
د کرکټ په نړۍ کې هرکال خطرناک لوبغاړي خپل ځانونه څرګندوي، د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې په زړه پورې لوبغاړي جوتېږي، له دې لوبغاړو یو، یو لوبغاړی په ګوته، ګوته د کرکټ نړیواله شورا راټولوي او بیا ترې لوبډله جوړوي؛ چې دې لوبډلې ته بیا ورلډ ایلیون یا د کرکټ نړیوالې شورا ۱۱ کسیزه نړیواله لوبډله وايي.
تېرکال همدې لوبډلې د فاف ډوپلیسي په لوبډلمشرۍ پاکستان ته سفر کړی و او له پاکستان سره یې د شل اوریزو لوبو سیریز وکړ.
د کرکټ نړیواله شورا لیکي؛ تاسې زمونږ د نړۍ یوولس کسیزه لوبډله لېدلې، دا لوبډله د هغو لوبغاړو څخه جوړه ده، چې د کال په اوږدو کې یې خورا ښه کرکټ کړی وي.
دا لوبډله بیا د یوې لوبډلې پر وړاندې د کال په اوږدو کې لوبېږي.
د ښې لوبډلې اپوټه (برعکس) بده لوبډله
اوس د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو په اوږدو کې هغه لوبغاړي را اخېستي، چې د خپلو لوبډلو لپاره یې بدې او خورا خرابې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا له دغو خرابو لوبو له کبله هورر لوبډله یا په ستونزو کې د ګېروونکو لوبو له کبله یوولس کسیزه بده لوبډله هم جوړه کړې ده او د هغو لوبغاړو نومونه یې رااخېستي چې لوبډله یې په خپلو لوبو سره نړیوال جام کې په مشکلاتو اخته کړې ده.
ناصر جمشېد
ناصر جمشېد چې پاکستانی کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، ده په هندوستان کې د هندوستان خلاف ۲۰۱۳ م کال کې په ۵ یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې درې پرله پسې سلیزې ووهلې او له هغې وروسته یې محبوبیت لا زیات شو.
۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د حفیظ پر ځای واخېستل شو؛ خو ښه ونه ځلېده او بیا یې پر ځای یونس خان واخېستل شو.
ده نړیوال جام کې د زِمبابوې خلاف لوبه کې یوه منډه وکړه، بیا یې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې هم نړیوال جام کې یوه منډه وکړه، له دې وروسته دا بیا د ده وروستی نړیوال جام شو.
اوس ناصر جمشېد د هغو لوبغاړو په نوملړ کې راغلی، چې په خپله لوبډله یې د ټاپ توپ وهونکي په توګه ښه ذمه واري نه ده ادا کړې او په خپله لوبډله یې د خرابې لوبې له امله سړه لرې تبه تېره کړې ده.
رامِش کالووېتارانا
د سریلانکا کالو وېتارانا په ۱۹۹۶ م کال نړیوال جام کې د سریلانکا لپاره خورا بد و، کالو وېتارانا له ۱۹۹۶ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام وړاندې د اسټرالیا خلاف په درې اړخیز سیریز کې درې پرله پسې نیمه سلیزې ووهلې؛ خو کله چې د ۱۹۹۶ م کال نړیوال جام لپاره واخېستل شو، په شپږو پاڼیو توپ وهنه کې یې ټولې ۷۳ منډې کړې وې د سریلانکا لپاره یې په نیمه پایلوبه کې صفر یوړ او په پایلوبه کې یې یواځې ۶ منډې وکړې.
هغه مهال دی د کلیدي توپ وهونکي په توګه اخېستل شوی و؛ خو لوبډله یې د خپلې ناکارې لوبې په وسیله ستونزو کې ګېر کړه.
دا جام بیا سریلانکا وګاټه.
حبیب البشر
حبیب البشر بنګله دېشی غوره توپ وهونکی و، دی د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۳ کال نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو څخه وړاندې خورا ښه لوبېده او د بنګله دېش لوبډلمشر ټاکل شوی و؛ خو په نړیوالو جامونوکې یې کارکرده ګي د بنګله دېش لپاره د کرکټ کرغېړنه کرښه شوه، په ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام کې د کاناډا او نیوزیلېنډ خلاف په صفر اوټ شو.
دی بیا په همدې کال کې دننه، دننه له لوبډلمشرۍ لرې شو او بیا په ۲۰۰۷ م کال له لوبډلې هم لرې کړل شو.
د ده ځای په ۲۰۰۷ م کال کې تمیم اقبال، شکېب الحسن، مشفق الرحیم او مشرفی مرتضی ونیو او خورا بریالي لوبغاړي هم دي.
انضمام الحق او ۲۰۰۳ کال نړیوال جام کې یې ناکامه لوبه
پاکستانی ښی لاسی توپ وهونکی و، دی د نړۍ یو غوره توپ وهونکی بلل کېده؛ ده په ۱۹۹۲ م کال نړیوال جام کې پاکستان د ښې توپ وهنې له کبله په اتلولۍ نازولی و.
له دې وروسته نړیوال جام کې بیا انضمام الحق پاکستانۍ لوبډله پوره ستونزه کې دوچار کړه، هغه په خپله خرابه توپ وهنه نړیوال جام ولړزاوه، په ټول جام کې یې یواځې ۱۹ منډې وکړې او شپږ پاڼۍ یې ولوبولې.
دا نو ۱۹۹۶ او ۱۹۹۹ کلونو نړیوال جامونه وو، چې انضمام پکې خپله خرابه توپ وهنه وکړه.
دا مهال د انضمام ستره ستونزه د زیات وزن درلودل و.
الن بارډر
الن بارډر اسټرالیایي لوبډلمشر و، ۱۹۸۷ کال نړیوال جام کې هغه ښه ونه ځلېد، له هغې وروسته لوبوکې یې هم ښه لوبه نه وه کړې؛ خو د پخوانیو اعتمادي لوبو په وجه د ۱۹۹۲ م کال نړیوال جام لپاره د ښې لوبې په پار واخېستل شو، په دې جام کې ده په ۷ پاڼیو لوبو کې یواځې ۶۰ منډې جوړې کړې وې او په نیمه پایلوبه کې په ریورس سويپ شاټ سره یې وېکټ له لاسه ورکړه او اسټرالیا په نیمه پایلوبه کې د ده د ناسمې لوبې په وجه ماته شوه او له سیالیو بهر شوه.
کیت ارتورټن
د ویسټ اڼدیز د توپ وهنې الراونډر و، ده د ۱۹۹۲ م کال نړیوال جام وړاندې د ویسټ انډیز لپاره د انګلستان او هند خلاف ۲۳۳ منډې کړې وې او د ښې لوبې لپاره نړیوال جام کې واخېستل شو.
دی په ۱۹۹۲ م کال نړیوال جام کې درې ځلې په صفر او دوه ځلې په یوه، یوه منډه اوټ شوی و او بیا سیمي فاینل کې له نړیوال جام نوملړ څخه لرې شو.
د یو کلیدي لوبغاړي په توګه یې ذمه واري بیخي نیمګړې وه او نه ځلېدلو یې لوبډله له ماتو سره مخ کړه.
منوج پارابکر
پار ابکر د هندوستان ښي لاسی توپ وهونکی او مېډیم یا منځنی توپ اچوونکی و.
ده د ۱۹۹۶ م کال نړیوال جام وړاندې ښه توپ اچونه کوله؛ خو په ۱۹۹۶ م کال نړیوال جام کې یې یواځې درې وېکټې واخېستې او د کلیدي بالر په توګه یې خپله ناکامي څرګنده کړه او د هندوستان لپاره بدترین لوبغاړی حساب شوی و.
جان برېس وېل
دی نیوزیلېنډی اف سپېن بالر و، ده د نیوزیلېند لپاره په ټېسټ لوبو کې ۱۰۰ وېکټې اخېستې وې او اکلېنډ کې یې د اسټرالیا خلاف لوبه کې ۱۰ وېکټې واخېستې.
۱۹۸۰ کلونوکې په یو ورځنیو لوبوکې هم خورا ښه بالر و.
خو هغه په ۱۹۸۷ م کال نړیوال جام کې یواځې یوه وېکټ واخېسته او نیوزیلېنډ لپاره بدترین بالر تمام شو.
ټوني سوجي
د کینیا جادوګر بالېنګ الراونډر و، د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۳ کال نړیوالو جامونو څخه وړاندې لوبوکې خورا ښه ځلېده، خو په دې جامونو کې یې بیا د الراونډرۍ مور مړه وه او لوبډله یې له ماتو سره مخ کړه.
په ۱۹۹۹ ، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کال نړیوالو جامونو کې هغه ولوبېد او یواځې یوه وېکټ یې اخېستې وه.
توپ وهنه کې یې هم یواځې په ۲۹ توپونو لوبولو سره ۱۴ منډې کړې وې.
کارکرده ګي یې د الراونډر په توګه د ناکامیو سرچینه وه.
ایس وېنټا کاټ ارا ګاوان
دی د هندوستان پخوانی لوبغاړی او دوو لومړیو نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو کې د هندوستان لوبډلمشر تېرشوی دی.
ده د دوو نړیوالو جامونو څخه مخکې ښې لوبې کولې؛ خو په دغو جامونوکې یې په ۱۵ لوبوکې یواځې ۵ وېکټې واخېستې او د هند لپاره مُضر تمام شو.
جیمز انډرسن
جېمز انډرسن په ټېسټ لوبو کې د سوېنګ پاچا بالر یادېږي، ده خورا ښه بالېنګ کاوه؛ خو ۲۰۰۷ م کال نړیوال جام کې وټکېده، هر اوور کې یې له ۶ بره منډې ورکړې، په ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې هم ښه نه و.
په دواړو نړیوالو جامونو کې یې د توپ اچونې اوسط په هره لوبه کې له ۴۰ بره و.
د ده په شتون کې ترې نېدرلېنډ لوبه وګټله او ریان ټېن ډېس کټي پرې سلیزه ووهله.
کیوین اوبراین دی وټکاوه او د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې یې له انګلستان څخه ۳۲۸ منډې هدف چېس کړ.
اوبران په دې لوبه کې سلیزه ووهله.
دا په تېرو نړیوالو جامونو کې هغه لوبغاړي وو، چې د لوبډلو لپاره یې د خرابو لوبو له کبله تور تاریخ پرېښی دی او نړۍ کې اوس ۱۱ سره لوبغاړي د هورر یا بدې یوولس کسیزې لوبډلې په نوم یادېږي.
دا چې سږ کال نړیوال جام کې به کوم لوبغاړي د ټیم لپاره، د نه ځلېدلو له امله ستونزې جوړوي، معلوم به شي.