پاکستان ته په ماتې ورکولو سره ویلیمسن د ټېسټ لوبو لومړی توپوهونکی شو

رنګین تجريدي ډیزاین

د نیوزیلېنډ لوبډلې لوبډلمشر کېن ویلیمسن چې په ۲۰۱۳ کې د منډو جوړولو د ماشین لقب خپل کړی و، اوس یې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې اسټرالیایي سټېف سمېت او هندی ویرات کولي وروسته کړل او لومړی مقام یې خپل کړ.

لومړی مقام د کېن ویلیمسن حق دی

کېن ویلیمسن چې د نړیوال په اوږدو کې هم خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله د کرکټ نړۍ په زړه کې یې محبوبیت لا زیات شو.
د کرکټ نړیوالې شورا یې پراخه حوصله وستایله، د کرکټ ډېری لوبغاړو، مبصرینو او مینوالو خورا زیات صفت وکړ.
د نړیوال جام په بایللو سره هم په چورت او مزاج کې کوم فرق رانغی او همدا پراخه ټنډه وه، چې هغه د نړۍ د خبرونو سرټکی جوړ کړی و.
لومړی مقام یې ځکه حق جوړ شو، چې د ویسټ انډیز خلاف ټېسټ لوبو کې یې رول دومره بارز و، چې حتی د خپلو منډو بیسټ یا غوره یې په ټېسټ لوبو کې ریکارډ کړې.
په لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې ۲۵۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

د پاکستان ماته او د کېن ویلیمسن کارنامه

د پاکستان پر وړاندې د نیوزیلېنډ اوپننګ یا پیلیزې وېکټې ژر ولوېدې.
ټام لېتم په ۴ او ټام بلېنډل ۵ منډې وکړې، دا دواړه شاهین افریدي واخېستې.
خو د منډو ماشین کېن ویلیمسن د پاکستان خلاف لکه دېوال ودرېد، نوموړي په ۲۹۷ توپونو ۱۲۹ منډې وکړې او د نیوزیلېنډ لپاره یې د منډو په زیاتوالي کې ساه ورزیاته کړه.
د نیوزیلېنډ ټیم ۴۳۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
Kane Williamson goes past 10,000-run mark in first-class cricket
د پاکستان لپاره شاهین افریدي ۴ او یاسرشاه درې وېکټې واخېستې.
پاکستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې د محمد رضوان د ۷۱ منډو او د فهیم اشرف د ۹۱ منډو پرمټ ۲۳۹ منډې جوړې کړې.
پاکستان لوبه په ۱۰۱ منډو وبایلله او لومړۍ لوبه کې نیوزیلېنډ ستر بری حاصل کړ.
دغو دوو پاڼیو د نیوزیلېنډ لوبډلمشر ته د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د لومړي مقام تاج ور پر سر کړ.

سټېف سمېت، ویرات کولي او کېن ویلیمسن

دا درې څېرې د کرکټ د توپوهونې برخه کې ډېرې موثرې دي، سټېف سمېت چې لومړیو کې د اسټرالیا ټیم ته د یو لېګ برېک بالر په صفت راغلی؛ خو وروسته یې توپوهنې ته مخه کړه او بالاخره داسې یو توپوهونکی ترې جوړ شو، چې په یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو کې یې خپل نوم ځلاند کړ.
په درې واړو فارمټونو تر په لسو غوره توپوهونکو کې شمېر شو.
او د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې تر نن پورې لومړی توپوهونکی و.
ویرات کولي هم د کرکټ د توپوهنې برخه ځلانده ستوری دی، خو ډېری وختونه ورسره بخت یاري ونه کړي او ژر وسوځېږي.
دې هغه لوبغاړی دی، چې د کرکټ د نړۍ مینوال او مبصرین ورته د سچېن ټېنډولکر د سل سلیزو د ریکارډ ماتوونکي په سترګه ورته ګوري.
په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د نړۍ په که په لسو غوره توپوهونکو کې شمېر دی.
او کېن ویلیمسن هم په توپوهنه کې او هم په ستر حوصله کې له ثبات څخه برخمن لوبغاړی دی.
دی تل د نړۍ په کچه په ښو لوبغاړو کې مطرح شوی او لوبې یې خورا په زړه پورې دي.
کېدای شي، چې ویرات او سمېت په دوو نورو ټېسټ لوبو کې هم ولوبېږي او ویلیمسن وروسته کړي، خو که ویلیمسن د پاکستان پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې یوه سلیزه ووهي نو کولای شي، چې لومړی مقام وساتي او په دې مقام تر ډېره راج وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.