ژباړه: عمران لمر
رواني عُقدې ارثي نه وي؛ انسان د خلقت له پيله روغ دنيا ته راغلی دی او له دې وجې هيڅ ډول نا آرامي نه لري؛ مګر کله چې په يو له عُقدو ډک چاپيريال کې ځای ونيسي؛ لږ لږ ترې متاثره او ناروغ شي.
ډېرې رواني عُقدې د مور او پلار له کړو وړو نه ماشومانو ته انتقالېږي؛ دا ناروغي له ځانه سره زرګونه نورې ناروغۍ لري، له دې جملې عصبي ناروغۍ، جنسي کمزوري او داسې نور…
دا چې رواني ناروغۍ د وخت په تېرېدو سره د وجود په داخل کې ريښې ځغلوي؛ نو ځينې خلک غواړي چې په مختلفو روږدتياؤ سره د دې علاج وکړي، لکه: سګريټ څکول او نور…
۸ ګرامه نيکوتين د يو قوي آس د وژلو لپاره کافي دي. دا اندازه په دوه يا درې قطۍ سګريټو کې وي؛ مګر انسان يې په تدريجي ډول استعمالوي؛ نو ځکه يې نه وژني.
د نيکوتين د جذب زيانونه په هماغه اندازه باقي پاتې کېږي او د ګڼو عصبي او رواني ناروغيو سبب ګرځي.
دا چې بعضې خلک د غوصې په وخت کې سګرټ څکوي او په ظاهره کې د ځان درملنه کوي؛ په دې مانا ده چې د نيکوتينو مصرفول په عصبي تحريکونو سرپوښ ږدي؛ په داسې حال کې چې غوصه د اعصابو په سلسله او په ځانګړي ډول په عصبي مرکز دومره اثر نه پرېباسي.
درملنه:
په کار ده چې قهرېدلی کس په يو داسې چاپېريال کې کښېنول شي چې له اکسيجنه ډک وي او آرام وي؛ تر څو د هغه نسجونه په پوره اندازه اکسيجن جذب کړي.
د زړه او اعصابو ناروغانو ته په همدې خاطر په روغتون کې اکسيجن ورکوي چې اکسيجن د دې دوه برخو يو له مهمو اړتياؤ دی.
د اکسيجن پيدا کېدل:
د ځمکې د کرې شاوخوا په داسې هوا پوښل شوې چې د اکسيجن او ځينې نورو غازاتو مخلوط دی. او د هوا له دې قشر ګېرد چاپېره د مايع اکسيجن يو نازک پوښ چې له ۳ تر ۵ ملي متره قطر لري؛ پوښل شوی دی.
د اقليم د فشار پواسطه يوه اندازه دا اکسيجن په غاز بدلېږي او د ځمکې سطحې ته راځي او سهار مهال د د هوا د سړېدو سبب ګرځي او دا خالص اکسيجن د زړه او اعصابو حجرو لپاره ډېره ګټه لري.
د همدې اصل له مخې هغه خلک چې د سهار وخته پاڅېدو عادت لري؛ تر ډېره سالم او خوښ دي؛ مګر برعکس هغه خلک چې په دې وخت کې ويده وي؛ مړاوي او د ورځني کارونو له کولو ژر ستړي کېږي.
که د شپې مو پوره خوب کړی وي، سهار وخته پاڅېدلي يئ او بله کومه ستونزه هم ونه لرئ؛ کله چې کار ته ځئ، ښه کار کوئ او که له کوم تُند خويه سره برخورد هم کوئ؛ نو آيا په حوصله به ځواب ورکړئ؟
ولې له هغه چا سره چې د شپې يې د ډېر چرت وهلو او يا ډېر خوراک له وجې خوب نه وي کړی؛ خبرې نه کيږي؟
اوس له داسې کس نه څنګه دا تمه لرئ چې د ناروغيو په وړاندې مقاومت او دفاع وکړي؟
هغه خلک چې پوره استراحت کوي او سهار په کافي اندازه اکسيجن اخلي؛ ډېر دفاعي قوت لري.
او هغه خلک چې د خبرو کولو حوصله نه لري؛ نو څنګه دا تمه لرئ چې د بدن حجرې به يې د مکروبونو په وړاندې د دفاع حوصله ولري؟
د بدن دفاعي حالات د رواني حالتونو تابع وي؛ نو په دې اساس د ناروغيو په وړاندې د دفاع لپاره بايد روغ روان ولرو. په رواني حالت کې د وينې غوړ پورته ځي او د بدن مختلف حجرات نه شي کولای چې هغه وسوځوي او ګټه ترې واخلي او همدارنګه د وينې د اوسپنې اندازه هم راکمېږي.
د وينې د ادرېنالين سطحه هم پورته ځي او د وجود عمومي دفاع کمزورې کېږي.
آيا همدومره نښې د ناروغيو د ډولونو لپاره بسنه نه کوي؟
نو لازمه ده چې له رواني فشارونو مخنيوی وکړو؛ تر څو په ناروغيو اخته نه شو. د وجود د دفاعي قوت د زياتولو لپاره بايد د انساني احساساتو اصلي مرکز يعنې هيپوتلاموس روغ وساتو او له هر ډول زيانه يې وژغورو؛ تر څو نورې حجرې مو روغې پاتې شي.
همدا راز بايد له هر ډول رواني تحريکونو او بې ځايه احساساتو څخه ځان وساتو او د ژوند لاره بايد داسې په هوښيارۍ مخته يوسو چې د پورته ستونزو قرباني نه شو.