د یوې مېرمنې په توګه هېڅکله د خپل خاوند لپاره دا کارونه مه ترسره کوئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د هرې ښځې خوښېږي، چې خوشاله اړیکه ولري، په دې حالت کې مېرمنې کله وخت په اړیکه کې د نارینه و رول نالیدلی نیسي او د مینې په خاطر خپله خوشالي قرباني کوي.
د ټولو ستونزو د حل کولو لپاره اقدام
حتا که نارینه مو له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان و، یا په کار ځای کې یې ستونزې درلودې، تاسو نباید په یو مخیزه توګه د ټولو ستونزو د حل لپاره یې اقدام وکړئ. که په پرله پسې توګه دا کار وکړئ، نو په پای کې داسې یو څوک پیدا کوئ، چې تل دوه زړی دی او نه شي کولای، چې د خپلو ماتو مسؤولیت ومني. تل  په یاد ولرئ، چې تاسو یوه ښځه یاست، نه هغه کاریګره، چې کولای شي هرڅه حل کړي، دا په دې مانا نه ده، چې هېڅکله له خپل خاوند سره مرسته او همکاري مه کوئ، په ژوند کې له یو بل سره مرسته کول، ډېر زیات ارزښتمن کار دی، خو په دې شرط، چې د یوه لوري د خرابېدو سبب نه شي.
د لوړ بیه ډالیو اخیستل
تر ټولو غوره کار دا دی، چې یو بل ته ډالۍ ورکړئ، چې د ارزښت له پلوه برابرې وي. هغه چاته د لوړ بیه ډالیو ورکړه، کوم چې ورسره مینه لرئ، په ځانګړې توګه هغه وخت، چې هغه ونه شي کولای، په هماغه بڼه ستاسو کار جبران کړي، د دې سبب ګرځي، چې هغه ته یو بد احساس پیدا شي او د دې ډالۍ له امله ځان ورټي، دغه راز که مقابل لوری مو ښېګڼه هېرونکی وي، کولای شي له مینې څخه مو هغه څه ته د رسېدو لپاره بده ګټه واخلي، کوم چې خپله یې غواړي ( دا حالت د مېرمنو لپاره هم صدق کوي ).
تل زړه خوږی
د مېرمنو پر خلاف، نارینه په هغه ښځه باندې نه مئینېږي، چې تل پرې زړه خوږی کوي او ورته اندېښمنه وي. دا په یاد ولرئ، دا چې تل د اروایي او عاطفي ملاتړ لپاره تر څنګ یې وئ، د دې دلیل نه شي کېدای، چې اړیکه مو ژوره او بشپړه ده.
یوه هوښیاره ښځه، نویو لاسته راوړنو ته د رسېدو لپاره، له خپل نارینه څخه ملاتړ کوي او الهام بښونکې کېږي او دا واقعاً د خوشاله اړیکې د لرلو له رازونو څخه یو راز دی.
د څه مې درته ویلي و؟ ویل
حتا که سل په سلو کې هم تاسو په حقه یاست، د څه مې درته ویلي و؟، جملې له کارولو څخه هېڅ څیز بد نه دی، د دې جملې په ویلو سره، خپل نارینه ته دا ښکاره کوئ، چې له هغه څخه هوښیاره یاست او د یوه نارینه لپاره دا ډېره بې احترامي ده. د هر نارینه دا خوښېږي، چې احساس یې کړي، د خپلې مېرمنې لپاره پیاوړی او مهم دی، د دې لپاره، چې خپله اړیکه تل پیاوړې او ځواکمنه وساتئ، نو هېڅکله پورته جمله او هغې ته ورته نورې جملې مه کاروئ.
د خپل شخصي او مسلکي ژوند پرېښودل
یوه ښځه د دې لپاره، چې د خپل ژوند مینه یې پیدا کړې ده، نباید خپل ټول دوستان او مسلک هېرې ته وسپاري، له بده مرغه که خپلې شخصي چارې او خوندونه قربان کړئ، ترڅو په کورنۍ باندې د پام کولو لپاره ډېر وخت ولګوئ، ښایي نارینه مو له تاسو سره خپله لېوالتیا له لاسه ورکړي، ژوند مو چې له کورنۍ څخه بهر هر څومره تنوع ولري، نو کولای شئ، خاوند مو هم په ښه توګه درک کړئ. توازن ډېر زیات مهم دی، ځان په یو مخیزه کړۍ کې مه اسیروئ، هم کورنۍ ولرئ او هم دوستان.
په خپل ظاهر کې بدلون راوستل
دا په بشپړه توګه طبیعي ده، چې د یوې ښځې خوښېږي، د هغه نارینه لپاره، چې پرې مین دی، ښکلې وي. که نارینه مو په ټینګار سره وویل، چې باید په خپل ظاهر کې بدلون رامنځته کړئ، نو باید ووایم، چې دا ډول نارینه ته اړتیا نه لرئ.
البته که کوم څه یې درنه وغوښتل، چې کولای مو شول، په آسانه یې ومنئ، اړینه نه ده، چې مخالفت څرګند کړئ، دا ډول بدلونونه، نه یوازې اړیکې ته مو زیان نه رسوي، بلکې مرسته کوي، چې له عاطفي پلوه هم له یو بل سره ډېر تړاو پیدا کړئ.