ولسمشرغني د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د حکومت پر چمتوالي وغږید

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
خبر: بشر درویش

ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني وړمه شپه د نړیوال بانک رهبري پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې ویډیو کنفرانس کې، د نړیوال بانک رهبري پلاوي د افغانستان بېلابېلو اقشارو ته د رسېدو په موخه چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله زیانمن شوي د مالي مرستې برابرولو لپاره خپل هر اړخیز تیاری وښود.

ښاغلي غني له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د نړیوال بانک له مرستو د مننې ترڅنګ، د هیواد د انکشافي وضعیت او په لویو ملي پروژو کې د تحرک رامنځته کولو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي همداراز جینوا کنفرانس ته د حکومت د تیاریو او د ملي لومړیتوب لرونکو برنامو په اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نوموړي هغو کډوالو ته د دولت د تیاریو په اړه چې له ګاونډیو هیوادونو څخه هیواد ته راستنېږي معلومات ورکړل او خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې په روغتیایي سکتور کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ.