ژباړه: مریم محمدي
د هالیووډ ورځپاڼې د ۲۰۱۹ له پیل نه تر اوسه یوه تازه سروې کړې، چې له مخې دا لس میرمنې د ښکلا په لیست کې راغلي دي:
مونیکا بلوچي: Monica Bellucci
مونیکا چې د سینما لوبغاړې ده، د هالیود د ورځپانې په سروې کې د نړۍ د ښکلو میرمنو لومړی مقام اخیست دی.
دا میرمنه د ایټالیا هیواد ده چې ۴۸ کاله عمر لري.
کیټ اپتون: kate upton
کیټ اپتو بیا د ښکلا له مخې نړۍ کې دویمه میرمنه ده.
کیټ اپتو د امریکا اصلې اوسېودنکې ده، سره له دې چې یوه ښکلې میرمن ده، یوه مشهوره ماډله هم ده.
آنجلینا جولي: Angelina Jolie
انجلینا جولي له کیټ اپتون وروسته د نړۍ دریمه میرمنه ده چې ښکلې څیره لري.
دا په داسې حال کې ده چې جولي په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ لومړنۍ ښکلې میرمنه وه.
آیشواریا رای: Aishwarya Rai
د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه او د هندي فلمونو وتلې لوبغاړې اېشورايا راى بیا په دې لیست کې څلورم مقام خپل کړی دی.
نوموړې په ۱۹۹۴ کې د نړۍ د ښکلې ملکې مقام لقب اخیستی وو.
ایرینا شایک: Irina Shayk
له آیشواریا رای وروسته په پنځم مقام کې بیا د روسي هیواد اوسیدونکې ایرینا شایک ده.
ایرینا شایک د رونالدو مخکنی کوژدنه یا نامزاده هم وه.
دا میرمنه هم یوا ماډله ده چې په ډيرو مشهورو اعلانونو کې کار کوي.
مریم اوزرلي: Meryem Uzerli
که چیرې مو د خرم سلطان سریال لیدلی وي نو د مریم له څیرې سره به اشنا یاست، دې میرمنې د ښکلا په سروې کې شپږم مقام اخیست دی.
مریم په ترکي سریالونو کې کار کوي، پلار یې ترکی دی خو مور یې بیا د المان اصلي اوسېدونکې ده.
شارلیز ترون: Charlize Theron
د امریکا د سینما مشهور لوبغاړې شارلیز ترون په نړۍ کې اومه ښکلې میرمن ده.
ترون د ۱۹۷۵ کال د اګسټ په ۷ په جنوبي افریقا کې د نړۍ ته سترګې پرانیستي.
نوموړې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا تابعیت واخیست چې اوس د یاد هیواد د سینما له مشهور لوبغاړو څخه شمیرل کیږي.
د شارلیز فلمونو ۲۴ جایز اخیستي دي، همدارنګه په ۲۰۰۴ کال کې د نړۍ د سینما د لوبغاړې غوره جایزه هم دې ته ورکړل شوې وه.
امبر هرد: Amber Heard
د امبر هرد اصلی نوم امبر لارا هرد دی، دا هم دا امریکا پيژندل شوې ماډله ده. هالیود ورځپانې د سروې له مخې دې میرمنې اتم مقام خپل کړی.
نوموړې د امریکا په تکزاس هیواد کې زیږیدلې ده. په ۲۰۱۵ کال کې له جانی دپ سره واده وکړ خو په ۲۰۱۶ بیا سره بیل شول.
ریحانا: Rihanna
د ریحانې هنري نوم ریانا دی، دا هم په روان کال کې د نړۍ نهمه ښکلې میرمن ده، نوموړې سره له دې چې یوه مشهوره موډله ده له ۲۰۰۵ کال را په دې خوا سندرې هم وايي.
اسکارلت جوهانسون: Scarlett Johansson
اسکارلت جوهانسون د نړۍ لسمه ښکلې میرمن ده. دا هم د امریکا هیواد ده.
اسکارلت په ۲۰۱۳ کې د نړۍ د ژوندیو یا فعالې ښځې دویم مقام اخیستی وو، همدارنګه د نړې د جذابې څیرې لرونکي ښځي په نوم هم شهرت لري.
یاده دې وي چې د هالیود ورځپانې د راپورو په اساس دا میرمنې سره له دې چې د ډېر عمر لرونکې دي، خو د ښکلا په برخه کې کې هر کال بیلا بیل ځایونه لري.