخه کې کړي.
دا سیاستواله اوس د یونان د پارلمان ریسه او د ناټو د پارلماني ډلې غړې هم ده.
۳- جولیا بونک- آلمان
julia1 w700 1 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
جولیا بونک یوه ښکلې آلمانۍ سیاستواله ده. هغه د ساکسوني ایالت په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازیتوب کوي.
هغه له ۱۸ کلنۍ څخه د دغه ایالتي پارلمان غړیتوب ترلاسه کړی. اوس یې عمر ۳۰ کاله دی.
بونک له ماشومتوبه د سیاست لېواله وه، ۱۴ کلنه وه چې د ښوونځي د شورا غړې شوه.
دې په درسدن پوهنتون کې سیاست او تاریخ لوستی.
۲- روبي دالا- کاناډا
Ruby Dhalla Canada 600x400 w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
روبي دالا د ازادۍ ګوند غړې، ښایسته او لومړنۍ هندو- سیک مذهبه ښځه ده، چې د کاناډا پارلمان ته یې لاره موندلې.
دالا په کال ۱۹۷۴ د کاناډا په ذویني پگ کې زیږیدلې.
هغه په لومړي ځل هغه وخت مشهوره شوه، چې د طلایي په نوم معبد کې یې د سیکانو تر وژل کیدو وروسته د وخت لومړي وزیر ته لیک ولیکه.
سیاست یې په ۱۹۸۴ کې پیل او وروسته د یوې مشهورې لیبرالې ښځې په توګه وپېژندل شوه.
۱- ماریا کارفاگنا- ایټالیا
MaraCarfagnaFILEProfileSilvioBerlusconiCPoEPDhvNUvl w700 د نړۍ ترټولو جذابه او ښایسته سیاستوالې وپېژنئ
ماریا کارفاگنا یوه پېژندل شوې موډله او سیاستواله ده. هغه د ښایست او جذابیت لپاره یې هم ډېره مشهوره ده.
هغه په ۱۹۷۵ کې زیږیدلې، زده کړې یې د حقوقو او ژورنالېزم په برخو کې کړي.
کارفاگنا په ۲۰۰۴ کې د یوې سیاسي او ټولنیزې فعالې په توګه را میدان ته شوه.
وروسته په مختلفو کابینو کې د وزیرې په توګه پاتې شوه او نړیوال شهرت یې وګاټه.