د وینې ورکولو په اړه ۱۰ لارښوونې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: ملیحه ناصري

هر وخت مو چې د وینې ورکولو تکل درلود، باید دا لارښوونې هرومرو په پام کې ونیسو:

۱- تر وینې ورکولو مخکې اوبه څښل

ځینې وخت تر وینې ورکولو وروسته، سړی د ګیچوالي او کمزورۍ حس کوي، حتا ځينې کسان بې هوښه کېږي. د دې خبرې اصلي لامل د وینې د فشار ټيټېدل دي. که تر وینې ورکولو دمخه یو ځل د شپې او بیا د وینې ورکولو پر سهار ډېرې اوبه وڅښل شي، داسې ستونزې سره نه مخ کېږو. کافيين لرونکي څښاک (چای، قهوه…) د دې لامل کېږي چې اوبه له وجوده بهر شي، نو تر وینې ورکولو مخکې دا څښاک باید و نه کاروو.

۲- د بشپړې سهارنۍ خوړل نه هېرول

سهارنۍ د وینې د فشار له لوېدو مخنیوی کوي. د سر د سپکوالي او کمزورتیا حس بیا لمنځه وړي. د یادونې وړ یې بولو چې سهارنۍ دې لږ مخته باید وخوړل شي، که سهارنۍ او د وینې ورکول سره پرله‌پسې شي، بیا کانګې او زړه بدوالی پیدا کېږي.

۳- ۲۴ ساعته مخکې تر وینې ورکولو غوړ خواړه نه خوړل

مخکې تر دې چې وینه مو بل چا ته ورکړل شي، یو څه طبي ازمایښتونه پرې کېږي، که چېرې وینه کې غوړ له نورمالې کچې ډېر وي، خلک اړ کېږي، چې وینه مو تویې او ایسته یې واچوي.

۴- اوسپنې لرونکې خواړه ډېر ښه دي

پالک، د چرګې هګۍ او سره غوښه له وسپنې مالامال دي. که دوې اونۍ وروسته وینه ورکوو، ښه ده چې همدا دوې اونۍ وړاندې مو خوړنیز رژیم کې اوسپنې لرونکي خواړه ځای ولري. مه هېروئ چې ویټامین سي د اوسپنې جذب ډېروي.

۵- سټریس او اضطراب د وینې فشار ټيټوي

مخکې تر دې چې وینه ورکړو ښه ده چې ژوره ساه واخلو او هغه چا سره کیسې بندې کړو، چې وینه مو اخلي. کولای شو د وینې ورکولو پر وخت ژاولې وژوو، ټلویزیون ته وروګورو، هر هغه کار چې اراموي مو، ویې کړو.

۶- تر وینې ورکولو وروسته باید ژر له ځایه پورته نشو

کله چې وینه بهر کړل شوه، لږ ارام او استراحت ته اړتیا ده. وروسته کولی شو کېنو، د مېوې اوبه او طبیعي خواږه وخورو. دا کار مو د بایلل شویو مایعاتو جبران کولای شي.

۷- څو ساعته وروسته موټر نه چلول

وینه ورکول خطرناک او ترهوونکی کار نه دی، خو کېدای شي تر څو ساعتونو وروسته مو سر سپک شي او کمزوري شو، نو غوره به دا وي چې څو ساعته ډرېوري ونه کړو.

۸- څو ساعته وروسته بايد پروټين لرونکي خواړه   وخورو

سره غوښه او سابه یا ترکاري تر ټولو ښه خواړه دي. ډېرې اوبه څښل هم ښه دي. دا رژیم کولای شي بایللې وینه مو پوره کړي.

۹- تر وینې ورکولو وروسته د ورځې تر پایه درانه کارونه کول

که دنده مو داسې وي، چې درانه څيزونه انتقالوو، مخکې تر دې چې وینه ورکړو، د همغې ورځې رخصتي باید واخیستل شي. درانه ورزشونه هم ونشي. که درانه کارونه وکړو، هغه رګ چې وینه ترې ایستل شوې، فشار پرې راځي، بېرته پرانیستل کېږي او تر پوستکي لاندې خونریزي پیدا کېږي، چې خورا دردناک دی؛ خو که ۲۴ وخت ورکړو، دا رګ خپله خوله بندوي.

۱۰- څه وخت باید وینه ورنه کړو؟

په دغو شرایطو کې، ښه ده چې له وینې ورکولو ډډه وکړو:
که وزن مو تر ۵۰ کیلو لږ وي.
که عمر مو ټيټ او تر ۱۸ کم وي. یوازې د روغتیاپال او کورنۍ په اجازه یې ورکولای شو.
که په دې وروستیو کې مو کوم خطرناک کار کړی وي، په هغه پوښتنلیک کې یې باید ولیکو چې تر وینې ورکولو وړاندې باید ډک کړو؛ ځکه ډاکټران یې بیا ګوري. که هغوی سم ونه کوت، نو موږ به ورته شرمنده نه یو.
کله کله ډېر کسان سره یو ځای کېږي او په ملګرتیا وینې ورکولو ته ورځي، داسې وخت کې په اصطلاح باید غېرت ونکړئ، هملته دروازه کې ودرېږئ، وړاندې مه ورځئ، ډېره اسانه پلمه به درته وښیو، ورته ووایاست زما وینه کمه ده.