د نړۍ دغو ۱۵ هېوادونو ته تګ ازاد، خو بېرته راتګ منع دی!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

که څه هم د يوه کال راهيسي د کورونایې شرایطو لپاره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تګ راتګ منع شوی دی او خلک نه شي کولای چې په اسانۍ سره له يوه هېواد نه بل هېواد ته سفر وکړي، خو په دې ډله کې يو شمېر داسې هېوادونه هم شته چې د نړۍ وګړو ته یې د سفر کولو اجازه ورکړې ده او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بېلابېل وګړي ورته سفر کولای شي.

خو دغو هېوادونو د مسافرينو لپاره يو شمېر قوانین هم ټاکلي دي او د نړۍ هغه وګړي چې غواړي دغو هېوادونو ته سفر وکړي باید کورونايي شرايط او حفظ الصحه په سمه توګه مراعت کړي.

خو په نړۍ کې يو شمېر داسې هېوادونه هم شتون لري چې د وګړو تګ ورته اسانه دی خو د بېرته راتګ اجازه ورته نه ورکول کېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته دغه هېوادونه در وپېژنو او هغوی ته د سفر کولو قوانین درته په نښه کړو.

هغه هېوادونو چې په کورونايي شرايطو کې هم مسافرين مني هند، پاکستان، فرانسه، بوتسواني، برازيل، د چک جمهوريت، اسټوني، ايرلنډ، لسوټو، مالاوي، موزامبیک، اسلواکي، سويلي افريقا، او زامبیا دي.

دا هغه هېوادونو دي چې د نړۍ ټولو وګړو ته یې د سفر کولو اجازه ورکړې ده او څوک چې دغو هېوادونو ته سفر کوي باید کورونایې شرایط او حفظ الصحه مراعت کړي.

خو د دغو هېوادونو وګړي او په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو شته مسافرين نه شي کولای چې نورو هېوادونو ته سفر وکړي يا له دغو هېوادونو نه بهر لاړ شي. دا ځکه چې نور هېوادونه د دغو هېوادونو مسافرين نه مني.

د نړۍ ډېرو هېوادونو د ياد شويو هېوادونو وګړو ته د ټکټ خرڅلاو منع کړی دی او په هغوی یې تګ راتګ منع کړی دی، ترڅنګ یې دغو هېوادونو په خپلو خلکو هم د ټکټ خرڅلاو منع کړی دی او دغو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه یې نه ده ورکړې.

کوم هېوادونه چې د دغو ۱۵ هېوادونو په وګړو سفر بند کړی دی او د خپل هېواد وګړو ته هم اجازه نه ورکوي چې يادو هېوادونو ته سفر وکړي، د سفر د منع کولو تر ټولو لوی لامل یې په يادو ۱۵ هېوادونو کې د کورونا وبا له حد نه زیات خپراوی ښودلی دی.

هغوی وايي چې د وګړو په تګ راتګ سره دغه وایروس له يوه هېواد نه بل هېواد ته لېږدول کېږي چې دا د دوی لپاره يو لوی ګواښ دی.

اوس مهال د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د کورونايي شرایطو او حفظ الحصې په مراعتولو سره هم د سفر کولو اجازه نه شته خو په ځینو ځانګړو شرایطو کې ځيني کسانو ته لکه محصلینو، سوداګرو او يا هغو کسانو لپاره چې د يوه هېواد دايمي اوسېدونکي وي خو د يوې لنډې مودې لپاره یې بل هېواد ته سفر کړی وي، سفر کول ازاده دي او يا هم په لږو شرایطو د سفر کولو اجازه ورکول کېږي.