ژمی او ماشومان؛ له ناروغیو یې داسې وساتئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
ژمی نه یوازې ماشومانو؛ بلکې مشرانو او عمر خوړلو ته هم خطرناک موسم دی.
په دې موسم کې د هوا یخوالی، د موسم بدلیدل او ګڼ نور لاملونه سبب کیږي، چې ټول او په خاص ډول ماشومان ډېر ناروغان شي.
ماشومان هم په دې دلیل، چې د وجود دفاعي سیستم یې د میکروبونو او سړې هوا پر وړاندې ښه مقابله نه شي کولای او هم د سړې هوا په مقابل کې د ځان تودولو په اهمیت سم نه پوهیږي، د زیاتو ناروغیو هدف ګرځي.
تاسې یې مسولیت لرئ
ماشومان نه پوهیږي، چې ژمی او اوړی څنګه موسمونه دي؟
دوی له دغو موسمونو سره په ځان عادتولو او نورو مسئلو هم نه پوهیږي.
د دوی د سمبالښت د نورو مسولیتونو ترڅنګ له یخنۍ او ګرمۍ څخه د ساتنې مسولیت یې هم مور، پلار او د کورنۍ نورو غړو ته ورګرځي.
هغه کورنۍ، چې خپل دا مسولیت ښه پېژني او ادا کوي، د نامسولو کورنیو په پرتله د ماشومانو د ناروغیو له اړخه له لږو سرګردانیو سره مخ کیږي.
د دې لپاره، چې ستاسې ماشومان د ژمي له منفي اغېزو خوندي او ناروغۍ یې کمې وي، دلته یې په اړه ځینې روغتیایي لارښوونې درسره شریکوو:
مېوه او سبزیجات ډېر وکاروئ
ماشومان هرکله او په ژمي کې په خاص ډول زیاتو مېوو او سبزیجاتو ته اړتیا لري.
نه یوازې ماشومان؛ بلکې تاسې هم زیاتو مېوو او سبزیجاتو ته اړتیا لرئ.
هڅه وکړئ، هغه پیسې چې د اضافي ژمني مصرف په توګه درنه په ډاکټر او درملو لګیږي، کور ته یې د زیاتو مېوو او سبزیجاتو پر وړلو ولګوئ.
په مېوو او سبزیجاتو کې د ویټامین سي لرونکي شیان زیات یوسئ، ځکه د زکام او نورو موسمي ناروغیو په مخنیوي کې زیات رول لري.
کافي خوب ضرور دی
په کافي اندازه خوب ټولو انسانانو او په خاص ډول ماشومانو ته ډېر ضرور دی.
کافي خوب په ځانګړي ډول نویو ګرځیدونکو ماشومانو ته ډېر ضرور دی؛ دوی په دې دلیل چې تازه په ګرځیدو راغلي، د خپل دفاعي سیستم د فعال ساتلو لپاره زیات خوب ته اړتیا لري.
په ژمي کې ماشومانو ته د کافي خوب د زمینې برابرولو ترڅنګ د دوی بدن ته له مختلفو غوړیو سره ماساې هم ورکړئ.
د میکروب پر وړاندې مقابله
د میکروبونو پر وړاندې د خپلو ماشومانو ښه ساتنه وکړئ؛ مه پریږدئ چې لاسونه، پښې او د وجود نورې برخې یې په میکروبونو ولړل شي.
میکروبونه ښکاري نه، خو انتقال یې اسانه او عام دی.
ژمی او ساړه یې پرخپل ځای؛ خو په جدیت سره د ماشومانو نظافت ته مو متوجه اوسئ.
دوی هره ورځ حد اقل یو ځل لمر ته کینوئ، ویې وینځئ، د میکروب ضد درمل کورکې وشیندئ او مه پریږدئ چې ماشوم مو د میکروب هدف شي.
د مور د شیدو تعذیه
ماشومان په ژمي کې د نورو انسانانو په شان زیات وږي کیږي.
دوی تر بل هر وخت په دغه موسم کې زیاتې او ښې تغذیې ته اړتیا لري.
د مور شیدو نه ورته د تغذیې بل غوره بدیل نشته.
میندې دې په ژمي کې د خپلو شیدو زیاتوالي او ماشوم ته یې په زیات ورکولو کې جدي وي.
سګریټ نه یې وساتئ
سګریټ څښل هیڅکله، بیا د ماشومانو په مخکې او هغه هم چې ژمی وي، هیڅ مناسب نه دی.
د سګریټ لوګی صحت ته له تر ټولو خطرناک ترینو شیانو څخه دی.
اول خو باید سګریټ ونه څښئ، که څښئ د ماشومانو په مخکې یې هیڅ مه څښئ
.
هغه هم چې ژمی وي؛ خو بیخي خطرناک او مضر تمامیږي.
دا کار نه اخلاقا مناسب دی، نه په صحي لحاظ او نه په نورو لحاظونو.