لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ایسفاین کریکانفو د خبر له مخې د ټیسټ کرکټ په ۱۴۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نارینهوو په ټیسټ لوبه کې یوې ښځې لوبڅاري وکړه.
دا ښځه کلییر پولوساک نومیږي، چې د اسټرالیا او هند ترمنځ په روانه درېیمه ټیسټ لوبه کې د څلورمې لوبڅارۍ دنده په غاړه لري.
دا لومړی ځل دی، چې په ټیسټ کرکټ کې یوه ښځینه لوبڅاره لوبڅارې کوي او دې فارمټ کې یې نورو ښځینه وو لوبڅارانو ته لاره هواره کړه.
هغې دوه کلونه مخکې هم د نارینه وو په یو ورځنۍ لوبه کې د لومړي ځل لپاره لوبڅاري کړې وه، چې په هغې سره د نارینه وو په یو ورځنۍ لوبه کې لومړنۍ ښځینه لوبڅاره وشمېرل شوه.
۳۲ کلنه اسټرالوۍ کلییر پولوساک ته وروسته له هغه په نړیوال کرکټ کې لوبڅارۍ ته لاره هواره شوه، چې د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې یې د لومړي ځل لپاره ښه لوبڅاري کړې وه.
د اسټرالیا او هند لوبه
د اسټرالیا او هند ترمنځ د اسټرالیا په کوربتوب درېیمه ټیسټ لوبه روانه ده، چې اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۸ منډې وکړې.
اسټرالیا ته په یاده پاڼۍ کې سټیو سمیت ۱۳۱، مارنوس لبیسچینج ۹۱، ویلیم پوکو ویسکي ۶۲ او میچل سټارک ۲۴ منډې جوړې کړې.
اوس هندۍ لوبډلې دویمه پاڼۍ پيل کړې.