
د کرېک بز په نوم وېب پاڼې یوه مقاله خپره کړې، چې په دې مقاله کې راغلي، هغه دوه لوبډلې چې د نړیوال جام پایلوبې ته وځي دواړو وروستیو بریالیو لوبډلو ته ۶ ملیونه ډالر ورکول کېږي.
په دې امریکایي ډالرو کې ۴ ملیونه اتلولۍ ګټونکې لوبډلې او ۲ ملیونه د پایلوبې بایلونکې لوبډلې ته ورکول کېږي.
د دې دوو لوبډلو سربېره هغو لوبډلو ته نغدي جایزې ورکول کېږي، چې د نړیوال جام تر سیمې فاینل یا نیمه پایلوبې ته تګ وکړي.
د سیمې فاینل لوبډلو هرې یوې ته اته ، اته لکه امریکایي ډالر ورکول کېږي.
ګډون کوونکې لوبډلې ته څلوېښت، څلوېښت زره امریکایي ډالر ورکول کېږي.
۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې اسټرالیا نړیوال جام ګټلی و او هغوی ته ۳ اعشاریه ۷۵ ملیونه امریکایي ډالر ورکړل شوي وو.
دا ټولې پېسې لس ملیونه امریکایي ډالر دي، چې په دې کې د کواټر فاینل بایلونکې لوبډلې ته ۳ سوه زره امریکایي ډالر ورکول کېږي.
د کواټرفاینل څخه پاتې لوبډلو ته سل، سل زره امریکایي ډالر ورکول کېږي.
د نړیوال جام لوبې او د ټېکنالوژۍ په وسیله یې پوښښ
په نړیوال جام کې ټولې ۴۸ لوبې کېږي، چې د هرې لوبې لپاره به کېمرې لګېدلې وي.
د کرکټ نړیواله شورا وایي د دغو لوبو د پوښښ لپاره ۳۲ کېمرې لګول کېږي، دا کېمرې به په لوړ کیفیت سره وي.
د نړیوال جام لپاره د اته الټرا حرکتونو په نوم کېمرې لګول کېږي، چې په دې کې د وېکټو ښودلو کېمرې د سپایډر کېم په نوم دي.
د لوبو د پوښښ کېمرې ۳۶۰ درجې ساحه راخلي، چې د لوبغالي بشپړه دایره جوړوي.
د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ وایي، چې دوی به سکور کارډ هم په ښه ډول چمتو کوي او ښه ټېکنالوژۍ باندې به نندارې ته وړاندې کېږي.
نړیوال جام کې لس لوبډلې د یو بل پر وړاندې یو ځل لومړي پړاو کې مخ کېږي، چې ۴ لوبډلې تر نیمه پایلوبو ځي.
دا جام ۴۶ ورځې دوام کوي او په ۱۱ لوبغالو ترسره کېږي.
د جولای په ۱۴ مه نېټه د نړیوال جام پایلوبه کېږي.