ليکنه: شپنه سلګۍ
د ښځې قضیه او ورسره د ټولنې د چلند قضیه د بحث پر غالۍ د بیلابیلو تمدونونو ترمنځ له لرغونې زمانې راهیسې پرته ده، ښځې د نړۍ نیمایي اوسیدونکي دي. ښځې په پيدايښت کې په طبیعې ډول مهم او ارزښت ناک رول لوبولی دی، چې له هغې نه يې د بچو راوړل او د ماشومانو تربیه ده، نو د ښځې قضیه تر ټولو مهمه او ارزښتناکه قضیه ده.
په کار ده چې ښځې ته د لوړ انسان په سترګه وکتل شي، څو خپل حقیقت، حقوق او ازادي څرګنده کړي، ښځې ته د یو داسې موجود په بڼه وکتل شي چې کولی شي د ټولنې په اصلاح او د افرادو په روزنه کې ونډه ولري، دا چې د ښځې حقوق او ازدي ته بشپړ درناوی شوی وي نو باید د کورنۍ په تشکیل کې ورته د یو مهم عنصر په سترګه وکتل شي،که څه هم د کورنۍ په تشکیل کې نارینه او ښځينه دواړه یو شان برخه او سهم لري، خو په کور کې سکون او ارمتیا د ښځې په برکت راڅرګنديږي،ښځې ته باید له دې پلوه وکتل شي څو يې حقونه وپيژنو.
د بشري تاریخ په اوږدو کې په بیلا بیلو ټولنو او تمدنونو کې له ښځو سره ظلم او زیاتی شوی دی، بابلیانو به د عشتار معبد ته وقف کولی او بیا به عابدانو د یو څو ټنګو په بدل کې ورسره زنا کوله، او هغې ته به يې مقدسه زنا ویله، اروپایانو به ښځې ته نیږدې والی لوی جرم باله، تر ټولو عابد به هغه و چې ښځې او اوبو ته نیږدې نه شي، فارسیانو به خپلې لورګانې او خویندې ځانونو ته ودولې او د هر ډول میراث نه به يې محرومولې، عربانو به ژوندۍ په ګور خښولې، هندوانو به له مړ میړه سره ژوندۍ سوځولې. له ښځو سره دا چلند و د بشریت د ناپوهۍ پر سبب کیده، د جاهل انسان طبیعت داسې دی چې پر سر یې د ویري او قهر سیوری نه وي، او په داخل کې يې وجدان مړ وي نو زورور په کمزوري واکمني کوي، په ډير تاسف چې د تاریخ په اوږودو کې د نارینه له خوا دغه ظلم په دې لطیف مخلوق شوی دی، او دا ځکه چې دوی د ښځې مقام او منزلت نه پيژنده، په کار ده چې ښځه خپل حقیقي مقام تر لاسه کړي، او د ښځيتوب پر سبب پرې هيڅ ظلم ونه شي.
معاصرې نړۍ کې ډېرو مخلصانو هڅه وکړه چې ښځه د مساوات تر شعار لاندې له ظلم نه وژغوري، خو هغسې ونه شول، ښځه يې وهڅوله چې د اعلاناتو یوه برخه وګرځي، ښځه يې وهڅوله چې حجاب لرې کړي، ښځه يې وهڅوله چې مساوات وغواړي او دا د ښځې په حق کې بل ظلم و، د ښځې طبیعي جوړښت داسې نه دی چې د نارینه سره دې اوږه په اوږه د ډپرو د سکرو په کانونو کې کار وکړي.
موږ په يوه افغانۍ اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، په اسلامي ټولنه کې د سړي په څېر د ښځې لپاره لار خلاصه ده، حدیث شریف دی: ((څوک چې د مسلمانانو چارو ته پاملرنه نه کوي هغه مسلمان نه دی)) دلته د څوک کلیمه عامه ده، په ښځې او نارینه دواړو يې اطلاق کیږي، نو ښځه هم باید د خپلې ټولنې پر وړاندې د مسئولیت احساس ولري، دا یوه دیني وجیبه او فریضه ده، په قران کریم احزاب سورت کې چې کوم خطاب شوی دی، ښځه او نارینه يې په ایمان، اسلام، خشوع، صدقې، روژې، صبر، استقامت، عفت او د الله په ذکر کې یو شان ګڼلي دي. په ټولنه کې د ښځې منډې ترړې یو مباح او روا عمل دی، ځکه چې دا نیمايي طاقت دی،په زدکړنیز چاپیریال کې که ښځې د سړو ترڅنک په زدکړو بوختې وي نو طبیعې ده چې د باسوادو شمیر ډیريږي، همدا رنګه په ابادۍ، اقتصاد، پلان جوړونه او د چارو په سمبالښت کې د ښځې ونډه همدومره حیثیت لري څومره چې په زدکړه کې لري.
که یو هیواد په ريښتونې توګه د پر مختګ اراده ولري، نو په کار ده چې ټول ترکیز يې په انسان او بشري طاقت باندې وي، او دا باید له یادو ونه ویستل شي چې د ځمکې نیمايي انسانان او انسانیت ښځې تشکیلوي، که د ښځې په مورد کې کومه جزئ تېروتنه وشي نو د هیواد بنسټ به په حقیقي توګه ونه رغول شي، د هیواد ښځو ته په کار دي چې په دې برخه کې پوره او بشپړ معلومات ولري، اسلام هیڅکله په ټولنه کې د ښځې د پرمختګ مخه نه ده نیولې، بلکې هڅولې یې ده چې مخکې لاړه شي، زموږ خوږ پيمغبر خپلې میرمنې حفصې رضی الله تعالی عنها ته په مدینه منوره کې ښځينه استاذه ونیوله چې خوش نویسي ورزده کړي.
ښځې د ژوند په ټولو برخو کې ونډه اخیستې، تر ټولو سخت او درون کار جګړه ده، او ښځې د اسلام په تاریخ کې په جګړو کې مستقیمه ونډه اخیستې، د میوند د جګړې اصلې فاتحه ملالۍ وه.
د ژوند په په ټولو برخو کې د ښځې ونډه هله شونې ده چې ښځه تعلیم وکړي، ځکه چې له يوې خوا د علم زده کړه دینې فریضه ده، او له بل پلوه علم انرژي ده، طاقت دی، جرات دی او پرمختګ دی.
نو زما خوږو وروڼو خپلې خویندې او لورګانې زدکړو ته وهڅوئ، تعلیم پرې وکړئ، چې د نورو نړیوالو ښځو سیالې شي، او د خپل هيواد په بیا ابادۍ کې ستاسې سره اوږه پر اوږه ودريږي، او د دغه درون بار په پورته کولو کې له تاسې سره پوره مرسته وکړي