میرمنې دې له خپلو مېړونو د دغو ۸ څیزونو تمه نه لري!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
اوس نو تقریباً د نارينه وو او ښځینه وو ترمنځ د توپیرونو مسئله بېخي روښانه او واضحه سوې ده او موږ ټول پوهېږو چي یو له بله ئې غوښتني فرق کوي. خو لا هم موږ نه یو توانېدلي چي دغو ټولو تفاوتونو ته توجه وکړو. البته زموږ څخه ډېری حتی هغه څیزونه چي ورباندي پوهېږو هم نه کاروو او د ارزښت و اهمیت وړ ئې نه ګڼو.
په دغه مطلب کي مو هغه ۸ څیزونه چي تاسي ښځې باید له خپلو مېړونو څخه تمه ونه لرئ راوړي دي.
ستاسي مېړه باید ستاسي او د خپلي مور ترمنځ یوه غوره یا انتخاب نه کړي. له خواښي سره چي ستاسي هر مشکل وي، که ستاسي د خواښي ځیني کارونه او رفتارونه تاسي ناراحته کوي یا که ستاسي مېړه خپلي مور ته پر تاسي باندي لومړیتوب ورکوي، خپل د ژوند د شریک او اړیکي په خاطر ځان کښته راولئ.
څه پروا لري چي خواښې مو په موټر کي د مخ په سیټ کي د خپل زوی سره کښېني؟ هر څنګه چي وي د همدغي مور مهرباني او لطف دئ چي نن ورځ تاسي مېړه لرئ. پر مېړه باندي فشار راوستل چي ستاسي او مور ترمنځ یوه انتخاب کړي، په دې سره تاسي د دوئ په منځ کي فاصله نه رامنځ ته کوئ، بلکي یوازي خپل مېړه له ځانه لېري کوئ.
ستاسي د شریکانو په رقم دي تاسي ته غوږ ونیسي
دا چي د مشکلاتو پر مهال د خپل مېړه سره خبري کوئ او د خپل زړه آه و فغان ورسره شریکوئ دا ستاسي حق دئ. خو اصلاً ددې هیله مه لرئ چي هغه دي ستاسي د دوستانو یا شریکانو په شان ستاسي سره برخورد وکړي. له خبرو کولو او مشکلاتو بیانولو څخه د نارینه وو هدف هغو ته د حللارو لټولو دي، په داسي حال کي چي ښځي تر ډېره په یوه داسي چا پسي ګرځي چي صرف دوئ ته غوږ ونیسي څو د دوئ د زړه بړاس واوري او له دوئ سره همراهي وکړي.
د نارينه وو برعکس هغوی له تاسي څخه نه غواړي چي مشکلات ئې ور حل کړئ، هغوی یوازي غواړي چي عاطفي اړیکي وساتي او خپل احساسات بیان کړي. ځکه خو له نارینه وو سره د دوئ خبري بې فایدې دي او یوازي د نارينه وو د خسته کېدو سبب کېږي. په خاصه بیا کله چي موضوع د دوستانو يا د کورنۍ د غړیو د غیبت په مورد وي.
خپل شخصي کسب او کار دي پرېږدي
ستاسي د مېړه ذوق او فعالیتونه د هغه د خصوصیاتو یو بخش دي چي تاسې د هغه سره علاقمندي کړي یاست، نو دا تمه مه لرئ چي تر واده وروسته دي ستاسي په خاطر پر خپل کسب و کار د وخت او انرژۍ له مصرفولو لاس واخلي. د خپلي خوښي وړ کارونو له پاره ستاسي د مېړه وخت وقفول په دې شرط چي په منطقي شکل او کور او کورنۍ له پاره د کم وخت ورکولو پرته وي هیڅ مشکل نه لري. مې هېروئ چي په هر شي کي باید تعادل مراعات سي.
ځان دي تغیر کړي
له واده څخه تر څو کلونو تېرېدو وروسته، دا چي له خپل ځانه وپوښتئ ولي ما له دغه کس سره واده وکړ – دا یوه طبیعي خبره ده. خو هغه وخت چي د مېړه له یوه رفتاره مو ښه نه راځي؛ د مېړه دغه ځانګړنه چي ستاسي د نفرت وړ ده د نوموړي د هغو ځانګړنو په نسبت چي یوه ورځ ئې په سبب تاسي پر هغه باندي مئینه سواست او ومو وغوښتل چي له هغه سره واده وکړئ – زیات اهمیت نه لري.
ددې پر ځای چي همېشه د هغه د تغیر هڅه وکړئ کوښښ وکړئ چي خپلي دعواوي مو سمی انتخاب کړئ. د مثال په توګه له ښوونځي څخه د اولادونو په ناوخته راوستلو باندي هغه و رټئ، خو له کاره پر ناوخته راتلو ئې بیا ورسره جوړي سئ.
له دوستانو سره دي خپلي اړیکي وشلوي
څنګه چي تاسي اړتیا لرئ څو له خپلو هم نوعو سره وخت تېر کړئ، ستاسي مېړه هم اړتیا لري چي څه وخت له کوره دباندي د خپلو ملګرو سره د نارینه وو په فضاء کي تېر کړي. که تاسي له هغه څخه دغه فرصت آخلئ د هغه خوشبختي او روغتیا له خطر سره مخامخوئ او په قوي احتمال سره به تاسي د دغه کار ملامته ګڼي. البته که ستاسي مېړه د مخالف جنس ملګري لري چي نامناسب رفتار ورسره لري دا ستاسي مسلم حق دئ چي د ژوند له شریکه مو وغواړئ چي له هغوی سره خپلي اړیکي وشلوي.
تاسي ته ټولي مُحترمي خاطرې دي په یاد ولري
ښځي د احساسي خاطراتو په په یاد راوړلو کي تر نارینه وو پیاوړي دي. که تاسي د خپلي نامزادۍ د ورځي دقیق تاریخ او ورځ په یاد لرئ کېدای سي ستاسي مېړه کاملاً هغه تاریخ هېر کړی وي. که کوم تاریخ یا مناسبت تاسي ته زیات اهمیت لري، دغه موضوع مو له خپل مېړه سره شریکه کړئ او کې بیا هم اهمیت ورنکړ په اړه ئې ورسره له جنګ و جدل پرته په کراره خبري وکړئ. مطمئناً هغه به له بدخلقۍ او ستاسي د دلیل او تشرېح پرته دغي مسلې ته متوجه سي.
هغه دي هم ستاسي له ساتېریو خوند واخلي
له مېړه مو دا هیله مه لرئ چي کوم کارونه ستاسي خوښېږي د هغه دي هم خامخا خوښ سي. دا چي په جلا جلا توګه خپل د خوښو له فعالیتونو څخه خوند واخلئ او یو له بل څخه جلا وخت تېر کړئ – دا مو د اړیکي د پیاوړتیا سبب کېږي. پرېږدئ چي کله ستاسي نشتون احساس کړي څو د یوځای اوسېدو له وخته لا زیات خوند واخلي او په خپلو مینه ناکو او عاشقانه رفتارونو سره چي تاسې خپله هم تمه نه لرئ – تاسي حیران کړي. هغه کارونه چي د دواړو خوښېږي او له کولو ئې خوند آخلئ هغوی سره یوځای اجراء کړئ، څو خوښ او له خاطرو ډک وخت مو تېر کړی وي.
کله چي تاسي ماشومانه کارونه کوئ هغه دي د لوی سړي رول اجراء کړي
کله چي تاسي غسه کوئ، لجبازي کوئ، یا بل هر ماشومانه کار یا رفتار کوئ، اصلاً ددې هیله مه لرئ چي ستاسي د مېړه عکس العمل دي ستاسي د غوښتني یا تمي مطابق وي، برعکس هغه هم ځان اړخ ته کوي او ستاسي په رقم فتار کوي. دغه ډول کړه وړه د مېړه او ماینې ترمنځ د اړیکو له بدترینو رفتارونو څخه دي او ستاسي پر ژوند او اړیکه باندي بدترین تاثیر پرېږدي.
کله چي فکر کوئ ستاسي مېړه باید له تاسي بخښنه وغواړي په خاموشۍ یا غُسه ناک رفتار سره خپله نارضایتي مه ښکاره کوئ او مه هم هغه ته په بې اهمیتۍ سره ګورئ؛ بلکي له هغه سره وږغېږئ او خپل مشکل ورسره شریک کړئ او هغه ته ووایاست چي تاسي ورڅخه د چشي تمه لرئ او چشي تاسي ناراحته کړي یاست.