ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
پروانې او زعفران له دوو کلونو راهیسي واده سره کړی دئ. د پروانې وظیفه داسي ده چي د اونۍ شپږ ورځي باید په سفر وزي او یوازي د اونۍ په وروستنۍ ورځ کي کور ته راځي، او خورا ډېره استراحت ته اړتیا لري. هغه له خپلو منفردو کارونو لکه د کتاب مطالعه او ځغاستي څخه ډېر خوند آخلي. خو زعفران د اونۍ تر پایه بېخي ډېر په پروانې پسي دیغېږي نو ځکه خوښوي چي د هري اونۍ په وروستنۍ ورځ دواړه دباندي ولاړ سي.
په لومړیو کي زعفران فکر کاوه چي پروانه ځکه یوازي پاته کېدل خوښوي چي د ده سره خوشحاله نه ده او پروانې هم تصور کاوه چي زعفران ئې د اړتیاوو په اړه بې تفاوته دئ.
دغه ډول کېدای سي ستاسي ډېرو د ژوند مشکل وي. کېدای سي د ژوند د ملګري د لومړیتوبونو او نظریاتو په باره کي د سوء تفاهم ښکار سو، په خاصه بیا کله چي یو ژر زهیرېدونکی فرد اوسېږو او و نه سو کولای چي په آسانۍ سره د زړه خبري پر خوله راوړو.
ستونزه دلته ده چي خبري نه کول خپله لوی مشکل دئ. کله چي جوړې د منفي خبرو اترو په دام کي راګیرېږي، نور ئې نو دواړو ته اصلاح ستونزمنه کېږي. له نېکه مرغه کولای سئ په خپلو اړیکو او خبرو اترو په ډول کي د یو لړ اصطلاحاتو په رامنځ ته کولو سره کولای سئ د دغو سوء تفاهمونو له رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړي او یا ئې د رامنځ ته کېدو سره سم حل او فصل کړئ.
۱ـ د زړه له تله غوږ ونیسئ
په اړیکو کي د بريالیتوب له رازونو څخه یو دا دئ، چي د ژوند د ملګري خبري په خورا دقت سره واورېدلي سي. دغه کار د دې سبب کېږي چي د خپلو ستونزو په حلولو کي پرمختګ وکئ. د داسي یوه/ې چا خبري اورېدل چي ستاسي سره د نظر اختلاف لري او يا نیوکي درباندي کوي ستونزمن دي، داسي هم د یوه فرد ګیلو مانو ته غوږ نیول ستونزمن کار دئ خو دوندي مو پوه او فهمولای سي چي ستونزه چېري ده او د حل لاره ئې څنګه پیداکړئ.
۲ـ ځان پر حق مه ښایست
ډېری جوړې ددې پر ځای چي درک کړي چي د سوء تفاهم پر مهال څنګه د ژوند پر ملګري باندي تاثیر پرېږدي، په دې فکر کي وي چي ځان حق ثابت/ه کړي. د دغه کار پایله پرته له دې چي دواړه طرفونه زیان وویني او ناراحته سي بل شی نه سي کېدلای. ددې پر ځای چي د مقابل طرف پر دې قانع کولو او پوهولو کوښښ وکړئ چي تاسي پر حق ياست، کوښښ وکړئ د ژوند د ملګري خبرو ته مو ډېر دقت وکړئ.
دلته چي د اهمیت وړ دا ده، چي د ژوند ملګری/ې مو پوه سي هغه او ستاسي سره ئې اړیکه درته ډېر اهمیت لري.
۳ـ پر احساساتو تمرکز وکړئ
جوړې معمولاً د شخړو پر مهال پر خپلو افکارو باندي تمرکز کوي او له خپلو احساساتو سترګي پټوي. دمخه تر دې چي جنګ او مشاجره ځله شروع کئ، یو ګړی مکث وکړئ، ژوره ساه واخلئ او وګورئ چي څنګه احساس لرئ.
وروسته مو احساسات د ژوند له ملګري سره شریک کړئ. خو پام مو وي چي د” زه ناراحته یم ” یا ” د ناهیلۍ احساس کوم ” په رقم احساسات د ” زه داسي احساسوم چي ما ته توجه نه کوې ” افکارو سره فرق لري.
۴ـ کله چي په جنګ کېږئ، لږ وقفه رامنځ ته کړئ
کله چي مو حالات له قابو څخه وزي، غوره ده یو د بل په توافق سره لږ وقفه رامنځ ته کړئ او کوښښ وکړئ چي دواړه د لږ وخت له پاره یوازي و اوسئ څو لږ آرام سئ. مثلاً کولای سئ پلی تګ وکړئ يا د ساه اخیستلو تمرین وکړئ. د کار رمز په دې کي دئ چي یو داسي کار وکړئ چي عصبانیت مو کم کړي نه دا چي هغه لا پسي زیات کړي .
هرکله چي دواړه آرام سولاست، یو د بل احساسات واورئ او کوښښ وکړئ چي یو د بل په مرسته مو مشکلات حل کړئ.
۵ـ د ژوند ملګری/ې مو دوست وګڼئ
مې هېروئ چي ستاسي د ژوند ملګری/ې ستاسي دښمن نه دئ/ه. تاسي او د ژوند ملګری/ې مو دواړه له یوې ډلي څخه یاست. یوازي همدغه د نظر تغیر ستاسي سره مرسته کوي چي یو او بل لا ښه درک کړئ او خپلو ستونزو ته د یوه مشترک او ګډ حل پیداکولو له پاره هڅي او کوښښونه وکړئ.
۶ـ د اړیکو په اړه مو تحقیق وکړئ
که غواړئ چي د خپلي اړیکي د ارتقاء د بېلابېلو روشونو په باره کي لا زیات اطلاعات او معلومات پیداکړئ، د ګډ ژوند په اړه ډېر کتابونه سته چي کولای سئ مطالعه ئې کړئ.
۷ـ ارواپوه ته ورسئ
له ارواپوه او مشاوره د واده په اړه سلا مشورې اخیستل خورا ډېري ګټي لري او ستاسي سره مرسته کوي چي د اړیکو الګو او نمونه مو له سره جوړه کړئ او د اړیکو له پاره مو سالمي حللاري پیداکړئ.
کله چي له دوو مختلفو کورنیو څخه د دوو بېلابېلو شخصیتونو لرونکي کسان يو له بل سره واده کوي، ترمنځ ئې اختلافات را پیداکېدل طبیعي دي. خو بريالۍ جوړې کولای سي چي په رغوونکي ډول دغه اختلافات شا ته کړي. مې هېروئ تاسي او د ژوند ملګری/ې مو په یوه ډله کي ياست نه يو د بل په وړاندي. خپل احساسات مو وپېژنئ او په خورا کرارۍ سره ئې څرګند کړئ او صادقانه مو د ژوند د ملګري احساساتو ته غوږ ونیسئ.